سپتمبر 20, 2019

په کنړ کې د امریکايي وحشت وروستي جزئيات: د ملکي تلفاتو شمیر ۶۵ تنو ته ورسید او د سیمې ۴ کلي په مکمل ډول له خاورو سره خاورې شول

په کنړ کې د امریکايي وحشت وروستي جزئيات: د ملکي تلفاتو شمیر ۶۵ تنو ته ورسید او د سیمې ۴ کلي په مکمل ډول له خاورو سره خاورې شول

امریکايي اشغالګرو او کورنیو مزدورانو يې تیره شپه د کنړ ولایت شیګل ولسوالۍ په چوګام، برغنډو او سوکنو سیمو باندې چاپه ووهله.
د چاپې څخه وروسته يې ټوله سیمه باندې پراخه بمباري وکړه چې لوی بشري ناورين يې رامنځته کړ.
د وروستیو معلوماتواو تازه را رسیدلو جزئياتو له مخې امریکايي عسکرو لسګونه ملکي هیوادوال لومړی له کورونو څخه را ایستلي او شهیدان کړي دي، وروسته يې له ښځو او ماشومانو څخه په ډکو کورونو باندې پراخه بمباري کړې، په نتیجه کې ۶۵ تنه عام اولسي خلک چې اکثره په کې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي دي.
همدا ډول يې د برغنډو او سوکنو څلور کلي په بشپړ ډول ویجاړ کړي او د خلکو هرڅه يې له منځه وړي دي.
اوس هم له خاورو او خځلو څخه د مړو د اجسادو را ایستل روان دي.
دغه بشري جنایت په داسې مهال پيښيږي چې په دا وروستیو کې په ټول هیواد کې د امریکايي چاپو او ړندو بمبارونو له امله خورا ډیر ملکي هیوادوال شهیدان شوي او ځوریدلي دي؛ خو د ملکي تلفاتو په اړه بیلابیل بشري نهادونه، د بشر د حقوقو کاذب مدعیان او د ملګرو ملتو په نامه سازمان په رڼو سترګو ورته ګوري او په اړه يې هيڅ غبرګون هم نه لري.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۷/۴/۱۴۴۰هـ ق
۲۳/۹/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/14م

Related posts