پاریس کې چاودنې ۴ تنه وژلي او ۵۰ نور يې ژوبل کړي

پاریس کې چاودنې ۴ تنه وژلي او ۵۰ نور يې ژوبل کړي

د فرانسې چارواکي وایي، په پلازمېنه پاریس کې د شنبې په ورځ یوې چاودنې ۴ تنه ووژل او ۵۰ نور يې ژوبل کړل.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، چاودنه د پاریس په زړه کې د ګازو له امله په یوه نانوايي کې رامنځ ته شوه.

د اطفائيې چارواکو څرګنده کړې چې د ۱۲ ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزير کريسټوف کاستانر خبريالانو ته وویل، پېښه کې دوه د اطفائيې کارکونکي او دوه تنه ولسي کسان وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړې، د اطفائيې کارکونکو په ودانۍ کې د ګازو د لیک یا خرابوالې پلټنه کوله چې یوه ستره چاودنه رامنځ ته شوه.

تر چاودنې وروسته د اطفائيې ۲۰۰ تنه کارکونکي سیمې ته ورسېدل او د خونديتابه لپاره يې سیمه کلابنده کړه.

چاودنې سیمه کې ویجاړی هم رامنځ ته کړی او څو موټر پکې سوځېدلي دي.

احمد ظريف

Related posts