اګست 24, 2019

د شهید حاجي هیواد( ملا جیلاني آخند) ژوند او کارنامو ته کتنه 

د شهید حاجي هیواد( ملا جیلاني آخند) ژوند او کارنامو ته کتنه 

لیکوال: قاري سعید

هغه زلمی چې د فیروز کوه په ډبرینه لمن کې د غرني غاټول په شان راوټوکېد، د هلمند په دښتو کې ستر شو، د حق کلیمې د لوړتیا لپاره د جهاد او مبارزې په یون کې د هندوکش تر غېږې لاړ، په افغانستان د امریکایي یرغل نه وروسته یې د هلمند د واشیر له غرونو د پاڅون بیرغ پورته کړ، پوره شپاړس کاله د طاغوت له دجالي لښکرو سره وجنګېد او په پای کې د معرکې په ډګر هغه وخت  د دښمن لاس ته ولوېد چې ټپي بدن یې بې سده او له غورځنګه لویدلی و. دغه اتل زلمی چې شهید جسد یې د دښمن له زندانه راووت ملا جیلاني آخند نومېده، چې د هلمند په جهادي معرکو کې یې د (حاجي هیواد، حاجي  جانان او حاجي غمي) په نومونو غږ کاوه. دلته غواړو د دغه اتل مجاهد د ژوند پاڼه راواړوو او یوه شیبه یې خاطرې را تاندې کړو.

شهید ملا جیلاني آخند 

شهید حاجي هیواد چې اصلي نوم یې ملا جیلاني دی د ملا غلام فاروق زوی، په قوم خانزاده چې په ۱۳۵۵ لمریز کال کې یې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ د جوی سوراخ په کلي کې په یوه دینداره کورنۍ کې دنیا ته سترګې پرانیستې وې.

د دوی کورنۍ د ملایانو کورنۍ وه،  پلار او ترونه یې ملایان او مدرسین وو، نو ځکه یې له کوچنیوالي دیني علومو ته مخه کړه او ابتدائي دینې زده کړې یې له خپل پلار او ترونو څخه پيل کړې. د روس ضد جهاد په اواخرو کې د دوی کورنۍ له غور ولایت څخه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالي ته راغله. ملا جیلاني نوی ځوان و چې د دیني علم په حصول پسې یې د سفر موزې پښو کړې او د پاکستان د بلوچستان ایالت کوټې ښار ته لاړ.

دیني زده کړې او د جهادي ژوند پيل:

هغه وخت چې په پاکستان کې تر پنځه میلیونه زیات افغان مهاجرین اوسیدل، د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې ګڼ شمیر د مهاجرینو کمپونو او د افغانانو په سلګونو دیني مدارس هم فعال وو. ملا جیلاني اخند په همدې مدارسو کې دیني زده کړې پیل کړې او ډیره موده د کوټې په ښار کې د مولوي محمد ابراهیم صاحب په نوم د یوه مشهور دیني عالم په مسجد او مدرسه کې واوسید. په همدې کلونو کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د  پای ته رسولو او عام شوي فساد د محو کولو په تکل د طالبانو اسلامي تحریک له کندهاره پيل شو. څو میاشتې وروسته چې طالبانو د افغانستان جنوبي او جنوب ختیځ ولایات نیولي و او د هرات پر لور د پرمختګ په حال کې و، ملا جیلاني هم درسونه پریښول او د یوه مجاهد په صفت د طالبانو له اسلامي حرکت سره وصل شو.

د اسلامي امارت په لیکو کې جهادي خدمت یې:

ملا جیلاني آخند د اسلامي تحریک په لیکو کې جهادي خدمت د هرات له جهادي کرښو څخه پيل کړ،چې د مولوي عبدالقدیر صاحب تر مشرۍ لاندې یې جهادي فعالیت کاوه، د نیمروز له فتحې وروسته څه موده په نیمروز ولایت کې و او هلته یې د شهید ملا نور الحق آخند تر مشرۍ لاندې نظامي او بیا د معارف په برخه کې ملکي کارونه ترسره کول.

وروسته نوموړي د هلمند ولایت په جهادي مدرسه کې درسونه پیل کړل او هر وخت به چې د هلمند له جهادي مدرسې څخه جهادي کرښو ته تشکیل کیده ملا جیلاني آخند به یې برخوال و. په دې لړ کې نوموړی د هغه کاروان ملګری و چې د سالنګ له تونل ووت، بغلان یې ونیو او بیا په کندز کې محاصره شو. د دې محاصرې په مهال ملا جیلاني په لومړي ځل ټپي شو او اوه میاشتې په کندز کې پاته شو.د شمال د سترو فتوحاتو په کاروان کې چې د فاریاب له ولایت پيل شول او بیا جوزجان، سرپل، مزار شریف، سمنګان او د بغلان دوشي او کیان دره فتحه شول، ملا جیلاني د هلمند جهادي مدرسې د تشکیل د مشر مولوي حبیب الله صاحب تر مشرۍ لاندې د دې جهادي کاروان برخوال. وروسته نوموړي په کندز کې هم ډیره موده جهادي خدمت وکړ او د تخار په دوهمه فتحه کې یې هم ګډون درلود.

د اسلامي امارت د واکمنۍ په اواخرو کې نوموړي په هرات ولایت کې خدمت پیل کړ، هلته د جهادي ملګرو مشري وروسپارل شوه او بیا به له هرات څخه بیلابیلو جنګي کرښو ته ورته، چې ډیر ځله به یې غور او نورو نږدې ولایاتو کې د مخالفینو د بغاوتونو د ځپلو لپاره تشکیلونه کول.

د امریکایي یرغل د پيل په مهال چې کله د هیواد په بیلابیلو سیمو کې مخالفین او د امریکا ګوډاګیان راپورته شول، له دې جملې د هرات ولایت په ختیځو ولسوالیو لکه د پښتون زرغون، کرخ او اوبې ولسوالیو کې د تورن اسمعیل او غازي محمد په مشرۍ جګړه مارانو حملې پيل کړې، ملا جیلاني آخند د دغو حملو د مخنیوي لپاره له خپلو ملګرو سره یادو ولسوالیو ته لاړ، د طاقچې، تاغون کوه او ګروه په سیمو کې یې بیا بیا د امریکا ګوډاګیان په شاوتمبول،په همدې وخت کې د کرخ ولسوالۍ مسؤلیت وروسپارل شو. خو دی په کرخ کې و چې دمزار شریف او شمالي ولایاتو له سقوط وروسته د هرات ښار په منځ کې جګړه پیل شوه، ملا جیلاني اخند له خپلو ملګرو سره هرات ته راغی، خو دا چې په هرات کې جګړې زور واخیست او امریکایي الوتکو هم سخت بمبار کاوه طالبانو له هرات ښاره د شینډنډ ولسوالۍ خواته عقب نشیني وکړه. یوه ورځ بعد دوی هلمند او په دوهم ورځ کندهار ته راغلل او بیا یې په کندهار کې شل ورځې د امریکایي اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په خلاف په میړانه مقاومت وکړ.

په کندهار کې د وروستي مقاومت په مهال د جګړې قومنده خپل د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد  په غاړه وه، هرې خواته به چې ضرورت و مجاهدین یې لیږل، د شهید ملا جیلاني ملګری حاجي بشیر وایي، په دې  وخت کې موږ پنجوایي او د ښار شاوخوا نورو سیمو ته بیا بیا لاړو تر څو که امریکایان عسکر پیاده کړي نو حمله به پرې وکړو. وروسته د ملاصاحب په امر د معروف او ارغسان خواته ولیږل شوو. د ارغسان لخوا ګل اغا شیرزی د امریکایانو په ملتیا را روان وو. موږ یې مخه ونیوله او څو ځله مو  په جګړو کې تیښتې ته مجبور کړ، خو وروسته ګل اغا د معروف له ولسوالۍ لار چپه کړه اود تخته پل طرف ته لاړ. ملا جیلاني اخند او ملګري یې تر هغې ورځې په معروف کې و چې طالبان د کندهار له ښاره ووتل. له هغه وروسته ملا جیلاني اخند د هلمند په نادعلي کې خپل کور ته ستون شو.

د امریکایي اشغال پر ضد جهاد :

د امریکایي اشغال په لومړي کال ملا جیلاني آخند څه موده د هلمند دمرکز لښکرګاه په بولان سیمه کې د مسجد امامت وکړ، وروسته موسی کلا ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د مشدیانو په سیمه کې د شیخ مولوي محمد لعل صاحب په مدرسه کې دیني درسونه وویل. په دوهم کال نوموړي په نادعلي کې خپل پخواني ملګري طالبان سره راټول کړل او پر دې یې مشوره ورسره وکړه چې څه کوو او د امریکایانو په خلاف جهاد څرنګه پيلوو؟

د نوموړي ملګری حاجي بشیر وایي په دې مجلس کې مو په جهاد توافق راغی، بیا زه او ملا جیلاني لاړو یو موټرسایکل مو رانیو او د واشیر ولسوالۍ په خوا لاړو، د واشیر غرونو ته په دې اراده ورغلو چې د خپل جهادي مرکز او پناه ګاه لپاره په کې ځای پیدا کړو. د واشیر غرونه مو خوښ شول، یو ځای مو د مرکز فعالولو لپاره غوره کړ، بیا مو په همدې غرونو کې مالداران او محلي اوسیدونکي ولیدل، هغوی هم د امریکایي کفري اشغال ضد احساسات درلودل او موږ ته یې د همکارۍ ډاډ راکړ.

له دې وروسته مو همدلته په غرونو کې د لویو ډبرو تر منځ سایه جوړه کړه، همدا مو لومړنی مرکز شو. بیا مو لوښي، خوراک شيان لکه اوړه، غوړي، چای، پلمېټ وغیره په چنده پیدا کړل، څو ملګري مو نور هم راسره کړل او دغه غرنی جهادي مرکز مو فعال کړ.

د امریکایي یرغل په دریم کال چې د لومړنیو انتخاباتو لپاره تیارۍ روانې وې،تر دې وخته زموږ د ملګرو شمیر تر لسو تنو زیات شوی و، خو تر اوسه مو کوم جهادي عملیات نه وو کړي، یوه ورځ په دوو موټرو کې چیرته روان وو چې د هرات په سرک مو د حکومتي موټرو یو کاروان ولید چې ۱۲ موټر و. همدا کاروان مو تعقیب کړ او مخې ته ورسره تېر شو د دلارام په ساحه کې مو ورته کمین ونیو. دا چې له کاروان سره امنیتي کسان ډیر نه و، نو په برید کې د کاروان ټول موټر تخریب او ګڼ شمیر برخوال یې له منځه لاړل.

له دې حملې څه موده وروسته مو یوه شپه د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ په مرکز برید وکړ، ولسوالي مو ونیوله او دښمن ته دروند زیان ورسید. امریکایانو او داخلي ګوډاګیانو په موږ پسې عملیات را وایستل غرونو ته راغلل خو موږ په غرونو کې ځای بدل او ملګري متواري شول. د ملا جیلاني اخند( حاجي هیواد) تر مشرۍ لاندې د مجاهدینو دې ټولي په هماغو لومړیو کلونو کې د واشیر او دلارام په مربوطاتو کې بیا بیا جهادي بریدونه ترسره کړل، د شوراب په ساحه کې یې د دښمن څو پوستې فتحه او غنائم یې ترلاسه کړل. د واشیر په غرونو کې خفیه مرکز چې تر څلورو پورې فعال وو، هغه وخت مجاهدینو پریښود چې په هوارو سیمو او کلیو کې د مجاهدینو حضور علني شو او دښمن له اطرافي علاقو وتښتید.

یو عجیب تصادف:

کله چې د امریکا خلاف جهاد له پیله څو کاله تیر شول، نو دا مهال د شهید حاجي هیواد په غرني مرکز کې د مجاهدینو شمیر هم زیات شوی او لسګونو ته رسیدلی و. حاجي بشیر کیسه کوي چې یوه ورځ طیارې ډیرې ګرځیدې خو هدف یې معلوم نه و، په همدې ورځ ناڅاپه حاجي هیواد وویل چې درځئ د واشیر ولسوالۍ په مرکز حمله وکړو. زموږ له ځایه د واشیر تر مرکزه ۱۲ ساعته پياده لار وه، خو ملګري روان شول او تر ماښامه یې د ولسوالۍ مرکز ته ځانونه نږدې کړل. ماښام مو  په ولسوالۍ حمله وکړه، ګڼ شمیر ګوډاګي عسکر د ولسوال په شمول له منځه لاړل، ولسوالي فتحه شوه او  مجاهدینو ته ډیر غنائم په لاس ورغلل. په سبا خبر شوو چې امریکایانو زموږ په مرکز خورا ستره چاپه وهلې، دروند بمبار یې ورباندې کړی او بیا یي ګڼ شمیر ځانګړي ځواکونه پياده کړي تر څو مرکز محاصره او مجاهدین له منځه یوسي. خو دا چې زموږ ملګري له مرکزه وتلي وو او یوازې دوه تنه مجاهدین مو د پیره دارۍ لپاره پرې ایښي وو، هغو دوو تنو هم په غره کې ځان مخفي کړی و، نو ځکه د امریکایانو دغه لوی عملیات او بمبار مکمل ناکام او موږ ته یې هیڅ زیان ونه رساوه، بل اړخ ته موږ  په همدې شپه په ولسوالۍ کامیاب عملیات ترسره کړل. امریکایان څو شپې همدلته په غرونو کې ول، موږ ته به مالدارانو او شپنو حال راکاوه، کله چې امریکایان لاړل موږ بیرته خپل مرکز فعال کړ.

 د هلمند د ټولو سیمو مجاهد:

هلمند د افغانستان تر ټولو ستر ولایت دی، چې د دې هیواد لسمه برخه اراضي تشکیلوي، دغه ولایت په جهادي لحاظ هم تر ټولو مشهوره او حماسه سازه سیمه ګڼل کیږي. د دې ولایت هره ولسوالي د یوه کوچني ولایت هومره پراختیا لري نو ځکه یې د جهادي معرکو ډګرونه هم خورا پراخ او ګڼ دي. شهید حاجي هیواد د دې ولایت له هغو ډلګۍ مشرانو څخه و چې د هلمند ولایت په ساره او اوږده کې یې په هره ولسوالۍ او مشهوره جهادي سیمه کې په جهادي مبارزه کې ګډون کړی،په ډیرو ولسوالیو کې یي د رسمي جهادي مسؤل په حیث وظائف اجراء کړي او په ځینو سیمو کې یې دلویه تهاجمي عملیاتو لپاره تشکیلات ورکړي او یا یې د مجاهدینو مرستې ته دانګلي دي. دلته غواړو په ډیر اختصار د نوموړي جهادي سفر او د تاریخ جوړونکې مبارزې مسیر ته اشاره وکړو .

د امریکا ضد جهاد د لومړنیو تشکیلاتو په مهال چې کله شهید ملا اختر محمد عثماني صاحب د هلمند والي وټاکل شو، حاجي هیواد یې د واشیر نظامي مسؤل مقرر کړ،څه موده وروسته د نوزاد مسؤل شو، چې په همدې وخت کې د نوزاد له مرکز پرته ډیری اطرافي سیمې د مجاهدینو په واک کې راغلې، وروسته د هلمند مرکزي سیمې، باباجي ته تبدیل شو او بیا ناوې ولسوالۍ ته لاړ، د ناوې پر ولسوالۍ د فاتحانه عملیاتو مشري یې  په غاړه درلوده، خو د ولسوالۍ له فتحې وروسته په ګڼ شمیر امریکایي ځواکونو په ناوه یرغل وکړ، حاجي هیواد له ډیرو نورو مجاهدینو سره محاصره او بیا یې د ریګ خواته ځانونه وایستل. له دې وروسته له خپلو جهادي ملګرو سره د میرمندو سیمې او بیا په هزار جفت ولسوالۍ د برید لپاره له نورو مجاهدینو سره د هلمند جنوب ته لاړ، د  هزار جفت ولسوالي فتحه او شل شپې د مجاهدینو په لاس کې وه، هلته هم امریکایانو سخت هجوم راوړ، مجاهدین محاصره شول او سخت بمبارونه پيل شول.

په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د ګرشک ولسوالۍ مسؤلیت وروسپارل شو، دغه وخت د هلمند دغه مهمه مرکزي ولسوالي د سختو جګړه شاهده وه، ګرشک ته د تګ په لومړۍ شپه په یوه جګړه کې د نوموړي ۱۲ تنه جهادي ملګري شهیدان شول. شهید حاجي هیواد دوه کاله د ګرشک جهادي مسؤلیت وکړ وروسته یې په باباجي، کجکي  او باغران ولسوالیو کې مسؤلیتونه وکړل او په ۲۰۱۰ میلادي کال د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا د هرات ولایت د والي یا جهادي مسؤل په حیث وټاکل شو.

ملاجیلاني آخند د ۲۰۱۲ میلادي کال تر نیمایي پورې د هرات ولایت نظامي مسؤل و، په دې کلونو کې په هرات ولایت کې جهاد ټولو ولسوالیو ته خپور شو،وروسته نوموړی هلمند ته راغی او د مارجې ولسوالۍ د نظامي مسؤلیت وروسته د هلمند د والي مرستیال وټاکل شو. په دې کلونو کې مجاهدینو د هلمند په بیلابیلو سیمو کې د امریکایي قرارګاوو او د اربکیانو او نورو داخلي عسکرو د پوستو د له منځه وړلو پراخ عملیات پيل کړل، حاجي هیواد د موسی کلا، څاروان کلا او ګرشک د مربوطاتو په هغو عملیاتو کې د نورو مجاهدینو ترڅنګ برخه درلوده چې په پایله کې یې دغه ټولې سیمې له دښمن څخه تصفیه  او یو ځل بیا آزادې شوې.

کله چې د فتحو دغه بهیر د نادعلي ولسوالۍ ته ورسید، دغه مهال حاجي هیواد د نادعلي د جهادي مسؤل په حیث وټاکل شو. نادعلي ولسوالي چې دښمن په کې خورا ځواکمن حضور درلود، په لومړي ځل ۱۵۰ تنه مجاهدین د دښمن د پوستو تر منځ د یوې نرۍ لارې نه په استفاده د دښمن منځ ته ورننوتل چې د پنځوس تنو مشري یې د حاجي هیوادپه غاړه وه. دښمن په دوی سخت هجوم راووړ، له هرې خوا بریدونه پیل شول او حتی د دښمن کمانډويي ځواکونه جګړې ته راورسیدل خو دا د حاجي هیواد په شان د باعزمه مجاهدینو استقامت و، چې په میړانه یې د دښمن مقابله وکړه او وروسته ټوله ولسوالي چې لسګونه قرارګاوې او  پوستې پکې وې فتحه شوه.

دنادعلي له ویاړمنې فتحې وروسته نوموړی د باباجي د سیمې نظامي مسؤل شو، په دې سیمه کې د بشران لوی جنګ چې د دښمن سلګونه ځواکونه په کې ختم او ۹۷ تنه یې اسیران شول دغه راز د لښکرګاه لپاره دفاعي کرښه یې له منځه لاړه هم حاجي هیواد په کې د نورو مجاهدینو تر څنګ کلیدي کردار درلود.

د هلمند نظامي قطعاتو د مرستیال په توګه:

په وروستیو کلونو کې چې د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون لخوا په ټولو ولایاتو کې ځانګړي قطعات جوړ شول، له دې جملې په هلمند کې د زرګونو په شمیر آزموده او مجهز مجاهدین په نظامي قطعاتو کې منسجم شول. دغو قطعاتو په جهادي ډګر کې خورا کلیدي نقش اداء کړ، د جنګ په ډګر کې یې دښمن سرکوب او د فتحو لړۍ یې تونده کړه. د شهید حاجي هیواد د جهادي ژوند وروستۍ وظیفه د هلمند جهادي قطعې مرستیالي وه. نوموړي د ژوند وروستي وختونه د هلمند په جنوبي ولسوالیو لکه ناوه، مارجه او ګرمسیر کې په جهادي عملیاتو تېر کړل چې پراخې بریاوې یې درلودې، په دې موده کې د ناوې ولسوالۍ چې اشغالګر او ګوډاګیان په کې د هلمند د بلې هرې سیمې په نسبت ډیر نفوذ لري فتحه شوه. وروسته جنګي کرښه د د ناوې د مرکز او لښکرګاه ترمنځ د عینک په سیمه جوړه شوه. حاجي هیواد ډیر وخت په همدې جهادي کرښه کې اوسیده، ډیرې شپې يې په مورچو او سنګرونو کې تیرولې او مجاهدین یې رهبري کول. دښمن څو ځله په دې جهادي کرښه خورا پراخ هجوم راووړ، خو حاجي هیواد د الله تعالی په نصرت او د سرښندونکو مجاهدینو د قربانۍ په برکت هر ځل په میړانه دفاع وکړه.

له شهادت څه موده وړاندې نوموړی په هزار جفت ولسوالۍ کې په عملیاتو بوخت و چې دښمن د درانه بمبار په بدرګه په ناوه ولسوالۍ پراخ هجوم راوړ او د دې ولسوالۍ مرکز یې یو ځل بیا ونیو.

د اسارت او شهادت واقعه یې:

د شهید حاجي هیواد یو جهادي ملګری ملا سمیع الله اغا وایي: کله چې دښمن د ناوې ولسوالۍ مرکز ونیو، حاجي هیواد له هزار جفت ولسوالۍ څخه راغی او د ناوې د بیا نیولې پلان او عملیاتي طرح یې جوړه کړه. د نوموړي عادت دا وه چې د قومندې په وخت به زیاتره وخت یوازې و یا به هم یو بل ملګری ورسره او په موټر سایکل په ګرځیده. په دې ورځ یې مجاهدین په دوو خواوو تشکیل کړل، د یوې خوا مسؤل یې فرید جانان او د بلې خوا سیف الخالد وټاکل. دا د ۱۴۳۸ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې ۲۵ مه نیټه وه، په همدې شپه د عملیاتو پلان و، د عملیاتو مشر حاجي هیواد د جګړې سیمې ته نږدې د فقیرانو په نوم کلي کې د مجاهدینو یوه اطاق (میشت ځای) ته تللی و چې هلته د مخابرې لوړ انتن لګیدلی و چې ده غوښتل له دې ځایه د تعرض په وخت له ټولو مجاهدینو سره رابطه ونیسي.

په دې اطاق کې د ګوتو په شمیر څو مجاهدین وو، ماخستن نهه بجې شاوخوا امریکایي او داخلي ځواکونو د دریو چورلکو په مټ په همدې ځای چاپه ووهله. حاجي هیوا د دې لپاره چې مجاهدین وارخطا او بې روحیې نه شي، په داسې حال کې چې امریکایانو په ده چاپه وهلې وه، ده د مخابرې له لارې په مجاهدینو غږ وکړ چې څرخکې د جرنامو په سیمه کې د دښمن پوستو او قرارګاوو ته راغلي دي او ده ته کوم مشکل نشته.

خو امریکایانو او داخلیانو د ده په ځای ډزې پیل کړې وې، حاجي هیواد او څوتنو موجودو مجاهدینو ورسره مقابله شروع کړې وه،کمانډویان یې ویشتلي وو، حاجي هیواد له خپل مرکز څخه بهر راوتلی و چې د یوې ویالې په غاړه ددښمن د څرخکو یوه درنه مرمۍ ورته نږدې لګیدلې او سخت ټپي شوی و. نوموړی له زخمي کیدلو سره بې هوښه لویدلی بیا امریکایانو ته په زخمي حالت کې په لاس ورغلی و.

امریکایان تر سبا ماخستن پورې په همدې سیمه کې موجود و، حاجي هیواد یې په کندهار کې د اشغالګرو د قاطع ماموریت په نوم قومندانۍ ته انتقال کړی و، چې د معلوماتو له مخې تر لسو ورځو پورې ژوندی او وروسته شهید شوی. د نوموړي جسد له نیول کیدلو پوره یوه میاشت وروسته د ده کورنۍ ته وسپارل شو او دغه د عزم او میړانې پیکر د ۱۴۳۸ هـق کال د ذولحجې د میاشتې په ۲۹ مه نیټه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده  د سیمې د پلچک په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي له شهادت وروسته د مجاهدینو په غوښتنه او د اسلامي امارت په موافقه د نوموړي ورور حافظ رباني د نوموړي د ډلګۍ مشر وټاکل شو.

د شهید حاجي هیواد د شخصیت په اړه:

شهید حاجي هیواد د بل هر مخلص مجاهد په شان د سترو ښیګڼو او امتیازي صفاتو خاوند و. نږدې ملګري یې د زړورتیا، جرأت، اخلاص، خواخوږۍ او تقوی عجیب حکایات بیانوي چې دلته یې ځینې بیلګې درسره شریکوو:

ــ  د نوموړي ملګری ملا بریالی وایي: غریبانه ژوند یې درلود او په ډيره کمه نفقه یې ګزاره کوله. له بیت المال سره دومره محتاط و چې حتی د خپل شخصي عاجل ضرورت په وخت یې هم د بیت المال په پیسو کې تصرف نه کاوه. یو وخت یې چې په کور کې مریضان درلودل، په داسې حال کې چې د بیت المال تر لس میلیونه زیاتې پیسې ورسره وې خو ده د مریضانو علاج د شخصي پیسو دموندلو تر وخته تأخیر کړی و.

ــ تهجد یې همیشنی عادت و او په ډیر خفیه شکل به یې تهجدکاوه. د سنګر یو ملګری یې کیسه کوي یو وخت چې د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په جګړه بوخت وو، د شپې د پیرې په مهال مې د غنمو په فصل کې د چا د ژړا غږ واورید چې ورغلم ګورم چې د مجاهدینو مشر حاجي هیواد دی، په دعا او عبادت بوخت دی. ویل به یې دا لوی او سخت کار (جهاد) د ورځې په خواستونو نه کامیابیږي باید د شپې خواستونه او دعاء زارۍ هم ورسره کړو.

ــ  په یتیمانو او د شهیدانو په کورنۍ به یې همیشه پوښتنه کوله. خصوصا د اختر په ورځو کې تر خپله وسه به د شهیدانو د کورنیو مبارکۍ ته ورته او که له سیمې به لرې و د ټیلفون له لارې یې ورباندې پوښتنه کوله. د مدارسو جوړول او د شهیدانو د اولادونو سالمه تربیه یې د ژوند یو بل مهم هدف و او په ډير جدیت یي تعقیباوه.

الله تعالی دې یې شهادت، جهاد او ټول خدمتونه قبول کړي. آمین یارب العلمین

 

Related posts