د بادغیس آبکمري ولسوالۍ کې علمي غونډه ترسره شوه

د بادغیس آبکمري ولسوالۍ کې علمي غونډه ترسره شوه

د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې تېره ورځ علمي او جهادي غونډه ترسره شوه چې زیات شمېر خلکو پکې ګډون کړی وو.

غونډه د تعلیم او تربیې، دعوت او ارشاد کميسیونونو او پوځي مشرانو له لورې د بندشر په سیمه کې وشوه، د بند شر او شاوخوا سیمه چې د کلیو شمېر يې ۸۰ ته رسیږي، څو ورځې وړاندې د مجاهدینو له لورې فتحه او د دښمن له کرغېړن وجود څخه پاکه شوه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت پر مسوولینو برسېره د سیمې سپين ږيرو، مخورو، امامانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

خلکو ته د مجاهدینو له لورې د امن او ارام ژوند ډاډ ورکړل شو.

په غونډه کې د ښوونې او روزنې، علم، د جهاد د فضیلت او نورو موضوعاتو پر اړه هر اړخیزې ویناوې وشوې چې د غونډې په پای کې په سیمه کې دوه فقهي مجلسونه ترتیب او د مدرسو د جوړولو ژمنې وشوې.

مجاهدینو خلکو ته په ښوونيزو او نورو پرمختیايي چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او خلکو هم له مجاهدینو سره په دې اړه د مرستې ژمنې وکړې.

Related posts