دسمبر 13, 2018

فاریاب : قیصار ولسوالۍ کې د ۹  دارالحفاظونود شاګردانو تر منځ  سیالۍ تر سره شوه

فاریاب : قیصار ولسوالۍ کې د ۹  دارالحفاظونود شاګردانو تر منځ  سیالۍ تر سره شوه

پرون  سهار ۹ بجې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي د شاخ  په مرکزي  جامع جومات کې  ددې ولایت  د اسلامي امارت دتعلیم اوتربیې دولایتي اوسیمه یزو مسئولینو په هڅونه او نظارت لاندې د ۹ بابه دارالحفاظونو د شاګردانو تر منځ د حفظ، تجوید او قرائت سیالۍ تر سره شوې.

هغه غونډه چې په همدي مناسبت جوړه شوي وه پکې د سیمې مخورو ، علماؤ او د تعلیم او تربیې ولایتي او سیمییزو مسؤلینو، ولسوال اودهغه مرستیال،دمدرسو طالبانواومینه والو ګډون کړی وو.

د مسابقې په دغو تشویقې سیالیو کې  حافظ نصرت الله د مولوي عبدالاحد   زوی  د دارالحفظ شهید عبدالصمد زده کوونکی د (  ۷۲) نمبروپه اخیستلوسره لومړی مقام،  حافظ ادریس د مولوي ضیاءالدین زو ی د دارالحفظ حضرت عثمان رضی الله عنه  زده کوونکی د(۶۸)نمبرو په اخیستلوسره دوهم مقام، حافظ فهیم دحاجي عبدالرحیم زوی ددارالحفظ حضرت علي رضی الله عنه زده کوونکی د(۶۴) نمبروپه اخیستلوسره دریم مقام ترلاسه کړ، چې دتعلیمي مسؤلینوله خوا مناسبې جائزې ورته ورکړل شوې.

غونډه تر ماپشین پوري روانه وه او په پای کې د  اول، دوهم او دریم نمبر حافظان په تحسین نامو او انعاماتو ونازول شول.

غونډه د غرمې ۱۲ نیمو بجو دعائیې په غوښتلو  سره   پای  ته ورسیده.

۲۰۱۸/۶/۱۲

Related posts