د بشري حقونو سازمان، اسدالله خالد له بشري حقونو سرغړونې کړي

د بشري حقونو سازمان، اسدالله خالد له بشري حقونو سرغړونې کړي

د بشري حقونو نړيوال سازمان د کابل د اجيري ادارې د دفاع ګوډاګی سرپرست وزیر اسد الله خالد له بشري حقونو په جدي سرغړونو تورن کړی او د هغه د نيولو او محاکمې غوښتنه يې کړې ده.

دې سازمان چې دفتر يې په نيویارک کې دی نن د شنبې په ورځ وویل، اسدالله خالد چې په کندهار کې د مزدورې ادارې نومول شوی والي و، شخصي زندانونه لرل چې خلک يې پکې شکنجه کول او د دندې له پيله يې یوشمېر کسان ورک کړي چې تراوسه يې درک نه دی لګېدلی.

دې سازمان خپل راپور کې ویلي، نوموړي غزني ولایت کې هم خلک ځورولي او شکنجه کړي دي.

راپور کې اسدالله خالد د خلکو د وژنې، ورکونې،  ربړونې او ځورونې تر څنګ پر جنسي ځور هم تورن شوی دی.

نوموړی په غزني او کندهار کې د وحشت او ظلم تر څنګ په اخلاقي فساد کې هم مشهور و.

د بشري حقونو نړیوال سازمان د جرمونو له امله د اسدالله خالد د محاکمې غوښتنه کړې او پر نړیوالو هیوادونو يې په دې اړه د مرستې غږ کړی.

یاد سازمان دې برخه کې زیاته کړې چې  د امريکا متحده ايالات او کاناډا د خپلو قوانینو له مخې کولای شې چې اسدالله خالد دقانون منګولو ته وسپاري او باید په دې اړه لاس په کار شي.

خو سیاسي کارپوهان وايي چې امریکا دغه ډول جنایتکاران د اشغال د مرستې لپاره کاروي او همدا مجرمين د امریکا په مټ د افغانانو پر وړاندې وحشت او جرمونه ترسره کوي.

ياد سازمان له اروپايي ټولنې هم غوښتې چې د کابل د ادارې په ترکيب کې د بشري حقونو د سرغړونکو د شتون له امله پر دې ادارې جدي بنديزونه ولګوي او خپلې مالي مرستې ورسره بندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د بشري حقونو سازمان تر دې وړاندې هم د کابل د ګوډاګۍ ادارې ګڼ شمېر چارواکي له بشري حقونو پر سرغړونې تورن کړي، خو دغه مجرمین نه نیول شوي او نه هم محاکمه شوي، بلکې امریکا يې د افغانانو پر ضد د اشغال په مرسته کې د اوزارو په توګه لا هم کاروي.

احمد ظريف

Related posts