دسمبر 16, 2018

په غزني کې مجاهدینو ته د تلفاتو اړولو ادعاوې حقیقت نه لري

په غزني کې مجاهدینو ته د تلفاتو اړولو ادعاوې حقیقت نه لري

د کابل ادارې د دفاع وزارت رسنیو ته ویلي چې ګنې په غزني ولایت کې د دوی په وړاندې عملیات کم شوي او ګواکې د دښمن په عملیاتو او بمبارونو کې ۶۰ تنه مجاهدین شهیدان شوي چې ۴۰ په کې پاکستانیان دي!!؟
موږ د مزدور دښمن دغه پوچ پروپاګند په کلکه ردوو.
لومړی: دښمن دومره توان او وړتیا نه لري چې دومره تعداد مجاهدین شهیدان کړل شي.
دوهم: په غزني کې د پاکستاني اتباعو د شتون غلط او کاذب معلومات یواځې هغه څه دي چې ممکن د دفاع وزارت عقل يې ومنلی شي نور هيچاته هم د منلو نه دي اونه هم کوم لاسوند وجود لري.
دریم: د غزني مرکز، جاغوري، مالستان، شلګر، ګیلان او نورو سیمو کې په دښمن باندې داسې عملیات ترسره شول چې د ټول عمر لپاره به يې یاد وي، په هغو علمیاتو کې له سلو ډير د دښمن عسکر او پولیس ووژل شول، چې امریکايي اشغالګر هم په کې وو او ډير نور ژوندي نیول شوي دي.
څلورم: د دښمن لخوا په ناوه، دهیک، ګیلان او شلګر کې په ملکي خلکو، بازار، مدرسه او عامه ځایونو چاپې ووهل شوې چې صرف اولسي خلکوته يې زیان اړولی، د خلکو شخصي مالونه يې چور کړي، کورونه، دوکانونه او مدرسه يې ویجاړ کړي د ښځو او ماشومانو په ګډون يې له شلو ډیر اولسي خلک شهیدان کړي او یا له ځانه سره بیولي دي.
د عامو خلکو په وړاندې جنایات او وحشت کول نه کوم افتخار ده اونه هم کومه لاسته راوړنه، بلکې که ضمیر موجود وي، د امریکايي ګټو د تحقق لپاره پخپل اولس ظلم، د خپلو خلکوکورونه او مدارس امریکایانوته ور په نښه کول او د خپلو هیوادوالو جاسوسي کول له ټولو څخه لوی شرم او خجالت دی.
اشغالګر او مزدور دښمن له مجاهدینو سره د مخامخ جګړې روحیه او تاب نه لري، د خپلو ماتو او تلفاتو کسات له عام اولس څخه اخلي او هڅه کوي چې د ښځو او ماشومانو شهیدانول د مجاهدینو په نامه په رسنیو کې خپاره کړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۸/۳/‍۱۴۴۰هـ ق
۱۵/۹/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/6م

Related posts