دسمبر 16, 2018

د جاپان سواحلو ته څېرمه د امريکا د پوځ دوه الوتکي جنګېدلي

د جاپان سواحلو ته څېرمه د امريکا د پوځ دوه الوتکي جنګېدلي

د جاپان سواحلو ته نژدې د امريکا د سمندري ځواکونو دوه الوتکې په هوا کې جنګېدلي او دواړه نسکوري شوي، په دواړو الوتکو کې ۷ تنه سپاره وو چې تراوسه ورک دي.

امریکايي چارواکو ویلي، کېدلی شي الوتکې په هوا کې د تېلو ورکولو پر مهال ټکر شوي وي.

روئيټر اژانس له یوه امریکايي چارواکي څخه د نوم د نه ښودو په شرط راپور ورکړی چې پېښه د ايف اې ۱۸ ډوله جنګي الوتکې او د ايس ۱۳۰ ډوله ټانکر الوتکې ترمنځ چې نورو الوتکو ته په هوا کې تېل ورکوي، د ټکر له امله رامنځ ته شوه.

دواړه الوتکې سمندر کې لويدلي او د موندلو لپاره یې د جاپان او امریکا سمندري ځواکونو عملیات پيل کړي دي.

د امریکايي رسنیو له راپورونو سره سم، په ايف ۱۸ ډوله الوتکه کې دوه تنه او په ايس ۱۳۰ الوتکه کې ۵ کسان سپاره وو.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي، دواړه الوتکې د جاپان له ايواکاني هوايي اډې څخه پورته شوې چې وروسته دا پېښه رامنځ ته شوه.

تراوسه د پيښي د لامل په اړه هیڅ  نه دي ویل شوي.

احمد ظريف

Related posts