د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره ۲۵ مه برخه

 د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره ۲۵ مه برخه

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

د کابل د فتوا د علماؤ اخیري خبره !

کابل کې د را ټولو شویو دولتي ملایانو فتوا پر دې ټکي تمامه شوې، چې د افغانستان 99 خلک مسلمانان دي، او په افغانستان کې یو اسلامي دولت شتون لري، د اسلامي دولت پر وړاندي هر رنګه تحرک د اسلام له نظره ناسم کار دی، د جهاد حکم به هم، د دې اسلامي دولت مشر (اشرف غني) ورکوي ، بل یو څوک هم په معاصر وخت کې ( د امریکايې اشغالګرو سره ) د جهاد کولو صلاحیت نه لري، او په افغانستان کې اوسنۍ جګړه ( د اشغال په وړاندي جهاد ) د مسلمانانو په منځ کې ناروا جنګ دی، لهذا د کابل د فتوا د علماؤ په آند په دې جګړه کې که د مقابل لوري (طالبان) سره هر څوک هر رنګه کومک وکړي ، د شریعت له نظره یو ناروا عمل دی .
د فتوا په تیرو ټولو عنواناتو مو په تفصیل سره له معتبرو کتابو نه د د لایلو په رڼا کې بحث وکړ ، د ټول بحث خلاصه دا ده چې یادو ملایانو د افغانستان پر پاک حریم باندي د سرمست امریکايې او کفري اشغال څخه په څنګ تیر شوي ، هغوی په افغانستان کې اتلس کاله د یرغلګرو امریکایانو وحشت ، بمبار ، شپنۍ چاپې ، پر ودونو او جنازو ړانده بمبارونه یو څه هم په سترګو نه وي ، په ګوانتامو ، بګرام او کندهار کې چې له نارینه او ښځينه افغان مسلمانانو څخه بنديخانې ډکي دي ، هغوی ته دا هیڅ نه ښکاري ، مدارس ، مساجد کلي او کورونه مو په وحشت سره بمباريږي ، ماشومان او ښځي مو شهیدانیږي، د هیواد متدین قشر مو تر هرنګه تحدید لاندي دی ، خو یاد علماء د امریکایانو دا وحشت کله هم نه دی یاد کړی، د دې لامل دا هم نه دی، چې ګواکي دوی دا وحشتونه او د امریکایانو بربنډ یرغل نه بيخي ناخبره پاتي شوي ، بلکي الله رب العزت د دا شان علماؤ حال په قرآن کریم کې په ډیر واضح انداز سره بیان کړی او د دې رنګه علماؤ لپاره د الله رب العزت له لوري د ستر عذاب وعده يې هم یو ځای ور سره ذکر کړې چې ارشاد کوي :
{ إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ } [البقرة: 174]
ژباړه : حقیقت دا دی چې کوم خلک چې د الله نازل شوی کتاب ( احکام ) پټه وي او د دې په بدل کې لږ غوندي قیمت اخلي، هغوی خپل نس له اوره پرته په بل یو څه هم نه ډکوي. د قیامت په ورځ الله له هغوی سره خبري هم نه کوي او نه د هغوی تزکیه کوي او د هغوی لپاره دردناک عذاب دی.
د فتوا په محتوا کې یادو علماؤ ډیر کوښښ کړئ چې د شرعي احکامو له مدلولاتو نه خلاف خبره ثابته کړي، هغوی د اصول الفقه د قانون سر سم په ډیرو مواردو کې په ډیر صراحت سره معنوي تحریف کړی چې دا يې د قرآن کریم د حق احکامو په ښکاره پټول دی.
د داسي خلکو په هلکه الله پاک فرمايې :
{إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ } [البقرة: 159]
ژباړه : له شکه پرته هغه خلک چې زموږ نازل شوي روښانه دلایل او هدایت پټوي، سره له دې چې موږ په کتاب کې واضح خلکو ته بیان کړي دي، نو پر داسي خلکو الله هم لعنت وايي او نور لعنت ویونکي هم پر دوی لعنت وايي.
د کابل د فتوا علماء دي یاد ساتي!
چې دا د الله رب العزت وعده ده : {يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ} [المائدة: 54]
ژباړه : اې ایماندارو! که له تاسو څخه یو څوک له خپله دین نه پر شا شي، نو الله به داسي خلک پیداکړي، چې له هغوی سره به دی محبت کوي او هغوی به له ده سره محبت کوي، چې پر مؤمنانو به نرم او پر کافرانو به سخت وي، د الله په لار کې به جهاد کوي او د یو چا د ملامتي څخه به نه ویریږي، دا د الله فضل دی، چا ته چې يې خوښه شي ور په برخه کوي يې او الله د ډيري پراخي او ستر علم لرونکی ذات دی .
زموږ او ستاسو په وړاندي تیر تاریخ هم پروت دی، د الله رب العزت وعدې را ته یادي دي چې حق به تل غالب وي، باطل به بالآخر سر خوري، داسي وخت به راشي، چې نه به دا اشغالګر د افغانستان پر پاکه خاوره پاتي وي او نه به يې په ډالرو پیرل شوي لاس پوڅي دلته بسیا وي.
دې کې هیڅ شک نشته چې الله رب العزت دخپل دین د حفاظت لپاره داسي خلک پیدا کوي، چې هغوی په دې ټوله دنیا کې یوازي له الله سره مینه لري، او الله هم ورسره مینه کوي، او دوی د الله د دین ساتلو، د مظلومو مسلمانانو د ازادۍ د اشغال د ټغر د ټولولو لپاره په حقّه جهاد کوي، که خلک ورته ملامت وايي، یا ناپوه او ترهګر ورته ووايې ، هیڅ باک هم نه ورباندي کوي، [ لا یخافون لومة لائم ] د الله د حکم د تعمیل پر بنسټ د اشغال په وړاندي یې سینې سپر کړي وي.
دا خبره به نوره هم هلته واضحه شي، چې د اشغال ټغر په ټولېدو شي، هلته به بیا دښمن هم په دې اقرار کوي، چې افغانانو امریکا ماته کړه، دا به کله هم ونه وایې : (لکه د کابل د فتوا علماء) چې طالبانو د اشرف غني حکومت مات کړ، بلکي نسبت به يې د هغوی حقیقي بادارانو او اشغالګرو ته کیږي ، هلته به ما به الاشتراک ختم شي، منحل به شي، خبره به سپینه شي .
که فرض کړو چې جهاد د امریکا د تحت الحمایة حکومت د مشر اشرف غني تر امر موقوف وبولو، نو ستاسو څه خیال دی، او کوم عقل دا مني، چې غني به د هغو امریکایانو پر وړاندې د جهاد او مبارزې حکم صادر کړي؛ چې د هغوی د زور او زر په وسیله دی پر ملت مسلط دی، آیا دا ممکنه ده؟ کلا وحشا!
دا خبره ډیره بعیده ده، ولي چې ~کسيکه نان میته، فرمان میته ~.

تیر تاریخ ته په کتو، کله هم اشغالګرو په افغانستان کې د آرام ساه نده اخیستې، په دې خاوره کې دوه ځله فرنګیان مات شول، یو ځل روسان مات شول ، دا دی اوس ان شاء الله تعالی امریکا او ناټو هم د ماتې پر درشل ولاړه ده ، ډیر ژر ده چې داسي وخت به راشی، چې نه به د افغانستان پر فضا د اشغالګرو طیارې وي، نه به بمباروي، نه به د شپې چاپې وي او نه به وحشتونه وي، افغانان د دې خاوري اصلي خاوندان دي ، دا خاوره به د افغانانو په واک کې وي .

وما ذالک علی الله بعزیز

Related posts