دسمبر 13, 2018

پروان : سیاه ګرد کې د پوهنې مسئولینو د کلنیو ازموینو د بهیر څارنه وکړه

پروان : سیاه ګرد کې د پوهنې مسئولینو د کلنیو ازموینو د بهیر څارنه وکړه

له پروان ولایت نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي، چې  د دغه ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند قول خول درې ته د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسؤلین د ښونځيو د کلنیو ازموینو له بهیر نه د څارنې په موخه ورغلي وو، چې  د یادې سیمې د ټولو ښونځیو د کلنیو ازموینو د بهیر څخه په لیدنه برسېره یې د مدارسو او ښوونځیو له مشرانو او استادانو سره هم مشورتي ناسته وکړه.

غونډې ته د وینا پر مهال د تعلیم او تربیې مسؤلینو د ښونځیو د نظارت او د زده کونکو د عصري او دینې زده کړو د پرمختیا او پیاوړتیا په اړه مهمې او مفصلې خبرې وکړې او ګډونوال یې نوي نسل ته د سالم دیني فکر ورکولو، د سیکولرزم، دیمکراسۍ او نورو کفري دسیسو ته متوجه کړل.

د ښونځيو امرینو او سر ښونکو استادانو د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د مسؤلینوڅخه مننه وکړه، له تعلیم او تربیې سره د اسلامي امارت په مینه او کومک یې ډاډ څرګند کړ او خوښې یې وښوده چې د اسلامي امارت تعلیم او تربیې مسؤلین یې وخت په وخت پوښتنه کوي، د حالاتو نه یې خبر اخلي او د ستونزو د پیدا کېدو سره سم یې ستونزې ورته حل کوي.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

2018/12/7

Related posts