دسمبر 16, 2018

سرپل  کې دسیرة النبي (صلی الله علیه وسلم )  په مناسبت یوه شانداره علمي مسابقه ترسره شوه

سرپل  کې دسیرة النبي (صلی الله علیه وسلم )  په مناسبت یوه شانداره علمي مسابقه ترسره شوه

دسرپل ولایت د مرکز اړوند دبلغلي  سیمي  په جامعه نورالمدارس کې  ددیني مدرسو او دابراهیم بن ادهم  لېسي  زدکونکوترمابین شانداره  علمي مسابقه / سیالۍ ترسره شوي

یاده سیالۍ دجامعه نور المدارس په مسجد کې  ترسره شوه چې سلګونو تنو هیوادوالو ، لکه علماؤ ، ددیني مدارسو او عصري زدکړو دمکاتبو دشاګردانو، قومي مخورو  او عامه مسلمانانو ګډون کړی ؤ

یاده سیالۍ د ربیع الأول دمیاشتي د ۲۷ نېټي  دماسخوتن له لمانځه وروسته پیل شوه چې تر ډېره یې دوام وکړ

په  دې سیالیو کې ۱۰۰ تنه مقررینو نوم لیکنه کړي وه چې ټولو په خپل نوبت  دموضوع  اړوند په زړه پوري ویناوي واورولي

دسیالیوپه پای کې دجامعه نورالمدارس د حضرت معاذ بن جبل  ګروپ شاګردانو  لکه : عبدالهادي ولد  حفیظ الله ، عبدالبصیرولدعبدالستار، عبدالمعیدولد ملااحمد ،او د ابراهیم بن ادهم  دلیسي زدکونکي : حبیب الله  د محمد ایوب زوی ، سهراب دعبدالسلام زوی، کفایت الله  د عبدالخبیر زوی، او د امیرعلي شیر نوایي له پوهنتون  نه  محمدعاصم  د نورالهدی زوی ، حبیب الله دحاجي محمد زوی ، عبدالله  د حبیب الله  زوی ، اوپه عامه خلکو کې حاجي محمد قل ، حاجي نجیب الله  اوحاجي یارمحمد په  اول ، دوهم اودرېیم نمبرونو بریالي شول

د اول ، دوهم او درېیم مقام ګټونکو مقررینوته داسلامي امارت د سرپل ولایت دمرکز مسؤول ( عبدالرحمن ) له لوري تقدیرشول اویوه اندازه  انعامونه ورکړی شول

سیالۍ دشپې ناوخته دجامعې نورالمدارس د محترم مهتمم مولوي نعمت الله حنفي صاحب په دعائیي لوستلوسره پای ته ورسید.

2018/12/6

Related posts