دسمبر 13, 2018

غزنی: خوګیاڼیو کې د دښمن چاپه دښمن ته په درنو تلفاتو پای ته ورسېده

غزنی: خوګیاڼیو کې د دښمن چاپه دښمن ته په درنو تلفاتو پای ته ورسېده

د سی شنبې په شپه۱۰بجی د غزني ولایت، خوګیاڼیوولسوالۍ په چهارکلا، کډي، ملا کلا، ولي کلا اوګاجه خیلو کلیوباندې وحشي اشغالګرو او کرایه شوو قاتلانو یې وحشیانه چاپه وهلې .

د معلوماتو له مخې ۳ ورځې کېږي چې ولي کلا او ګاجه خیل د اشغالګرو د چاپې یرغمل دي، او د دغه بربریت پر مهال یو کور په بمونو وران کړل شوی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه په شهادت رسول شوي او یوه بله ښځه او ماشوم یې ژوبل دي.

پرون ۱۱ بجې مجاهدینو د ګډ دښمن په عسکرو بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې ۲ کمانډویي ګوډاګیان قتل او د یو امریکایي اشغالګر په ګډون۲ نور ژوبل شول.

د معلوماتو له مخې سیمې ته  د وژل شوو او ژوبلو ګوډاګیانو د انتقال په موخه د دښمن امبولانس چورلکې راغلې دي.

چاپه تېره ورځ ګډ دښمن ته په درنو ځاني او مالي تلفاتو سره پای ته ورسېده او اوس مهال ژوند عادیت ته راګرزېدلی.

2018/12/6

Related posts