په ديني تعليمي نصاب کې د معاصرې باطل پېژندنې د مضمون ضرورت (لومړۍ برخه)

په ديني تعليمي نصاب کې د معاصرې باطل پېژندنې د مضمون ضرورت (لومړۍ برخه)

لیکوال: مولوي عبدالهادي مجاهد
د باطل پېژندنې اهميت:
لکه څنګه چې په دين کې حق پېژندنه يو اساسي او مهم هدف دی همدغه ډول باطل پېژندنه هم يو ډېر مهم او اساسي کار او هدف دی، او دا ځکه چې تر څو مسلمانانو خپل دښمنان او د هغوئ باطل عقائد او نظريات نه وي پېژندلي نه د هغوئ په اړه مناسب موقف نيولی شي او نه ورسره مناسب تعامل کولی شي.
اسلامي مفاهیمو ته چې په عمومي ډول وکتل شي نو محوري ټکي ورکې دوه ښکاري، چې یو يې په عقیده او تصور، خُلُق او سلوک، عمل معاملاتو او د ژوند په نورو سیاسي او اجتماعي چارو کې د خیر پېژندل او پر هغه عمل کول دي، او بل يې همدې ټولو مجالاتو کې د شر پېژندل او له څخه د ځان او خلکو لرې ساتل او د هغه په خلاف مبارزه او جهاد کول دي.
اسلام که له يوې خوا خلکو ته د خير د منلو حکم کړی نو له بلې خوا يې له شر څخه د ليرې پاتې کېدلو لپاره وقايوي او علاجي تدابير هم ورښودلي او د همدې مقصد لپاره يې اسلامي نظام مکلف کړی چې په اسلامي ټولنه کې د ولاء او براء عقیده چې له اسلام او مسلمانانو سره د دوستي او له کفر او کفارو بېزاري پرې رامنځته کېږي او د مسلمانانو ديني هويت پرې ساتل کېږي، جهاد چې د کفر او ظلم شر پرې دفع پرې کېږي، د شرعي حدودو تطبيق چې د جرم مخه پرې نيول کېږي، د تعزیراتو حکم چې د هر ډول لوی او واړه باطل او فساد لاره پرې بندېږي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر چې خلک پرې ښو ته تشويقېږي او له بدو پرې ليرې ساتل کېږي رعايت او تطبيق کړي.
د الله تعالی په نزد د شر له منځ وړل او د خير عملي کول دومره ستر ارزښت لري چې د همدې دوو هدفونو لپاره يې ټول انبیاء عليهم السلام رالېږلي دي او کتابونه یې را نازل کړي دي. انبیاوو عليهم السلام هم خپل امتونه پر همدې فکر او عمل باندې روزلي دي.
د دې لپاره چې مسلمانانو ته د اسلام او د کفر لارې او عقائد په راڼه ډول ورمعلوم وي الله تعالی هم په قرآن کريم او رسول الله صلّی الله عليه وسلّم په خپلو مبارکو احاديثو کې له یوې خوا ایمان او د هغه مباحث، تقاضاوې، ضروريات او پر هغو مرتب کېدونکي نتائج بیان کړی دي نو له بلې خوا يې کفرو باطل ډولونه، د هغو د بطلان دلائل، د هغو ضررونه، له مسلمانانو سره د هغوئ د دښمنۍ طریقې او اسالیب هم بیان کړی دي.
الله تعالی هر نبي او هر امت ته د هغوئ د زمانې باطل ورپېژندلی دی. رسول الله صلّی الله عليه وسلم ته هم په قرآن کريم کې د عربو د مشرکينو، یهودو، نصاراوو، مجوسو، صابئينو، دی او نورو کفري ملتونو کفر او د هغوئ باطل استدلالات ورپېژندل شوي دي او د حق په هکله يې د هغوئ د شبهاتو ځواب ورښوولی دی.
الله تعالی په قرآن کريم کې خپل رسول صلّی الله عليه وسلّم او مسلمانانو ته د پخوانيو هغو قومونو د کفر او د هغه د بد انجام په اړه آيات رانازل کړي چې د باطل لاره یې نيولې وه او د انبياوو عليهم السلام په مخالفت کې ولاړ وو. پدې لړ کې الله تعالی د نوح، ابراهیم، موسی، لوط او نورو انبیاوو علیهم السلام د قومونو کفر په تفصیل سره بیان کړی دی. په قرانکریم کې الله تعالی په هر ځای لکه څنګه چې ایمان او د هغه غوښتنې بیان کړې دي، همدارنګه يې کفر او د کفارو باطل دلایل، شبهې، د هغوئ ذهني قناعتونه او هغه کوششونه هم بيان کړي دي چې له اسلام څخه يې د مسلمانانو د وېستلو په مقد په کار اچوي.
د باطل پېژندل ولې ضروري دي؟
د باطل پېژندل ځکه ضروري دي چې د اسلام د راتګ مقصد د الله تعالی بندګۍ ته د خکلو رابلل او د هغوئ په عقيده، اخلاقو، معاملاتو، فکر او تصور کې د اصلاح تحقق او د فساد له منځه وړل دي، او یا په بل عبارت په معروف امر او له منکر څخه منع ده، او (امر بالمعروف) به هغه وخت راځي چې معروف وپېژندل شي، او همدارنګه به له منکر څخه نهي هغه وخت راځي چې (مُنکَر)، د منکر ضررونه او خطرونه او د انکار وجهه يې وپېژندل شي. په معروف باندې امر کول يا د اصلاح تحقق د ين د ايمانياتو جانب دی، او د منکر او فساد په خلاف مبارزه کول په دين کې د باطل پېژندنې او د هغه د له منځه وړلو جانب دی.
نو د دی لپاره حق خلکو ته ورسولی شي او له هغه دفاع وشي د حق پېژندل په کار دي، او د دې لپاره چې له منکر منکر څخه خلک و وېرول شي، له خطر څخه يې وساتل شي، مقابله یې وشي او له منځه ولاړ شي د منکر پېژندل په کار دي چې انبیاوو علیهم السلام هر یوه په خپله زمانه همدا کار کړی دی.
که د قران کریم مفاهيمو ته وګورو نو وينو چې تقریبا نیمايې برخه يې ایمانیات دي، او نوره نیمايې برخه يې د کفر او ګمراهيو د انواعو معرفي، د کفارو د باطلو دلایل بيان، د هغو ردول، او د هغو په خلاف د مقابلې د اساليبو او طریقو اجمالي او تفصيلي بيانول دي.
لکه څنګه چې قرآن کريم رسول الله صلّی الله عليه وسلّم او د هغه مبارکو اصحابانو ته د پخوانيو امتونو او د دوئ د خپلې زمانې د کفر انواع او اشکال ورمعرفي کړل، او همدارنګه تر هغوئ وروسته د هرې زمانې علماوو هم د خپلې زمانې خلکو ته د کفر او باطل انواع او د هغو حکمونه ور پېژندلي دي همدغه ډول زموږ د زمانې د کفر او باطلو عقائدو او نظرياتو پېژندل او په ديني نصاب کې د هغو په اړه معلومات ورځايول همداسې ضروري دي لکه څرنګه چې د رسول الله (صلی الله تعالی علیه وسلم) د زمانی او له هغه د مخکې زمانو د کفر او باطل پېژندل ضروري وو.
د کفر او باطل د پېژندلو په اړه رب العالمین په سورة الأنعام کې آيت نازل کړی چې فرمايي: (وكَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ وَلِتَسْتَبِينَ سَبِيلُ الْمُجْرِمِينَ)الأنعام/ ۵۵.
ژباړه:او همدارنګه تاسی ته دا آیاتونه په تفصیل سره بیانوو د دې لپاره چې د مجرمانو لاره تا ته معلومه شي. ـ-او یا په بل قرائت- د دې لپاره چې د مجرمینو لاره ښه واضحه شي.
په پورتني آيت کې په (کذلک) سره په مخکنيو آيتونو کې پر پيغمبر صلّی الله عليه وسلّم باندې د کفارو بې ځايه اعتراضونو، هغوئ ته د دلايلو بيانولو، د کفارو ګمراهۍ او په تيارو کې اوسېدلو، پر کفارو د عذابونو نازلولو، د هغوئ دزړونو سختوالي، د کفارو له لوري د مسلمانانو سپک ګڼلو، د کفارو مکرونو او له مسلمانانو سره د هغوئ دښمنۍ ته اشاره شوې ده، او بیا وروسته مسلمانانو ته دا ويل شوي چې دا هر څه د دې لپاره بيان شوي چې د مجرمانو لاره وپېژني، ځان ترې وساتي، او له هغوئ سره د مقابلی مناسب تعامل چې کله دعوت، انذار او کله هم د قتال دی وپېژني.
دا آیت په لاندې دوو قراءتونو سره را نقل شوی دی:
اول: د (سبيل) په رفع (پېښ) سره (سبيلُ المجمرمين) چي ّدي قراءت کې په تستبین کې (ت) د تأنيث لپاره ده، ځکه د (سبیل) لفظ سماعي مؤنث دی، نو د آيت معنی به داسې شي (د دی لپاره چې معلومه شي لاره د مجرمینو).
دويم:په دويم قراءت کې (ت) د مفرد مخاطب لپاره د خطاب ضمير دی چې مخاطب يې رسوال الله صلّی الله عليه وسلم دی، نو د آيت معنی به داسې شي(او د دې لپره چې ته د مجرمانو لاره و پېژنې).
په پورتني آيت کې که څه هم چې مخامخ خطاب رسول الله صلّی الله عليه وسلّم ته دی خو د تفسير او اصولو علماء وايي چې کوم خطاب چې نبي علیه السلام ته شوی وي هغه په حقيقت کې ټول امت خطاب وي که د سول الله صلّی الله عليه وسلم لپاره ورکې کوم تخصیص موجود نه وي، نو دا آیت ټول امت ته خطاب کوي چې دا آیتونه ځکه په تفصیل سره درته بیانوو چې تاسې د مجرميونو لاره وپېژنئ او له هغې ځان وساتئ.
د دې دواړو ترجمو حاصل دا دی چې د کفارو او د هغوئ د مکر، کفر، دسایسو او مقاصدو پېژندل د دې لپاره ضروري دي چې له هغو ځان وساتل شي، خلکو ته يې پع اړه پوهاوی ورکړل شي، او مخنيوی او مقابله يې وشي.
د باطل پېژندل په اسلام کې یو اساسي مقصود دی، لکه څرنګه چې د حق پېژندل لازم او ضروري دي همداسې د باطل پېژندنه هم لوی مقصود او ضروري کار دی، او د همدې کار لپاره الله تعالی انبیاء عليهم السلام رالیږلي دي، او دا هدف يوازې په رسولانو او هغوئ په زمانو پورې خاص نه وو، بلکې موږ ته هم را پاتې او تر هغوئ راته ډېر ضروري دی، ځکه چې د کفر او باطل انواع، اشکال او دسیسې اوس له تر هغه وخته هم ډېرې شوې او هم قوي شوې دې.
د کفر د انواعو پېژندل لدې امله هم ضروري دي چې باطل د هر وخت لپاره کوشش کړی چې په اسلام کې رخنه وکړي او خپل کفري عقاید او نظریات اسلام ته په پوښلي شکل راداخل کړي او ناپوه او يا کم علمه خلک ورباندې پوه نشي لکه همدا اوس چې له غرب څخه متأثره سيکولر عناصر کوښښ کوي چې د منځلاري اسلام نامه لاندې غربي افکار اسلام ته ورداخل کړي.
څومره باطلې فرقې چې په اسلام کې را پیدا شوې او د هغو له امله دا امت پر دري اويا ډلو وېشل شوی او يا به وېشل کېږي او له اهل السنة والجماعة پرته نورې ټولې باطلې کڼل کېږي د دې ټولو فرقو سرچينې، ریښې او تاریخي پسمنظر په يوه يا بل ډول په تاريخي لحاظ له کفري عقایدو، او ادیانو او نظرياتو سره وصل کېږي. پدې اړه د جزيرة العرب مشور عالم دکتور عبدالرحمن بن سفر الحوالي چې اوس د آل سعود نظام د حق ويلو په جرم د سختې مريضۍ او سپين ږيريتوب په حالت کې زندان ته ورغورځولی د (أصول الفرق والأدیان والمذاهب الفکریة) په نامه یو ډېر مهم او اساسي کتاب ليکلی دی چې په هغه کې يې اسلام ته د منسوبو ګمراه فرقو ريښې راسپړلې دي چې په انټرنټ کې يې هم پي، ډي، ايف شکل پيدا کېږي.
د باطل ادیانو او مذاهبو تل هڅه کړې چې په اسلام کې رخنه وکړي، تحریف یې کړي، او د خپلو نظرياتو د تأييد لپاره دلائل هم له اسلام څخه وتراشي چې همدا اوس عملا په افغانستان کې کمونستان همدغه کار د اجتماعي عدالت، نشنلستان يې د حب الوطنۍ، غرب پلوي ليبرالان يې د اسلامي ډېموکراسۍ او منځلاري اسلام تر عنوانونو لاندې تر سره کوي.
د باطلو ادیانو او د کفر د معصرو شکلونو او نظرياتو پېژندل له موږ سره پدې کې مرسته کوي چې موږ په اسلام کې د باطلو فرقو له لوري د رخنه کولو مخه ونيسو، او د هغو له لوري د اسلام د تحریفولو له هڅو هم ځان او هم خلک خبر کړو، او هغه پېچلي فلسفي او کفري مفاهیم چې دوئ يې مسلمانانو ته د اسلامي اصطلاحاتو تر پوښښ لاندې د ورتېرولو کوښښ کوي او پر هغو نوي نسلونه روزي وپېژنو.
کله چې زموږ د علماوو او طالبانو ته رامعلوم شي چې کوم نظريات پردي او کفري دي؟ او له کومې کفري سرچينې راګډ شوي دي؟ د کفر وجه او د تکفیر دلائل يې کوم دي؟ او په اړه شرعي حکم، موقف او زموږ تعامل بايد ورسره څه وي؟ نو بيا په ټولنه کې د باطل نه پېژندنې هغه وضعيت نه تکرارېږي چې زما د ابتدایی طالبۍ په وخت کې زما يوه استاذ خپله کیسه راته کوله چې ويل يې: زه د کمونستانو تر راتګ مخکې وخت کې د یو مسجد امام وم او د کلي ځوانان چې ځيني په پوهنتون او ځينې په لیسو کې ول کله به چې کورونو ته راتلل نو بیا به يې مسجد ته یو دوه جريدې هم ځانه سره راوړلې چې د یوې پر تندي (خلق) او د بلې پر تندي به (پرچم) ليکل شوي و او په جومات کې به يې د کلي هلکان ورباندې راټول کړي ول او د هغو د مضامينو په اړه یې ورته تشريحات ورکول. ملا صاحب راته ويل: پدې جريدو کې به د ځينې سياسي څېرو عکسونه چاپ شوي ول، ما يوه ورځ لدوئ پوښتنه وکړه چې دا عکسونه د چا دي؟ دوئ وويل: ویل دوئ د دې وطن اتلان دي. کليوال اطرافي ملا صاحب راته وويل چې زه پدې نه پوهېدم چې کمونيزم څه شی دی او دلته څوک د خپراوي هڅې کوي؟ که زه پوهېدی نو هېڅکله له خپل مسجده دوئ ته د کفر د خپراوي او د ځوانانو د بې لارې کولو اجازه نه وای ورکړې. هغه راته ويل چې کله چې په ښارونو کې ځينې علماوو او اسلامپالو د کمونستانو په خلاف فعاليتونه پيل کړل او د هغوئ په مقابل کې يې عکس العمل وښود نو په اطرافو کې هم د مساجدو امامان او عام خلک د کمونيزم په خطر پوه شول.
په افغانستان کې کمونيزم ځکه په اسانه او پراخ ډول خپور شو چې زموږ د مساجدو د امامانو او د يوې لويې برخې ديني مدرسينو تعامل هم له دين سره ډېر سطحي و او خپل علمي او ديني مصروفيت ته يې د یوه وظیفوي شغل پحيث کتل چې بايد يوازې امامت وکړي او يا هم تر ډېره حده د لغوي او منطقي کتابونو تدريس ته توجه وکړي، نو ځکه خو يې نه د معاصر کفر انواع، اشکال، فلسفې او د هغو فکري ادبیات پېژندل، او نه يې دهغو په خلاف علمي او فکري مبارزه خپله وظيفه ګڼله. هماغه و چې د سلګونو زره مساجدو او امامانو په شتون کې هم په ملت کې د کمونيزم او دېموکراسۍ افکارو خپلې ريښې وغزولې او اول دا ولس د کمونېزم او دا دی اوس د ډېمواسۍ د نظامونو له لاسه بدې ورځې وليدې، او د نوي الحاد یا هیومیزم، نشنلیزم، ليبراليزم، د ښځو د غربي ډوله آزادۍ افکارو زموږ د ولس د ډېرو خلکو په ذهنونو کې ځای ونيو.
دا چې نن زموږ د ولس يوه نسبتا لويه برخه خلک له کفارو سره حساسیت نه لري او د هغوئ لپاره عسکري، ملېشه توب او جګړه کوي علت دا دی چې دوئ د دې زمانې کفر نه پېژني، او له پېژندلو يې تر ډېره حده ځکه عاجز دي چې نننی کفر پداسې پوښلي شکل چې په ظاهرا ځانته د اسلام شکل ورکوي خو دننه کفر دی د خلکو ذهن ته لاره پيداکوي.
د کفر اوسنيو شکلونو له ځينې مسلمانانو داسې خلک جوړ کړي چې وايي مسلمان یم خو د الله د دين حاکمیت نه منم بلکې د کفارو لخوا پرجوړو شويو قوانينو فيصله کووم. مسلمان یم خو له کفارو سره دوستي بده نه ګڼم. مسلمان یم خو د مجاهد وژل مې اساسي وظيفه ده. مسلمان یم خو د کافر ترڅنګ د دریدو لپاره له هغه سره تعهد کوم، فورمه ډکوم، او په خپله خوښه له هغه د دفاع لپاره ورسره قرارداد امضا کووم. مسلمان عسکر یم خو د جنګ قومانده مې د کافر په لاس کې ده، او هدف هم راته هماغه ټاکي خو زه بيا هم ورسره وفادار يم. مسلمان یم خو د ماين کش سپي په شان د کافر په مخ کې ځم چې که په لاره کې کوم ماین وي چې په کافر باندې انفجار ونه کړي بلکې پر ما باندې والوزي!!
په اوسني عصر کې د باطل پېژندنې پېچلتيا:
د کفر د معاصرو انواعو او د هغه د فلسفو او نظریاتو په اړه د مسلمانانو د اوسنيو نسلونو معلومات دومره سطحي او يا د نشت برابر دي چي نه یوازې دا چې د هغو د مقابلې لپاره په دوئ کې همت نه پيدا کوي بلکې د نني کفر د تېر اېستونکو نظرياتو او اصطلاحاتو په جادو کې داسې راګير شي چې په پوره قناعت له کفارو سره کلکه ملګرتیا کوي او د هغوئ په وينا له خپل کتاب، منبر، محراب، ملا، مسجد، جهاد او جبهې سره داسې دښمني کوي لکه ثواب چې ورکې ويني. او د دې لپاره چې د پرديو په عسکرۍ کې قبول او په صف کې يې ومنل شي هغوئ ته عريضې وړاندې کوي، تصدیقونه او واسطې ورته لټوي تر څو د یرغلګرو عسکر شي او بیا د هغوي په قومانده او ټوپک خپل هغه مجاهد ورور ووژني چې له دين او خاورې څخه د دفاع پخاطر د همدې يرغلګرو کفارو مقابلې ته راوتلی وي.
د کفر او ګمراهيو پخوانيو ډولونو ساده شکل درلوده چې هم يې تأثير او خطر کږ وو او هم مسلمانانو په آسانۍ سره پېژاند او مقابله يې هم ورته آسانه وه. د مثال په ډول پخوا نصرانیت کفر یو ساده شکل درلود، یوازی یو څه رهبانیت وو چې په ښار يا کومه ګوښې سيمه کې به د نصرانيت راهبان په کومه کليسا او يا کومه صومعه کې د ګوشه نشينۍ په حالت کې ناست ول او په خپله طریقه به يې خپل عبادت کاوه، خو نن نصرانیت په هغه پخواني ساده شکل کې نه دی پاتې، بلکې نن يې په منظم تنصيري فعاليت او د ملياردونو ډالرو په مصرف دنیا تسخیر کړې ده او د دنیا ګوټ ګوټ ته يې ځان رسولی دی. نن په نړۍ کې یو داسې ښار نه دی پاتې چې هلته نصراني فعالیتونه نه وي رسېدلي.
نن د نصرانيت فعاليت او تأثير دومره هراړخیز شوی چې نه يوازې دا چې نور ملتونه يې متأثر کړي دي بلکې په اسلامي نړۍ کې هم هره خوا خپلې ريښې غزولې دي، ځکه چې دوئ له ټولو موجوده وسایلو لکه انټرنټ، کتاب، میډیا، مرستندويه موسسو، او دسياسيونو په خپلولو کې کې له سياسي رشوتونو او فشارونو او نورو ټولو ممکنه لارو کار اخلي او د خپل فعاليت د توسعې لپاره زمينه سازي کوي. نن يوازې د افغانستان څېر هېواد کې د څلورو زرو په شاوخوا کې نادولتي موسسې کار کوي چې يوه لويه برخه يې له نړيوالو کليساګانو او او تنصيري جهتونو بوديجې ترلاسه کوي.
کله چې رمضان بشردوست په ۱۳۸۲هـ ش کال کې د حامد کرزي په کابينه کې د پلان وزیر وو او په افغانستان کې يې د نادولتي مؤسساتو خپلسري او خطرناک فعاليتونه وليدل نو داسې يې فکر کاوه چې دی ريښتيا هم د پلان وزير دی نو په یوه ورځ يې د ۱۹۳۵موسسو د لغوه کولو اعلان وکړ، خو يوه هفته لا پوره نه وه چې پر حکومت د همدی غربي مؤسسو د فشارونو له امله پخپله له وزارته استعفا ته اړ کړل شو، او دا ځکه چې دده حکومت د همدې غربيانو او د هغوئ د مؤسسو لخوا جوړ شوی وو. په افغانستان کې د موجودو نادولتي موسسو له جملې څخه تر دوو سوو يې مستقیما په غرب کې له کلیسايي ټولونو بودیجه اخلي او دلته د کلیسا او غربي دولتونو مشترکو اهدافو د تحقق لپاره کار کوي.
یهودیت هم پخوا ساده شکل درلود او په عربي جزيره کې به په مدینه منوره کې بنونضیر، بنوقینقاع او بنو قریظه یو څو کلی آباد وو چې اوسېدونکو به يې اکثره په يثرب کې چې وروسته (مدینه منوره) شو په تجارت او یا هم په خیبر کې په بزګرۍ مصروف ول او يا به يې د شام او عراق په ځينې سيمو کې دېته ورته مصروفيت درلود، هغوئ په هغه وخت کې نه يو نړيوال اقتصادي قوت وو او نه يې هم د نن په څېر په ټوله نړۍ کې سياسي، اقتصادي، اعلامي او علمي تفوق درلود، خو نن یهودیت په هغه پخواني ساده شکل نه دی پاتې، بلکې نن يې د دنیا اعلام، اقتصاد، سیاست او د نړيۍ ټول پوځي صنعت په خپل لاس کې نیولی دی او د نړۍ پر حکومتونو يې خپل شرایط اجبارا منلي دي.
لکه څرنګه چې د رسول الله صلّی الله عليه وسلم زمانه کې د یهودیت او هر باطل پېژندل ضروري وو او الله تعالی په هغه زمانه کې مسلمانانو ته د کفر ټول انواع، اشکال او د کفارو مکرونه او دسيسې بیانول چې د دې کار په نتيجه کې مسلمانان پدې پوه شول چې لکه څنګه چې ایمان او د ایمانیاتو پېژندل ضروري دي همداسې د باطل پېژندل هم ضروري دي چې مسلمانان يې وپېژنی او په هغه کې واقع نه شي، ځکه چې که باطل ونه پېژندل شي نو د هغه مقابله به څنګه وشي؟ او له هغه به کرکه او نفرت څنګه وشي؟ او همدارنګه به د هغه له خطر او ضرر څخه خلک څنګه وویرول شي؟ که د باطل کېد او مکر، پلانونه او مقاصد معلوم نه شي نو له هغه به خپل ځان، خپل ولس، حکومت، اخلاق او د ژوند ټول ابعاد څنګه وساتل شي؟ نو د دې ټولو هدفو د تحقق لپاره د باطل پېژندل ضروري دي، او د همدې مقاصدو لپاره الله تعالی په خپلو کتابونو او د هغه انبیاوو علیهم السلام په خپلو رسالتونو کې د هری زمانې کفر بیان کړی دی.
الله تعالی په قرآن کريم کې د انبیاوو او د مؤمنانو د دښمنانو د دښمنيو ډولونه، طريقې، د انبياوو عليهم السلام په خلاف د هغوئ د دښمنيو حکايات او تاريخ او د کفارو د بېلابېلو طائفو لکه د یهودو، نصاراوو،مجوسو، صابئينو او نورو کفري ملتونو د طرقو او عقائدو بطلان د دې لپاره بیان کړی چې په هر وخت کې په مسلمانانو کې د هر ډول کفر او باطل په اړه پوهاوی موجود وي، او که داسې نه وي نو بيا د کوم ضرورت لپاره په قرآن کريم کې د بني اسرائيلو او نورو کفارو اوږدې کيسې بار بار په تفصیل سره بیان شوې دي؟ او د قران کریم دا دومره لويه برخه ولې د دې کفري ملتونو په معرفي کولو او د دوئ د عقائدو په ردولو او باطلولو نیول شوې ده؟( نور بيا)

Related posts