په هلمند کې د مزدورو چارواکو د ادعاوو په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په هلمند کې د مزدورو چارواکو د ادعاوو په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

تیره ورځ د هلمند لپاره د کابل ادارې په اصطلاح والي ادعا کړی چې ګنې په هغه ولایت کې یې د مجاهدینو جنګي ماشین فلج کړی او لاسته راوړنی لري یا يې ډير تلفات اړولي.
موږ د دښمن دغه پروپاګند ردوو، د هلمند ولایت د روان جهاد په اوولس کلنه دوره کې د امریکايي او انګلیسي ځواکونو غړۍ ورماتې کړي، غلامان خو يې هيڅ تاب نشي راوړی.
البته د مشرانو او ځينومجاهدینو شهادتونه هغه څه دي چې د اسلامي امارت مجاهدینو ته کومه نوی خبره نه ده، پخوا هم شهیدان شوي خو جګړه ورسره تیزه شوی، د دښمن په وړاندې مقاومت پیاوړی شوی.
اوس هم سره له دې چې امریکايي اشغالګر ځواکونه د خپلو غلامانو په کلکه حمایه ولاړ دي، د ځمکې او فضا څخه يې په ځينو ځایونو کې عملیات او بزدلانه بمبارۍ پيل کړی، خو هيڅ کومه د پام وړ نتیجه نه ورته لري.
د هلمند پراخه سیمې، ولسوالۍ ګانې، مهم او ستراتيژيک ځایونه د مجاهدینو په ولکه کې دي، مجاهدینو خپل جنګي تکتیکونه په لږ تغیر سره له سره نیولي، هره ورځ او شپه دښمن ته د لسګونو عسکرو تلفات اوړي.
د ورځې له مخې له ځایونو څخه د ښکاره مراکزو مخفي کول یا بل کوم تکتیک استعمالول کله هم د مجاهدینو د جنګي ماشین د فلج کیدو په معنا نه دی، مشران او کشران مجاهدین په متانت سره له سنګرونو څخه دفاع کوي، لا په دښمن هجوم وروړي او تلفات ورته اړوي.
قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۵/۴/۱۴۴۰هـ ق
۲۱/۹/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/12م

Related posts