دسمبر 13, 2018

هرات: شنډنډ کې په قرارګاه برید ۱۴ګوډاګیان مړه، ۲۳ ژوندې نیول شوي دي

هرات:  شنډنډ کې په قرارګاه برید ۱۴ګوډاګیان مړه، ۲۳ ژوندې نیول شوي دي

په مزدور دښمن دبریدونو په لړ کې تېره شپه ۱۰ بجې د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ کې  د چشمې پر قرارګاه مجاهدینو برید وکړ. له سیمې دتر لاسه شوو خبرونو په استناد دغه برید کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي چې په ترڅ کې یې ۱۴ تنه مزدور عسکر وژل شوي او ۲۳ تنه ژوندي نیول شوي دي. معلومات ښيي چې په نیول شوو کې ټپیان هم شامل دي او دا مهال یې د درملنې چاره روانه ده.

په دې بر سېره ۴۰ میله وسلې او په زیاته اندازه مرمۍ، چې تقریبا ۵۱۲۸۰ دجلسې مرمۍ، ۱۰۰۰۰ د غټ ثقیل مرمۍ او ۶۱ د کوچني هاوان مرمۍ پکې شاملې دي د مجاهدینو لاسته ورغلې دي.

2018/12/7

Related posts