دسمبر 16, 2018

پروان: سیاه ګرد کې د پوهني مسؤلینو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

پروان: سیاه ګرد کې د پوهني مسؤلینو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

د پروان ولایت،  سیاه ګرد ولسوالۍ د تعلیم او تربیې کمیسیون مسؤلینو د دیني مدارسو، دارالحفاظونو، کلیوالي مدارسو او ښونځيو له مسؤلینو سره د تعلیمي چارو د پرمختګ او چټکتیا په موخه د غونډو او لیدو کتو تر څنګ د ښونځیو د ازموینې له بهیر څخه څارنه کړې .

د یادې ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مسؤلینو د وازغر، قمچاق، دشتک او دره تنګ دسیمو د دیني مدارسو، دارالحفاظونو، کلیوالي مدارسو او نورو تعلیمي ادارو مسؤلینو او کار کوونکو ته د ښونې او روزنې په اړه مشورې  ورکړې او د معارف په برخه کې یې په موجوده خنډونو او ستونزو باندې بحثونه کړي تر څو يې د حل لپاره لازم تصامیم ونیسي.

په غونډو او مجالسو کې د ترتیب له مخې وینا والو بیلا بیلې او هر اړخیزې وینا ګانې وکړې او د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د لوایحو او فرامینو د تطبیق او همدا راز په لوړ کیفیت سره د زده کونکو ښونیزې چارې پر مخ بیولو اړوند یې سپارښتنې سپارښتنې وکړې.

2018/12/6

Related posts