دسمبر 13, 2018

دامام ابویوسف (رحمه الله)  دارالایتام  زده کونکو ترمنځ تقریري سيالۍ ترسره شوې

دامام ابویوسف (رحمه الله)  دارالایتام  زده کونکو ترمنځ تقریري سيالۍ ترسره شوې

د امام ابویوسف رحمه الله تعالی دارالأیتام د شاګردانو تر منځ  دعلم داهمیت پرموضوع تشویقي  تقریري سیالي ترسره شوه.

په دې دارالایتام کې ټول (۱۵۰) شاګردان، له ابتدائيې  څخه تر څلورمې درجې په زده کړو بوخت دي. سیالیو ته دغه پروګرام  د دې مدرسې د ادارې له خوا په خورا منظم ډول ترتیب شوی و.

په دې ناسته کې د مدرسې له استاذانو او شاګردانو سربیره د تعلیم او تربیې کمیسیون ځینې غړو  او د سیمې علماء کرامو هم ګډون درلود.

دغه تقریري مسابقه چې د غوڼډې په ترڅ کې ترسره شوه د ماښام  په(۶) بجو پیل او د ماخوستن په (۱۰) نیمو بجو پای ته ورسیده.

د تقریرونو د ارزونې لپاره  د یادې ادارې د مسؤلینو له لوري  د جیدو علماء کرامو درې  کسیز هیئت ټاکل شوی و چې په پایله کې یې د لوړیو نمرو ګټونکي انتخاب او اعلان کړل.

د راپور له مخې شاه ولي الله د محمد طاهر زوی د څلورمې درجې زده کوونکی د  ۸۶ نمبرو په اخیستلوسره لومړی مقام، روح الله دعزیزالله زوی د دریمې درجي زده کوونکی د ۸۰ نمبروپه اخیستلو سره دوهم مقام، محمدالهام د غلام معروف زوی د د دویمې درجې زده کوونکی د ۷۱ نمبروپه اخیستلوسره دریم مقام ترلاسه کړ، چې مناسبې جائزې ورته ورکړل شوې.

غونډه چې د همدې دارالایتام د یو تن زده کونکي په اواز د قران کریم د مبارکو ایتو په تلاوت سره پیل شوې وه وروسته د دعايې په غوښتلو سره پای ته ورسیدله.

2018/12/07

Related posts