دسمبر 16, 2019

د کابل ادارې سره مذاکرات ولي نشي کیدای…؟!

د کابل ادارې سره مذاکرات ولي نشي کیدای…؟!

د ورځي خبره :

د متحده عربي اماراتو پلازمینه ابوظبۍ کې د افغانستان په استاځولۍ د اسلامي امارت د لوړ رتبه پلاوي او د امریکايي استاځي خلیلزداد ترمنځ دوه ورځنۍ خبري ترسره شوي، چې آساسي اجنډا یې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل او د اشغال کامله خاتمه وه.
همدارنګه په راتلونکي کې له افغانستان نه امریکا او غرب ته د خطر متوجه کیدلو په اړه د امریکا اندیښنې د بحث دویمه اجنډا وه، چې د اسلامي امارت پلاوي یې د ډاډ ورکولو قانع کوونکی دلایل وړاندي کړل.
دا راز د بندیانو خلاصون، د تورلیست ختمول، د دفتري ادرس رسمیت او داسي نور هغه څه ول چې د مذاکراتي بهیر د پرمخ بیولو، د باور رامنځ ته کولو له مبادي وو څخه وګڼل شول. یعني دا کارونه باید امریکا وار له مخه ترسره کړي، ترڅو دا مذاکراتي پروسه په بریالیتوب سره پرمخ یووړلای شي.
په یاده غونډه کې درې هغه هیوادونه د کتونکو په بڼه ګډونوال ول چې تر امریکایی اشغال وړاندي یې د افغانستان اسلامي امارت په رسميت پیژانده. (لکه پاکستان، سعودي او امارات)
خو کله چې غونډه دویمي ورځي ته ورسیده؛ د کابل ادارې هم یو پلاوی اماراتو ته ولیږه چې هلته په یاده غونډه کې په نابللي شکل ګډون وکړي، د اسلامي امارت پلاوي یې له ګډون سره مخالفت وکړ، او د اسلامي امارت هغه موقف یې تکرار کړ چې زموږ مسايل داسي نه دي چې د کابل بې واکه اداره یې د حل کولو وړتیا ولري. له همدې امله دوی ته اجازه نشته چې غونډي ته راشي. او نه موږ غواړو چې ورسره وګورو.
پورتنۍ اجنډا ته په کتو، دا حقیقت دی چې د کابل اداره چونکه پخپله د اشغال زیږنده ده، نو نه د اشغال د ختمولو وړتیا لري او نه دا غواړي چې اشغال دې ختم شي. ځکه چې د دوی د تنفس اکسیجن همدا اشغال دی.
د اشغال د تداوم لپاره خو هغوی د قدرت په لومړۍ ورځ سند لاسلیک کړ، او بهرنیانو ته یې د هر ډول جرائمو د ترسره کولو اجازه ورکړه او په ګډه یې د افغان وژني تعهد ورسره وکړ، چې تر ننه پوري د همغه منحوس تړون نتایج ټول ملت په خپلو سترګو ویني چې له کبله یې د عام ولس ویني د بې قیمته اوبو په شان بهیږي، زلمي خلیلزاد پخپله د غونډي په جریان کې وویل، موږ چې هرچیري بمبار کړی د کابل حکومت په غوښتنه مو کړی.
پاس امریکایی الوتکي لاندي تري افغان ځانګړي مزدوران روان وي، کوردینات ورکوي، شپه او ورځ له بهرنیانو سره یوځای د ولسي خلکو په کورونو کې ور توییږي، ښځي او ماشومان په شهادت رسوي، دا هرڅه تر لمر روښانه دي.
نو دا یو ثابت حقیقت دی چې د کابل ګوډاګۍ اداره د اشغال د ختمولو پرموضوع د خبرو وړتیا نلري.
همداراز د کابل دوه سری حکومت د نورو حاشیوي موضوعاتو لکه تورلیست، او سیاسي دفترونو، په اړه هم هیڅ ډول صلاحیت نلري.
دا ټول هغه موضوعات دي چې مستقیماً له اشغالګرو سره تړاو لري، او هغوی یې د پریکړې واک لري، د کابل ادارې ته پکي اړتیا نشته.
که بیا هم د کابل اداره، له اسلامي امارت سره د تفاهم تلوسه لري، نو لومړی دې سمدستي امنیتي تړون لغوه، او امریکایانو ته دي پورا ځواب ورکړي، په تېر کې چې د اشغال او امنیتي تړون له امله بهرنیانو او داخلي ملګرو یې څومره جنایات ترسره کړي، له ملته دې د هغوی بښنه وغواړي، اسلامي محکمې ته د ملي خاینانو، بشري ناقضینو، او مجرمینو د سپارلو ژمنه دې وکړي، بیا ښایی چې اسلامي امارت له کابل ادارې سره هم د تفاهم په اړه مثبته پریکړه وکړي.

پای …………..!

Related posts