اګست 22, 2019

د بندیانو حقوقو ته د اسلامي امارت ژمنتیا

د بندیانو حقوقو ته د اسلامي امارت ژمنتیا

د اونۍ تبصر:
د اسلام مبارک دین هغه کامل او شامل دستور دی، چې د بشري ژوند د هر اړخ د سمون او رهنمایي لپاره زرین هدایات او ارشادات لري. د انساني ژوند له وقائعو او حوادثو یوه هم د جګړې پدیده دي، له اسلام وړاندې په نړۍ کې د جګړې د اخلاقو او اصولو په نوم هیڅ شي شتون نه درلود. دجاهلیت د زمانې په اړه موږ لولو چې جګړه مارو انسانانو به په جګړه کې خورا بوږنوونکي وحشتونه کول او مغلوب انسانان به د هر وړ ظلم، قساوت، تحقیر او تذلیل مستحق بلل کیدل.
اما دا د اسلام مبارک دین و، چې په لومړي ځل یې بشریت ته د جګړې اخلاق وروښودل. د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم اعلان وکړ، چې: اغزوا ولا تغلوا، ولا تغدروا، ولا تمثلوا، ولا تقتلوا وليداً و … الخ رواه مسلم. ترجمه: جهاد وکړئ خو له غنیمته غلامه کوئ ، غدر یا دوکه مه کوئ، مثله مه کوئ، ماشوم مه وژنئ او . . . تر آخره
د جګړې په اسلامي اصولو کې یو مهم بخش د بندیانو حقوق دي. اسلام امر کوي چې له بندیانو او ټولو محکومو او بې وسه انسانانو سره ښه چلند وکړئ. هغوی په لوږه او تنده مه ځوروئ. د ناروغانو یې علاج وکړئ او څومره چې مو توان رسیږي، ښه اخلاق، ښه ګوزاره او احسان ورسره وکړئ.
اسلامي امارت د همدې دیني عالي اخلاقو په رڼا کې د دې زمانې هغه سیاسي خوځښت دی چې د بل هر چا په نسبت یې د جګړې په ډګر کې له نیول شویو بندیانو سره ښه چلند او د احسان معامله کړې ده. هغه بندیان چې د جګړې په تاوده ډګر کې نیول کیږي، پرته له دې چې ووژل شي، سزا ورکړل شي او یا هم غچ ترې واخیستل د اسلامي امارت مجاهدین یې د اسلامي جهادي اخلاقو له مخې د معالجې، هوساینې او په ښه طریقه د ساتنې هڅه کوي. هغوی ته د حبس په موده کې ځانګړي خدمتګاران استخدامیږي تر څو یې پالنه وکړي. دغه راز ضروري دیني تعلیمات ورته شروع کیږي، تر څو له ګمراهۍ څخه راووځي او د تلپاتې سعادت( اسلام) په زرینه لاره برابر شي.
د بندیانو په اړه بل کمساری ښه چلند دا دی چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په امر ډیر ځله د جګړې په ډګر کې نیول شوي قیدیان د عفوې له مخې احسانا خوشي کیږي. همدا څو ورځې مخکې د بادغیس ولایت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې مجاهدینو د سل تنه په شاوخوا کې د دښمن عسکر په جګړه کې ونیول. خو له درې ورځو حبس وروسته د مارچ په شلمه ( ۵۸) تنه عسکر د تضمین له اخیستلو وروسته خوشي شول او د خپلو کورنیو پر خوا ولیږل شول. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم بیا بیا سلګونه په جګړه کې نیول شوي عسکر احسانا خوشي شوي دي.
خو د تأسف خبره دا ده چې مقابل اړخ ( بهرني اشغالګر او داخلي ګوډاګیان) د جګړې اخلاقو او له بندیانو سره ښه چلند ته هیڅ التزام نه لري. همدا اوس لسګونه زره بندیان د هیواد په بیلابیلو زندانونو کې پراته دي. چې مطلق اکثریت یې د جرم له تشخیص پرته بې موجبه نیول شوي دي. دغو بندیانو ته هیڅ انساني حقوق نه ورکول کیږي. اکثرو یې خپلې د حبس مودې پوره کړې دي خو بیا هم ظلما په زندان کې ساتل شوي دي. د بندیانو یوه لویه برخه په بیلابیلو جسمي او رواني ناروغیو مبتلا دي. خو بیا هم نه د اشغالګرو او نه د هغوی د مزدورانو رحم پرې راځي.
د افغانستان اسلامي امارت د بشر د حقوقو ادارو او مراجعو ته وړاندیز کوي چې په افغانستان کې د بندیانو د حقوقو په اړه دې ځانګړې پلټنه او ارزونه وکړي. د دواړو اړخونو چلند دې پرتله کړي. د هغو لسګونو زره بندیانو د حال پوښتنه دي وکړي چې بې موجبه د بګرام، پل چرخي او په نورو زندانونو کې اچول شوي دي. او لکه څنګه چې اسلامي امارت د بندیانو د حقوقو ساتنې ته تعهد لري، مقابل اړخ ته دې هم دا وجیبه ور په زړه کړي.

Related posts