اپریل 04, 2020

کنړ: سرکاڼو کې ۲ مزدور عسکر قتل، وسله ونیول شوه

کنړ: سرکاڼو کې ۲ مزدور عسکر قتل، وسله ونیول شوه

نن مازدیګر ۳ بجې د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ اړوند، مڼو کنډو سیمه کې مجاهدینو د مزدوري اردو په عسکرو د درازکوف په مټ برید ترسره کړ، چې په نتیجه کې یې ۱ تن مزدور عسکر ځای پر ځای ووژل شو.

 وروسته هغه ګوډاګیان هم د مجاهدینو په ځپونکي کمین کې وختل، چې د مجاهدینو د تعقیب په ارمان راوتلي ول، چې له امله یې ۱ تن مزدور عسکر ووژل شو او M16 ټوپک یې هم د مجاهدینو لاسته ورغی.

شکست خوړلي دښمن له عامو هیواد والو څخه د غچ اخیستو په هڅه کې په سیمه ګڼ توپونه وویشتل او بمبار یې وکړ، خو لله الحمد تر اوسه چاته د زیان خبر ندی ترلاسه شوی.

‏2019‏/1‏/18

Related posts