دسمبر 13, 2018

اروزګان کې پر اجیرو عسکرو د امریکا په بمبار کې ګڼ عسکر وژل شوي

اروزګان کې پر اجیرو عسکرو د امریکا په بمبار کې ګڼ عسکر وژل شوي

بهرنیو الوتکو د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د اجيرې اردو پر یوه کېمپ بمبار کړی او لسګونو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

نن سهار د اسلامي امارت مجاهدینو د چنارتو ولسوالۍ پر مرکز پراخ برید وکړ چې یوشمېر عسکر پکې ټپیان او ووژل شول، وروسته امریکايي الوتکې راغلې او سیمه یې تر بمبار لاندې ونيوله.

د راپورونو له مخې، الوتکو د ولسوالۍ له کمربند څخه شاته د اجیرې اردو پر یوه کېمپ او هغو عسکرو هوايي بریدونه وکړل چې د جګړې لیکي ته يې اکمالات رسول.

د مزدوري ادارې چارواکي مني چې په دې بمبار کې ۷ تنه مزدور عسکر وژل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.

په وژل شویو کې ۴ تنه کمانډو عسکر هم شامل دي.

خو ځینې سرچینې وايي، بمبار ډېر شدید و او  لسګونه عسکر پکې ټپیان او وژل شوي دي.

تر دې وړاندې هم څو ځله بهرنیو ځواکونو پر خپلو مزدورو عسکرو بمبارونه کړي او لسګونه يې ترې وژلي دي.

احمد ظريف

Related posts