دسمبر 16, 2018

د ايټالیا تېلو پمپ کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ايټالیا تېلو پمپ کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ايټالیا پلازمېنې روم ته نژدې د تېلو يوه پمپ کې چاودنې لږترلږه ۲ کسان وژلي او ۱۳ نور یې ژوبل کړي دي.

د اطفائيې ادارې پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چاودنه سالاریا سیمه کې رامنځ ته شوې چې په وژل شویو کې یو تن د اطفائيې کارکونکی هم شامل دی.

سیمه ييزې رسنۍ وايي، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله د تېلو ټانکر د پمپ په ذخیره کې تېل اچول.

تر چاودنې وروسته پمپ کې ستر اور بل شو چې غلي کولو يې څو ساعته وخت ونیو.

احمد ظريف

Related posts