دسمبر 16, 2018

بلخ : چاهي کې د مدرسو او ښوونځيو د زده کونکو ترمنځ د تقریر رقابتي سیالۍ ترسره شوې

بلخ : چاهي کې د مدرسو او ښوونځيو د زده کونکو ترمنځ د تقریر رقابتي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ  ولایت د تعلیم او تربیې سیمه ایزو مسؤلینو په ابتکار د چاهي او شورتیپې ولسواليو د ۱۷ مدارسو او۲۰ مکاتبو  د زده کونکو تر منځ د (سیرت النبي صلی الله علیه وسلم) په موضوع شانداره تقریري سیالۍ ترسره شوه.

د مدرسو د طالب العلمانو لپاره د دریمې درجې معیار ټاکلی شوی و او د ښوونځیو زده کونکو لپاره د اووم ۷ ټولګي او هر مقرر ته ۲۰ دقیقې وخت ورکړی شول و.

 له سیمې نه تر لاسه شوو راپور ونو په استناد دغه تشویقي او مقدماتي سیالۍ تېره ورځ د یادې ولسوالۍ اړوند د فرخ اباد په عالي لیسه کې د یوې  شاندارې غونډې په ترڅ کې ترسره شوې، چې د سیمې علماء کرامو، د چاهي او شورتیپې ولسوالیو ملکي کمیسیونونو مسؤلینو، علماء کرامو، استاذانو، طالب العلمانو، د ښوونځیو زده کونکو او قومي مخورو ګډون  کړی وو.

غونډه د ځانګړي ترتیب له مخې سهار مهال په ۸ اتو  بجو د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او ماسپښین مهال په ۳ درې بجو د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

په یاده سیالۍکې چې ۳۷ تنو طالب العلمانو اوز ده کونکو برخه اخیستې وه د تقریرونو د ارزونې لپاره  د تعلیم او تربيې مسؤلینو له لوري  درې  کسیز هیئت ټاکل شوی و چې په پایله کې یې د لوړو نمرو ګټونکي انتخاب او اعلان شول  او د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د مسؤلینو له لوري مناسب انعامات ورکړل شول.

د راپور له مخې  محمد روزي د محمدجمعه زوی د چاهي ولسوالۍ اړوند د فرخ اباد دکلي اوسیدونکی د امام طحاوي د مدرسې طالب العلم لومړی مقام ، اغانیاز  د عبدالله زوی د دالی عالي لیسی زده کونکي د شورتیپې ولسوالۍ دویم مقام او شمس الدین  د نورالدین زوی د چاهي ولسوالۍ د  فرخ اباد لیسې زده کونکي  دریم مقام خپل  او هر یوه یې ټاکلي انعامات یې ترلاسه کړل.

په انعاماتو کې ژمنۍ جامې، څادرونه، قلمونه او کتابچې شاملې وې. په دوی برسېره په مسابقه کې ټولو برخه والو ته هم مناسبې جائزې په پام کې نیول شوې وې.

د یادونې ده  چي  د تعلیمي  مسؤلینو له لوري دیادي ولسوالۍ دغه سیالۍ تشویقې او امتحانې وې او په راتلونکې کې به د ټول هېواد په کچه بله رسمي تقریري سیالۍ چې د مدارسو په کچه ترسره کيږي او ګڼ شمیر زده کوونکي به پکې برخه اخلي.

2018/12/6

Related posts