اپریل 04, 2020

کنړ: سرکاڼو کې د دښمن په ستر مرکز توغندیز برید وشو

کنړ: سرکاڼو کې د دښمن په ستر مرکز توغندیز برید وشو

تېره ورځ مازدیګر ۴نیمي بجې مجاهدینو د کنړ ولایت، سرکاڼو ولسوالۍ اړوند، سرکاڼو سیمه کې د مزدوري اردو په لوی مرکزي غونډ باندې د هاوان په مټ برید ترسره کړ. د راپورونو په اساس مرمۍ  په خپل ټاکلي هدف لګیدلې دي، چې له امله یې مزدور دښمن ته تلفات اوښتي، خو د شمېر په اړه یې لا تر دې دمه کره معلومات ندي ترلاسه شوي.

همدارازماښام ۵ بجې هم مجاهدینو د سرکاڼو په سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته د درازکوف په مټ برید ترسره کړ، چې له امله یې مزدور دښمن ته تلفات واوښتل.

2019/1/9

Related posts