په یمن کې نوي تحولات او د جنګ ختمېدو هیلې

په یمن کې نوي تحولات او د جنګ ختمېدو هیلې

حسن زوی

د۲۰۱۴م کال راهیسې دیمن پر پلازمېنې قابضو حوثیانو پدې تازه ورځوکې دیوطرفه جنګ بندۍ اعلان کړیدی او ویلي یې دي چې له دې بعد پرسعودي اودعربوپه متحده اماراتوتوغندویې بریدونه نه کوي اونه هم پردولتي ځواکونوحملې کوي .

دا اعلان دملګرو ملګروملتونو دځانګړي استازي مارټن ګرینت دغوښتنې نه پس شویدی .

دحوثیانوددې اعلان نه پس په یمن کې دپیل شوي جنګ دبندېدو امېدونه زیات شویدي ؛هغه جنګ چې تردې دمه یې د۱۰زرو نه زیات انسانان دمرګ سره مخامخ اودیو ملیون نه زیات بې کوره کړل او دملګروملتونو دادارې په وینا یې ولسي وګړي د داسې سترې ولګې اوقحط سره مخامخ کړل چې په تېرې یې یوې پېړۍ کې یې ساری نه لېدل کېږي .

خو ډېری شنونکي پدې اند دي چې د ۲۰۱۴م کال په ستمبرمیاشت کې په یمن کې ددولت پرضد دحوثي ملېشودپاڅون په نتیجه کې  دپیل شوي جنګ اسبابو اومحرکاتوته چې وکتل شي نوپه سمدستي ډول ددې جنګ دودرېدلو خبره لا له وخت نه وړاندې ښکاري. خودحوثیانوخپلمنځي اختلافاتو او پرضدیې  دسعودي وروستیو نظامي پرمختګونوته په پام سره اوس داسې اټکلونه کېږي چې شاید داجنګ نور زیات اوږد نه شي .

هو!حوثیان اوس هاغسې منظم ندي لکه څرنګه چې دجنګ دپیل نه په ورپسې کابو۳ کلونوکې وو؛ اوس دوئ دسختو اختلافاتو ښکار دي اودننه په خپل منځ کې په ۳ برخو ویشل شویدي ؛ دیوې ډلې مشر عبدالملک حوثي کوي ؛ بله دحوثیانو دروحاني پېشوا محمدعبدالعظیم ډله ده اودرېمه ډله دحوثیانودنظامي مشرمهدی المشاط ده  ؛ مهدي المشاط اوس دعبدالملک حوثي سخت مخالف اودده لپاره ستر ګواښ ګڼل کېږي.

پرایران دامریکادبندیزونونه پس ایران ددوئ مرسته بنده کړی چې  له امله یې دحوثیانوله بدن نه روح وتلی دی.

دهمدې داخلي اختلافاتو اودایران له لورې دمرستوبندېدو له امله حوثیانو اوس دمقابلې توان له لاسه ورکړی او دتېرو څومیاشتو راهیسې یې په مقابل کې ددولت ځواکونوداتحادیانوپه مرسته ګڼ پرمختګونه کړیدي .

دحوثیان دانتشار اوضعف روښانه دلیل  ددوئ دوزیرانواونورولوپوړوچارواکو منحرف کېدل اوریاض ته تېښته ده ؛ دحوثیانو دهمدې خپلمنځي اختلافاتو په نتیجه کې ددوئ داطلاعاتو وزیر عبدالسلام جابرپدې ورځوکې دحوثیانوملګرتیا پرېښې او دنومبر په ۱۰ مې نېټې ریاض ته رسېدلی دی؛ هغه په ریاض کې مطبوعاتي کانفرانس ته په خپلې وینا کې وویل چې حوثي ملېشې دسخت خپلمنځي اختلاف ښکاردي اوزور یې ډېر په تېزۍ مخ په ختمېدو دی ؛دحوثیانوزیاتره لوړپوړي چارواکي دجنګ نه تنګ شویدي اوپه نېږدې راتلونکي کې به ددوئ له لیکوراجداشي ؛ښاغلي جابر زیاته کړه چې ایران حوثیانو ته وسلې اونور مهمات ورکوي؛خوباید نړۍ پدې پوه شي چې یمن دعربي نړۍ نه جداکېدونکې برخه ده اوتل به یې برخه وي ؛امریکا،ایران اودنړۍ نور ځواکونه بایدپدې پوه شي چې هیڅکله به عربي نړۍ نه دیمن په جداکولو ونه توانېږي .

 دسیاحت وزیر ناصرباقزقوز هم ریاض ته رسېدلی ؛ له دې وړاندې دحوثیانو دتوغندو دڅانګې مسئول ابومحمد هم منحرف شوی اوسعودي ته په تېښته بریالی شویدی. 

همدا راز دحوثیانو دښوونې او روزنې مرستیال وزیرعبدالله الحامدي هم دحوثیانوله لیکو راجداشویدی ؛حامدي ویلي دي چې حوثي جنګي مشران په زور زدکونکي جنګ ته بوځي چې همدایې ددوئ سره داختلاف  راپیداکېدو  اوداختلاف راپیداکېدونه پس ددوئ نه دخپلې لارې بېلولوسبب شویدی ؛ ده داهم  ویلي دي چې زما په څېر ګڼ نورمشران هم غواړي چې دحوثیانونه خپله لار جدا کړي اوپه مناسب وخت کې خپل پرېکوڼ ښکاره او دامن سیموته ځانونه راوباسي.

اودهمدې اختلافاتو په نتیجه کې تېر کال په دسمبرکې حوثیانو دیمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح سره فریب وکړ اوپه ډېرې بې رحمۍ یې ووژلو حال داچې هغه دحوثیانوله لورې دجوړې شوې ادارې برخه وه او دصالح په نوم دهغه ملېشه به دحوثیانو سره اوږه په اوږه داتحادیانو پر ضد جنګېدله دی.

دیمن ددولت پرضد دشیعه حوثي پاڅونوالودپاڅون نه پس چې ددې هېواد تېر ۳ کلن کورني جنګ اوپدې جنګ کې  دسعوي په مشرۍ کې داتحادي فوځ اودیمن ددولتي ځواکونوپه مقابل کې دحوثیانو کلکې مقابلې ته نظر وشي نو دا خبره ترې ښه جوتېږي چې حوثیانود ټول یمن دقبضې او ددې قبضې نه پس سیمه دخپل نفوذ لاندې راوستلولپاره کلک هوډ لاره خو ددوئ له بده مرغه چې ددغو هیلو او ارمانونودپوره کېدو امکانات یې مخ په کمېدو دي. 

حوثیانوډېرې مهمې سیمې تر خپل کنترول لاندې  راوستې وې چې الحدیده ښار هم یوله همدې مهمو سیموڅخه و ؛داښار دیمن په لویدیځ کې پروت دی چې همدلته دبحراحمرپرغاړه دیمن ستراومشهور سمندري بندر هم دی ؛ همدا سمندري بندریمن دنورې نړۍ سره په سوداګریزو اونوروچاروکې نښلوي ؛ د۲۰۱۴م کال راهيسې دابندر دحوثیانو ترقبضې لاندې و چې له همدې بندر له لارې به ورته له ایران نه وسلې اونور مهمات راتلل خوکابو دوه اوونۍ وړاندې چې دخپلومتحدینوپه ملتیا سعودي او دیمن دولتي ځواکونو پدې ښار حمله وکړه نوزیاتره سیمې یې له حوثیانو نه ونیولې اوداسې ښکاري چې زربه ترې داټول ښارپاک کړي؛ ددې ښار نیول به دحوثیانو ملا ماته کړي اودا به داسې وګڼل شي لکه دحوثیانو درسد لار چې وتړل شوه اوله نیم نه زیات زور یې له منځه ولاړ.

سره له دې چې سعودي اواتحادیانویې دحوثیانو دې اعلان ته ډېر ارزښت ندی ورکړی خو پدې کې شک نشته چې سعودي له دې جنګ نه سخت تنګ شوی او په هر صورت چې وي ودرول یې غواړي . 

داله شکه وتې ده  چې حوثیان اوس دشکست پرلور روان دي خوله دې هم انکارنه شي کېدای چې که پرضد یې ترکلونوله دې زیات زور هم وکارول شي بېخي داسې له منځه وړل یاکمزوري کول یې ناشوني دي چې په راتلونکي کې ترې یمن په کلي ډول پاک اودسعودي دخوښې جوړد منصورعبدالهادي دولت ته ترې متوجې ټول خطرونه له منځه ولاړ شي؛ حوثیان دیمن اوسېدونکي دي ترڅو چې وي اودیمن دولت سره یې جوړ جاړی نه وي شوی دولت ته به یې خطرونه متوجې وي چې سعودي هم پدې ښه پوهېږي.

 داخبره هم له پامه نه شي غورځېدای چې دیمن دجنګ دسعودي دتموخلاف ډېر اوږد شو؛ مصارف یې زخت زیات دي ؛ دومره زیات چې دسعودي اقتصاد ته یې ډېر ستر زیان ور اړولی دی اونور یې روان ساتل کابو دسعودي له توان نه وځي.

داهم مهمه ده چې دخاشقجي دقتل دپېښې نه پس دسعودې نه دلویدیځ حمایت هم داسې په تېزۍ مخ په کمېدو دی چې یوشمېر هېوادونوپر سعودي دوسلو اوجنګي مهماتو دپلورلونه انکار کړیدی چې دادسعودي لپاره دزیات تشویش وړ خبره ده ځکه چې دا جنګ دامریکا اونور لویدیځ نه په اخستل شوو وسلو مخ په وړاندې روان دی .

داهم له پامه نه شي غورځېدای چې دسعودي په هوایې بریدونوکې دولسي وګړو دمرګ ژوبلې له امله سعودي ډېر بدنام اودبشردحقوقودنړیوالواداروله لورې دسختو انتقادونوښکار دی .

نودې ټولوذکرشوو خبروته په پام سره   طبعي ده چې سعودي به ددې جنګ ژر ترژره ودرېدل غواړي چې دسعودي ځني نېږدې دوستو هېوادونو هم همداخبره درک کړې ده نوځکه یې د جنګ پای ته رسولو اوسولې راوستلو لپاره هڅې پیل کړیدي .

 دپاکستان لومړي وزیر عمران خان سعودي ته په خپلو دواړو سفرونوکې دسعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره دیمن د جنګ ودرولوپه اړه خبرې کړیدی او درسنیو سره دخبروپرمهال یې ویلي دي چې دیمن جنګ ودرولوپه باره کې منځکړیتوب ته چمتو دی .

دمحمدبن سلمان سره دجنګ ودرولودخبرو اوبیا پدې اړه دمنځګړیتوب دخواهش ښکاره کولونه پس دیمن دولت هم دجنګ ودرولو په باره کې دپاکستان د رول لوبولوغوښتنه کړیده اوپه پاکستان کې دیمن سفیرپدې هکله دپاکستان دولسمشر اولومړي وزیر دواړو سره لیدلي دي چې لومړي وزیر عمران خان ورته دمنصور عبدالهادی دولت نه دحمایت اودجنګ ودرولو دمنځګریتوب ډاډ هم ورکړیدی. 

دسعودي اویمن ددولت په څېر دجنګ بل اړخ حوثیان اوایران هم دجنګ دودرېدو غوښتونکي دي .

دایران اقتصاد دامریکا دنویو لګول شویو بندیزونو له امله سخت خراب شویدی؛  کرنسي یې ډېره راپرېوتې ده او داشیاءو نرخونه پکې ډېر لوړشويدي نو ورته دحوثیانومرسته اوجنګ یې جاري ساتل اسان کار ندی نوځکه یې پرې خپلې مرستې ودرولې دي.

ایران دحوثیانو دمرستې او دیمن په جنګ کې دمخامخ ښکېلتیا له امله دکابوټولې عربي نړۍ سره ځان په دښمنۍ کې اچولی اوپه نورې اسلامي نړۍ کې هم ورنه مسلمانان له دې امله خوابدي دي چې پدې کار دشیعه اوسني اختلافات اوتعصبات زیاتېږي اونورې اسلامي نړۍ ته هم  دا اور خپرېږي    

؛ ایران اوس تر ډېره حده منزوي شویدی ؛ددې انزوا نه دځان راویستلو لپاره دعربي هېوادونوسره دخپلوروابطودښه کولو کوښښونه کوي چې ددې جنګ د ودرولوهوډ دروابطوپه ښه کولوکې کې مهم رول لوبولی شي . 

 سعودي ته دعمران خان له سفر نه وړاندې اوترې وروسته دایران دباندنیوچارو وزیر اوپه پاکستان کې دایران سفیر دعمران خان سره لیدلي دي ؛  څرګنده ده چې عمران خان به ورته دسولې په اړه پېغام ورکړی وي خو دایران له لورې پدې ا ړه کوم مثبت غبرګون ندی رامخې ته شوی .

پدې موږ ټول پوهېږو چې پدې وخت کې   

 سعودي اوایران دواړه دیوبل ستر حریفان دي ؛ ایران سعودي ته دتاوان رسولویوه موکه هم نه ضایع کوي چې دجنګ په روان ساتلوکې دایران داهدف په ډېرې ښې طریقې پوره کېږي  نوپه اوس وخت کې دیمن جنګ ودرول  دایران مجبوریت یالږ تر لږه اړتیا ده 

دایران ترڅنګ په ښکاره حوثیان هم دجنګ ودرول غواړي چې ددې لپاره یې دیوطرفه جنګ بندۍ اعلان هم کړی لکه په سر کې مو چې ترې یادونه وکړه خودحوثیانوددې اعلان په باره کې ځني وایې چې دوئ دملګروملتونو ددې غوښتنې نه په استفادې خپل ځان له سره منظم کول غواړی ؛دوئ به په وعدې هیڅکله وفاونکړي ؛ وعده خلافي اوبدعهدي دحوثیانوعادت دی ؛ تېر کال په دسمبرکې هغوئ دیمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح سره هم فریب وکړ اوپه ډېرې بې رحمۍ یې ووژلو حال داچې هغه دحوثیانوله لورې دجوړې شوې ادارې برخه وه او دصالح په نوم دهغه ملېشه به دحوثیانو سره اوږه په اوږه داتحادیانو پر ضد جنګېدله .

اوس ددې اعلان نه پس هم دحوثیانو له لورې دخیانت نښې رامخې ته شویدي ؛دیمن داطلاعاتو وزیر معمر الاریابي ویلي دي چې په الحدیده کې حوثیانوپدې ډزبندۍ عمل ندی کړی او اوس هم ددوئ نه دنیول شویو سیمو دبېرته نیولولپاره پردولتي ځواکونوحملې کوي اویو بلاستیکي توغندی یې هم دسعودی خاورې ته توغولی دی .

دیمن دولت له ملګرو ملتونو له ادارې غوښتي و چې پرحوثیانوزور  راولي تر څو دیمن دستونزې دحل په موخه دسویډن په راتلونکې غونډې کې بې له کوم قید اوشرطه ګډون وکړي ؛ حوثیانوپدې غونډې کې دګډون وعده کړی وه خو همدانن مې له رسنیو واورېدل چې حوثي ملېشې پدې کانفرانس کې له ګډون نه انکار وکړ.

نودحوثیانو دا اعلان په حقیقت کې دخپل حیثیت داعادې اودخپل ځان دمنظم کولویوه ناکامه هڅه ده نوځکه ورته اتحادیانوهم توجو نده کړی.

خوخبره دحوثیانو او دمنصور عبد الهادي نده خبره دسعودی او ایران ده ؛ که دترکې اوپاکستان په څېر مهمو اسلامي هېوادونومنځګړیتوب وکړ او ایران اوسعودي او ایران جنګ بندۍ ته ژمنتیا ښکاره کړه داجنګ په اسانه بندېدای او ددې دواړوپه شمول ټوله سیمه دجنګ دتړلوسترو بدبختیو خلاصېدای شي .      

Related posts