اګست 22, 2019

د مرحوم الحاج مولوي سیدمحمد حقاني رحمه الله  د دریم تلین په یاد!

د مرحوم الحاج مولوي سیدمحمد حقاني رحمه الله  د دریم تلین په یاد!

مولوي عارف 

له نن څخه  درې کاله وړاندې مو په همدې ورځ (۲/۱/۲۰۱۶م) یو سپيڅلی، بادرده او بادرکه مشر او خورا ځيرک انسان الحاج مولوي سیدمحمد حقاني (شریف حاجي صاحب) رحمه الله  له لاسه ورکړ.

الحاج مولوي سید محمد حقاني داسلامي امارت د بشپړ واک په وخت کې  په کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس، په پاکستان  کې د افغانستان لوی سفیر  د امیرالمؤمنین ځانګړی استازی،  په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت معین او بیا دچارو د ادارې د رئيس په حیث دندې اجرا کړی وې.

وروسته له هغه چې امریکايي یرغل وشو الحاج مولوي سید محمد حقاني رحمه الله د اسلامي امارت د تشکیلاتو په چوکاټ کې د فرهنګي کمیسیون د مرستیال په حیث دنده پرمخ وړه.

مرحوم حقاني رحمه الله تر وفات پورې د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون د مرستیال په حیث رسمي دنده درلوده، خو د  ۲۰۱۵م کال په آواخرو کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله لخوا د اسلامي امارت د ټولو ارګانونو د محاسبې او څيړنې لپاره په یوه درې کسیز هئېت کې  په کار وګمارل شو.

د همدې دندې د اجرا په وخت کې  د سفر په حال کې د سږو د ناروغۍ له امله د لنډ وخت لپاره بستر او بیا د ۴۴ کالو په عمر وفات شو. انالله وانا الیه راجعون

مرحوم مولوي سید محمد حقاني رحمه الله خورا ډیر مشفق، حلیم، صابر، متقي، هوښيار او دراک انسان وو.

هغه د ملګرو سره د ملګري په ډول چلند درلود، له مشرانو سره يې د یوه دروند، با تدبیره  او با حوصلې مشر په شان اوسیده او له عامو مسلمانانو سره به يې چلند خورا صمیمانه، دوستانه او له عطوفت او مهربانۍ څخه ډک وو. 

کله به چې له مرحوم حقاني رحمه الله سره څوک مخ کیدل، نو فکر به يې کاوه چې هغه یې ډير پخوانی ملګری او شناخته دی، سره له دې چې دا به يې لومړی ځل لیدل وو، ځکه مرحوم حقاني صاحب د مهر او محبت داسې یو سرشاره هستي وه چې هيڅ غم، تکلیف او ناخواله حالت يې دغه صفت نشوای متأثره کولای.

مرحوم حقاني صاحب تر لاس لاندې پرسونل سره دومره صمیمي او دوستانه اوسیده چې کله به ورسره یوځای شوې، د جلا کیدو زړه به دې ترې نه کیده، تابه غوښتل چې تل ورسره نیږدې او یوځای وای.

کله به چې دې له مولوي سیدمحمد حقاني صاحب سره په ټلیفون تماس کاوه، دومره په حوصله او شفقت سره به درسره غږیده چې تابه د ټلیفون د قطع کیدو زړه نه کیده.

مرحوم حقاني صاحب به چې کله له کوم ملګري سره مخ شو، لومړی ځل به يې تبسم په خوله وو او په خورا مینه به يې روغبړ درسره کاوه، بیابه يې د ټول کور، اهل، کار او ماحول پوښتنه درڅخه کوله.

که به  حقاني صاحب مرحوم یوه خبره سل ځله هم پخوا اوریدلې وه، خوکله به چې تا هغه تکرار خبره بیا ورته کوله، نو د دې لپاره چې تا خفه نه کړي، نزاکت درسره مراعات کړي او لحاظ دې وساتي نو به يې ستادغه تکراري خبره په دومره شوق،  ذوق او  تعجب سره اوریده چې تابه ویل هيڅ خبر شوی نه دی او په لومړي ځل ما خبر کړ.

وروسته به معلومه شوه چې دا خبره حقاني صاحب مرحوم ته بل چا هم کړې ده، او په جریان شوی دی، دلته به نو ته پوه شوې چې مرحوم حاجي صاحب دا زما خبره په دومره تعجب او شوق ځکه واوریده چې زه د کمتري یا پيښیمانۍ احساس ونه کړم او یا خجله نشم.  سبحان الله

 مرحوم حقاني صاحب د خپلو ورسپارل شوو کارونو کلک مراقبت کاوه، په ډير شوق او حوصله سره به يې خپل کار کاوه او د اسلامي امارت له مشرانو، صف او مجاهدینو سره يې خورا ډير اخلاص، مینه او درناوی درلود.

مرحوم مولوي سیدمحمد حقاني رحمه الله په شخصي ژوند کې ډير حیاناکه او دروند شخص وو، هغه تل د بل درناوی کاوه، د بل عزت يې کاوه، د میلمه سره به ډير خوشحاله وو، مینه به يې ورسره کوله او د وقار یوه ټوټه وه.

اوس اګر که الحاج مولوي سید محمد حقاني رحمه الله زموږ په منځ کې نشته،  درې کاله کیږي چې د هغه له شفقت څخه ډک غږ مو نه دی اوریدلی، خو د هغه یاد له ټولو دوستانو، ملګرو، متعلیقنو او  خواخوږو سره تازه دی.

شخصا زه هغه هيڅ نشم هیرولی، په ورځ کې یوځل حتما د هغه یوه کارنامه، یوه خبره، یوه مشوره ، یوه خوش طبعي اویا یوه لارښونه مخې ته راځي او مرحوم حاجي صاحب  رایادوي.

د مرحوم حقاني صاحب له جدايي درې کلونه تیرشول خو موږ فکر کوو چې هغه اوس رانه جدا شوی، نه يې غم زړیږي، نه يې یاد هیريږي اونه يې هم صفات د فراموشۍ وړ دي.

دیوه مسلمان له ټولو څخه ستره نیک بختي داوي چې د وروسته پاتو او دوستانو په نیکۍ سره هیر نشي او تل يې یاد تازه وي.

واقعا مرحوم مولوي سید محمدحقاني رحمه الله همداسې یونیکمرغه انسان دی.

کله چې د دریم  تلین په مناسبت دغه څو کرښې د مرحوم حقاني صاحب په یاد کې لیکم، فکر کوم چې نن يې جنازه دفن شوې او غم یې تازه دی. 

مرحوم حقاني صاحب ته په آخرت کې د الله تعالی لقاء او جنة الفردوس غواړو، بازماندګانو، وروڼو، اولادونو او ټولو دوستانو او متعلقینو ته يې د پيروي او اتباع هیله کوو، که هغوی غواړي چې لکه مرحوم حقاني صاحب غوندې منل شوي او په ټوله معنا با ارزښته انسانان و اوسي نو باید د هغه لاره تعقیب کړي ، د هغه اخلاق او عادات خپل کړي او د هغه د اقرانو او دوستانو سره ملګرتیا او دوستي وپالي. 

اللهم اغفره و ارحمه ولا تعذبه واجعل الجنة النعیم مثواه

Related posts