اګست 22, 2019

د ټانګونو ښکارزن شهید عبدالله انګار

د ټانګونو ښکارزن شهید عبدالله انګار

لیکوال: نصیب ځدراڼ

زوکړه:
امریکایان د سرانې کلي ته راغلي وو، کلیوال یې راټول کړل، د امریکایي په یوه لاس کې ډالر و بل کې د یوه ځوان عکس .ترجمان ته یې په انګلیسي ژبه څه خبرې وکړي، ترجمان کلیوالو ته وویل چې امریکایي وایي چې که دا ځوان چا مړ یا ژوندی په لاس راکړو؛ نو یو لک ډالر به انعام ورکوم. دا ځوان څوک و؟ دا عبدالله “انګار” د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ سرانې کلي کنډو سیمه کې زیږیدلی و، د پلار نوم یې “شادم” او په قوم ځدراڼ و، عبدالله د سراني کلي په بورګۍ سیمه کې د قرآن کریم زده کړې پیل کړې او څورالس کلن وو چې قرآن کریم یې حفظ کړ.

د جهاد پیل:
د عبدالله د تره زوی ګل امین کیسه کوي، چې کله به موږ غرو ته په ښکار پسې لاړو، نو یا خو د عبدالله بخت ښه و یا یې د ښکار استعداد او هنر تر موږ زیات و، یو ځل هم داسې نه دي شوي چې دی تش لاس راغلی وي، بلکې تل به یې مارزغان ښکار کړل او کور ته به یې راوړل.موږ او نور همځولي په څو ځله تش لاش کور ته راغلو،د ښکار بخت یې هلته وطنوالو ولید، کله چې امریکایانو زموږ پر هېواد یرغل وکړ، یو طرف پرمختللې ټیکنالوژي او اسلحه وه، بل طرف طالب د کمزورو وسایلو سره میدان ته راوتلی و. د عقل او دنیا په نظر دا مقابله یو طرفه وه؛ خو د طالب سره د ایمان قوت هم و، په کمزورو هڅو یې د ناټو مقابله پیل کړه، یوه هڅه یې د ځمکنیو ماینونو استعمال و،چې خورا درانه ګزارونه یې دښمن ته پرې ورکړل. په دې برخه کې د عبدالله مهارت خورا هېښونکی او بیخې زیات و.
د مقاومت لومړني وختونه وو،مجاهدین د ماینونو د جوړولو او استعمال سره نابلده وو؛خو عبدالله د دې اسلحې په اهمیت پوی و او په ډېر مهارت یې د ځمکنیو ماینونو استعمال پیل کړ. د پکتیا ولایت غونډ خوله، سپی روغه، شبګ تنګ، پښتیاکي، غورلامۍ او سټو کنډو سیمو کې یې د امریکایانو او ملګرو ښکار په دوامداره ډول پیل کړ.

مهمې کارنامې یې:
د پکتیا ګردې څیړۍ ولسوالۍ په “کوه کار” کمپاین کې د “پاول” په نوم یو امریکایې افسر و، په یوه چاپه کې یې د سیمې خلکو ته باټه ویشتې وه او ویلي یې وه، چې زه تر هغو امریکا ته بیرته نه ګرځم چې ترڅو دلته دومره امنیت نه وي راغلی چې د سټو کنډو( شواک ولسوالۍ) نه د “نکې” ولسوالۍ (پکتیکا) ته په داسې حال کې په اس سپور لاړ شم چې اسلحه هم راسره نه وي. “پاول” د سیمې خلکو ته ویلي وو چې که طالبان راغلل نو دا پیغام به ورکړئ چې زه هر وخت د موټرو د کتار تر ټولو اولین موټر کې ناست یم او هر ځای ته چې امریکایان او د ملي اردو عسکر جنګ ته ځي؛ نو تر ټولو مخکې به یې زه وم.

پاول خپل زور استعمال کړ، په ۲۰۰۷ کال کې مجاهدین د “سپي روغه’ سیمه کې امریکایانو ته په کمین کې ناست وو د امریکایانو له طرفه بمبار ورباندي وشو،۷ تنه شهیدان شول، پاول خپله سیمې ته راغی او د امریکایانو او داخلي عسکرو له طرفه د شهیدانو سپکاوی وشو او په سړک باندي یې د ولس تر مخ د شهیدانو جسدونه په موټرو پسې کش کړل، بېګاه ته پر نورو مجاهدینو چې د همدغه بمبار زخمیان یې انتقالول بمبار ورباندي وشو او ۴ تنه مجاهدین دلته هم شهیدان شول. دا د مجاهدینو لپاره یوه لویه ضربه وه، چې د مجاهدینو زړونه یې مات کړل.
د رمضان المبارک میاشت وه،اختر رانږدې و، اکثره مجاهدین خپلو کورونو ته د اختر لپاره لاړل،د عبدالله په زړه کې د انتقام اور بلېده، د شهید قوماندان عبدالمنان احمد نه یې د عملیاتو اجازه واخیسته، هغه مشوره ورکړه چې یو خو د اختر ورځې دي، بل زیات مجاهدین شهیدان شوي؛ نو هسې نه د داسې پیښې سره مخ شو چې زموږ تلفات نور زیات کړي، اختر به تېر شي بیا به منظم عملیات پیل کړو؛ خو عبدالله اجازه ترې واخیسته، د خوست- ګردیز په لویه لار یې ماین خښ کړ او اکثره وخت به د خپل ښکار په لټه کې و،ان د اختر ورځ راورسیده. د اختر په ورځ خلک لمانځه ته روان وو، چې حال راغی څلور امریکایې ټانګونه عملیاتو لپاره را روان دي، عبدالله د خښ شوي ماین سیمې ته ځان ور نږدي کړ، خلک په جوماتونو کې د اختر په لمانځه ولاړ وو،د انفجار دروند غږ وشو،کلي ته حال راغی چې د امریکایانو یو ټانګ د طالبانو له طرفه د خښ کړای شوي ماین ښکار شو او ټوټې یې ډېر تر لري ورسیدې. د اختر په ماښام خبر راغی چې امریکایي افسر “پاول” په دې چاودنه کې وژل شوی. دې زیري د عبدالله او کلیوالو د اختر خوند دوه چنده کړ او پاول د خپل ارمان سره ټوتې ټوتې شو.

د دې پیښې نه وروسته عبدالله امریکایانو ته ډېر مطلوب شو، په کورنۍ یې هم ځمکه تنګه شوه، په یوه کال کې یې اته ځله چاپې ور باندې ووهلې؛ خو په لاس ورنغی، دومره سخت تعقیب یې هم په عملیاتو کې خنډ نشو، که یو طرف به امریکایان د ده لټه کې وو. بل طرف به نوموړی په خپل ښکار پسې ګرځیده، یو ځل یې ډیر په زحمت ماین خښ کړی و، ملګري یې وایې چې دی امریکایانو ته انتظار وو، د داخلي عسکرو څو کاروانونه په خښ کړي ماین تیر شول ؛ خو ده انفجار ورنکړ، کوم جاسوس ولسوالۍ ته حال ورکړو چې عبدالله ماین خښ کړی او انتظار دی چې انفجار ورکړي،د ولسوالۍ نه د اردو عسکر راغلل ماین یې را وایستلو او عبدالله یې تر خپل برید لاندي راوست خو بچ شو، عبدالله حوصله له لاسه ورنکړه. دوې ورځې وروسته یې په عین په همدې ځای کې بیا ماین ورته خښ کړ او د امریکایانو ټانګ یې ورباندي ټوټې ټوټې کړ.په حقیقت کې د مدرسې یوه انجینر د ماین ضد او مرمۍ ضد ټیکنالوژې ناکامه کړي وه.

شهادت :
د عبدالله د عملیاتو شهرت ترڅو ولسوالیو پورې رسیدلی و، دښمن به یې له وهمه ډیر په ویره کې حرکت کولو،کوم مجاهدین یا کلیوال به چې بندیان شول د هر یوه نه به امریکایانو به د عبدالله د فعالیت د سیمو پوښتنه تر کوله،په ۲۰۰۹ کال کې یوه ورځ عبدالله ماین خښ کړی و او د دوو ملګرو سره د “پښتیاکې ” په سیمه کې ښکار ته په انتظار ناست و، په دې وخت کې د ډرون له طرفه برید ورباندي وشو او د یوه بل ملګري سره په شهادت ورسیدی.

د کورنۍ نور شهیدان:

شهید عبدالله د خپلې کورنۍ اولین او آخرنی شهید نه و. د عبدالله نه مخکې د ده نیکه “تامیل” او تره/اکا “رازیم” د روس د یرغل په وخت کې د خپل وطن او دین څخه د دفاع په خاطر شهیدان شول او پلار یې دوه ځله زخمي شو، د تره زوی آدم ګل یې په کابل وزیر اکبر خان کې د امریکایانو په بمبار کې شهید سوی و او د عبدالله د شهادت نه وروسته بل د تره زوی یې چې “دوران” نومېده ظالمانو له خپل کور څخه راویستلو او په شهادت یې ورسولو.
لنډه دا چې دوه ویشت کلن عبدالله په خپل لنډ عمر کې یوه زورور دښمن ته داسې غاښ ماتونکي ګذارونه ورکړل، چې قوت یې ور صفر کړ، په خپل لاس جوړ شویو ماینونو یې تر ۲۵ پنځه ویشتو زیات ټانګونه تخریب کړل او د “پاول” غوندي لسګُونو کبرجنو یرغلګرو ښکرونه یې ور مات کړل ،د شهید عبدالله انګار غوندي ځوانانو د قربانیو برکت دی، چې نن ناټو په ګونډو او ملګري یې افغانانو ته سترګې نه لري.

یقیناً افغانستان د عبدالله په څېر ګمنامو اتلانو د قربانیو پوروړی دی، الله تعالی دي د دوی هغه ارمانونه پوره کړي، د کومو لپاره یې چې ټول عمر په اغزنو لارو مزل وکړ، خپل ارمانونه یې نیمګړي پریښودل او په ځوانۍ کې د ګور میلمانه شول.

Related posts