دسمبر 13, 2018

میدان وردګ: چک کې د ضربتي ګوډاګیانو ۲ ټانکونه ویجاړ، عسکروته مرګ ژوبله واوښتله

میدان وردګ: چک کې د ضربتي ګوډاګیانو ۲ ټانکونه ویجاړ، عسکروته مرګ ژوبله واوښتله

تیرہ شپه بجه د میدان وردګ ولایت، چک ولسوالۍ اړوند گلدان په  سیمه کې د مزدوري اردو پرپوسته وسلوال برید وشو. همداراز  د ګوډاګي  دشمن پرکومکې  عسکرو هم برید شوی چې پکې د ضربتیانو په نوم د شریرو ګوډاګیانو ۲ ټانکونه د ماین چاودني او راکیټي بریدونو په ترڅ کې تخریب کړل شوي، او پکې سپرو ګوډاګیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې لا تر اوسه د دواړو پېښو د تلفاتو په اړه دقیق معلومات ندي ترلاسه شوي.

 ترپیشې وروسته دشمن وارخطا دښمن پرنژدې کورو ډزې کړې او څوک چې هم په لاس ورغلي نو سخت یې شکنجه کړي دي.

2018/12/7

Related posts