دسمبر 16, 2018

هلمند: لشکرګاه،نادعلي اوګرشک کې دمزدوردښمن ۱۸  عسکرمړه اوژوبل یوه شوبله اورینجر یې ویجاړشوي

هلمند: لشکرګاه،نادعلي اوګرشک کې دمزدوردښمن ۱۸  عسکرمړه اوژوبل یوه شوبله اورینجر یې ویجاړشوي

پرون هم ټوله ورځ دهلمند ولایت دمرکزلشکرګاه د څلورمي حوزې دباباجي ، دنادعلي ولسوالۍ دلوی مانده ، اود ګرشک ولسوالۍ دسپین مسجد په سیموکې  دمزدورو کمانډويي عسکر، پولیس اواربکیانوسره چې دیرغلګرو په هوایي ملاتړ سیموته دعملیاتو په موخه راوتلي ؤ دمجاهدینو له لوري  بریدونه ترسره شول

په دې بریدونوکې دلوی مانده په سیمه کې  دمزدوردښمن ۶ تنه  په مخامخ بریدونوکې  وویشتل شول او یوه شوبله یې دخښ کړی شوي ماین ښکارشوه چې پکې  مزدور قومندان (جاوید ) او ۳ نور مزدورعسکر ځای پرځای ووژل شول

همداراز دګرشک ولسوالۍ د سپین مسجد په سیمه کې  دمزدوردښمن ۸ تنه عسکر په مخامخ بریدونوکې ویشتل شوي اویورینجرموټریې دخښ کړی شوي ماین په مټ ویجاړ اوپکې سپاره مزدورو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي

دبریدونو په مهال ۴ تنه مجاهدین هم زخمیان او ۳ تنه دشهادت لوړمقام ته رسیدلي ، تقبلهم الله تعالی

په سیموکې نن هم له  دښمن سره نښتي ترسره شوي چې جزئیات به یې وروسته خپاره شي

2018/12/6

Related posts