دسمبر 13, 2018

بدخشان: د ښونې او روزنې مسؤلینو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

بدخشان: د ښونې او روزنې مسؤلینو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

د بدخشان  ولایت اړوند  جرم،  وردوج او  یمګان  ولسوالیو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون مسؤلینو د دیني  مدارسو، دارالحفاظونو، کلیوالي مدارسو  او ښونځيو  له مسؤلینو سره د تعلیمي چارو د پرمختګ او چټکتیا په  موخه غونډې وکړې.

په دغو غونډو او مجالسو کې  د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې  کمیسیون مسؤلینو تر څنګ د دیني مدارسو، دارالحفاظونو، کلیوالي مدارسو او نورو تعلیمي ادارو مسؤلینو برخه اخیستې.

دغه غونډې چې د یادو ولسوالیو په بیلا بیلو  سیمو کې ترسره شوې د معمول له مخې د قرآنکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د ترتیب له مخې وینا والو بیلا بیلې او هر اړخیزې  خبري کړي دي.

غونډې ته د ښوونې او روزنې مسؤلینو هم په خپل وار ارزښتناکې ویناوې کړي دي او د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د لوایحو او فرامینو د تطبیق او همدا راز په لوړ کیفیت سره د زده کونکو ښونیزي چارې پر مخ بیولو سپارښتنې شوې دې.

2018/12/7

Related posts