هرات : شینډنډکې ۸ ټانګونه تخریب۱۷  مزدورعسکر قتل۶ژوبل ۲ عسکراوګڼ مهمات ونیول شول

هرات : شینډنډکې ۸ ټانګونه تخریب۱۷  مزدورعسکر قتل۶ژوبل ۲ عسکراوګڼ مهمات ونیول شول

د الخندق عملیاتوپه لړکې بیګاه شپه د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اړوند د پشت شهر په سیمه کې بیګاه شپه لس بجې  دزمدرو دښمن په ۲ پوستو داسلامي امارت مجاهدینو وسلوال بریدونه ترسره کړل

بریدونه چې پکې سپکې ، درنې اولیزري وسلې وکارول شوي په پایله کې یې په پوستو کې ددښةن ۴ ټانګونه تخریب  او ۸ تنه مزدورعسکر ځای پرځای قتل ۳ ژوبل او ۲تنه یې ژوندي ونیول شول

په پوسته کې له دښمن څخه یو روسی ثقیل ، یو بل ثقیل ، دوه کارمولي ټوپکونه ، ۶۷۲۰  د ثقیل مرمۍ، ۱۶۰۰ د غټ امرکایي ثقیل او ۵۰۰  دروسي ثقیل مرمۍ  اونورمهمات دمجاهدینولاس ته ورغلي

وروسته په سیمه کې له هغه نورو عسکرو سره هم سخته جګړه ونښته چې سیمي ته دکومک په موخه راروا ؤ

دجګړې په مهال یوټانګ دراکټ په مټ او ۳ نور ټانګونه دخښ کړی شویو ماینونو په مټ ویجاړ شوي او ۵ تنه مزدور پولیس او ۴ تنه کمانډويي عسکر پکې ځای پرځای قتل ۳ ژوبل شول

مجاهدینو ته لله الحمد هیڅ زیان نه دی اوښتی

داپه داسي حال کې چې بیګاه شپه دهمدي ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ مرکزته څیرمه د مروا پر پوسته بیګاه شپه لس بجې وسلوال بریدترسره شو چې په پایله کې یې قومندان یارمحمد او ۶ تنه  پولیس ځای پرځای قتل او ۶ نور ژوبل شول

2019/1/10

 

Related posts