دسمبر 16, 2018

افغانستان د ۲۰۱۸ کال د نومبر په مياشت کې

افغانستان د ۲۰۱۸ کال د نومبر په مياشت کې

احمد فارسي

یادونه: دې لیکنه کې هغه پيښي راټولې شوي چې دښمن پرې اعتراف کړی او د یادونې وړ ده چې نورې کره پيښي او د بهرني او داخلي د ښمن د تلفاتو او زیانونو د شمېر په اړه نور معلومات د اسلامي امارت په رسمي سایټ کې کتلی شئ.

په نومبر مياشت کې د مجاهدینو عملیات په شدت سره روان و، دې عملیاتو مجاهدینو ته ډېرې لاسته راوړنې لرلې، دښمن په دې میاشت کې هم د افغانستان په جګړه کې پر خپلې ماتې اعتراف وکړ، مجاهدینو په نظامي فتحو برسېره سیاسي فتحې هم لرلې، د دې پېښو او ورسره په نومبر مياشت کې د رامنځ ته شویو  نورو مهمو پېښو تفصیلات تر ښکته عنوانونو لاندې لوستلی شئ.

د بهرنیو اشغالګرو تلفات:

د نومبر پر ۳ د شنبې په ورځ یوه نفوذي عسکر د کابل په یوه تعلیمي مرکز کې پر امریکايي سلاکارانو برید وکړ چې څو تنه اشغالګران يې  ووژل، نيواکګرو هم په دې برید کې د خپل یوه افسر پر وژلو اعتراف وکړ، تر دې  وروسته د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۴  مجاهدینو د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د یوه بهرني اشغالګر د وژلو خبر ورکړ، د نومبر پر ۲۵ یو بل اشغالګر د هلمند ولایت په مرکز کې له منځه یووړل شو، د نومبر پر ۲۷ د سې شنبې په ورځ غزني ولایت کې پر امریکايي اشغالګرو د ماین چاودنې ۴ اشغالګر پوځیان ووژل او۳ نور يې ژوبل کړل.

اشغالګر دښمن په دې میاشت کې د خپلو۶  پوځیانو پر وژلو اعتراف وکړ چې دا په ۲۰۱۸ کال کې د بهرنیو تلفاتو په برخه کې ستر اعتراف و، له دې اعتراف سره په ۲۰۱۸ کال کې د دښمن په اعتراف د وژل شویو اشغالګرو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېدو اوپه ټوله کې د تیر ۱۷ کلن اشغال پر مهال د نیواکګرو له اعتراف سره سم د وژل شویو بهرنيو پوځیانو شمېر ۳۵۵۷ تنو ته رسیږي، خو د دښمن حقیقي تلفات تر دې څو چنده لوړ دي.

د داخلي اجیر دښمن تلفات:

د شنبې په ورځ د نومبر پر ۳ نېټه په بدخشان ولایت کې یو اربکی قومندان له خپلو ۲۰ تنو ملګرو سره ووژل شو، تر دې وروسته د نومبر پر ۶ نېټه مجاهدینو د ملي امنیت څلور تنه کارکونکي چې په پروان ولایت کې يې نيولي وو، په قتل ورسول، د جمعې په ورځ د همدې میاشتې پر ۱۰  د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ ولسوال په یوه چاودنه کې له منځه ولاړ، د شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۷ نېټه د لوګر ولایت د بره کی برک ولسوال د مجاهدینو له لورې ووژل شو، د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۲۰ نېټه کندهار کې د ښار د دوهم کمربند قومندان ووژل شو، دا د هغو تلفاتو یوه نمونه ده چې دښمن ته ور اوښتي دي، د راپورونو پر بنسټ هره ورځ په جګړو کې د دښمن لسګونه تنه پوځیان وژل شوي چې د تلفاتو لوړه کچه د کابل د اجیري ادارې د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده.

د دښمن مالي زیانونه:

د مجاهدینو د فتحو او د دښمن پر مرکزونو او اډو د پيوسته بریدونو له امله د دښمن زیانونه ډېر دي چې د اټکل له مخې تر ۱۰۰ ميلیونو ډالرو پوري رسیږي، په دې ځای کې یوازې دوو پېښو ته اشاره کوو چې دښمن ته پکې زیات زیانونه اوښتي دي.

د نومبر پر ۲۴ نېټه د شنبې په  ورځ د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د دښمن یوه چورلکه او دنومبر پر ۳۰  د دښمن يوه بله چورلکه د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د مجاهدينو له لورې وويشتل شوه چې ټول سپاره کسان پکې ووژل شول.

د اجيرې ادارې له لیکو د عسکرو تېښته او له مجاهدينو سره يې یوځای کېدل:

د مجاهدینو له لیکوسره د اجیري ادارې د عسکرو د پيوسته کېدو تفصيلي راپور د اسلامي امارت د جلب او جذب کميسیون په میاشتني راپور کې کتلی شئ، دلته د تسليمۍ یوازې څو پيښي را اخلو: د شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۰ نېټه د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ ولسوال د خپلو څو تنو افرادوپه ګډون له مجاهدينو سره یوځای شو، په همدې ورځ د جلب او جذب کمېسیون خبر ورکړ چې په اکتوبر مياشت کې د اجیري ادارې د بېلابېلو ادارو تر۱۰۰۰ تنو ډېر کارکونکي له خپلو وظيفو لاس په سر شوي دي، د نومبر پر ۱۸ نېټه د يکشنبې په ورځ په فراه ولایت کې یو قومندان له خپلو ملګرو سره مجاهدینو ته تسليم شو.

د دښمن له لورې ولسي تلفات او ځورول:

د جګړې په ډګر کې د بهرني اود اخلي دښمن تر پيوسته ماتو وروسته پر ولسي وګړو  د هغوی بريدونه زیات شوي دي، د نومبر پر ۳ نېټه د میدان وردګو ولایت په نرخ و لسوالۍ کې د ګډو عسکرو په عملیاتو کې د دریو  کورنیو ۶ تنه شهیدان شول، د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۶ نېټه اشغالګرو عسکرو د پکتیا په ګیان ولسوالۍ کې ۲۱ تنه ولسي وګړي په شهادت ورسول، د جمعې په ورځ د نومبر پر ۱۰ نېټه د بې پيلوټه الوتکې په یوه بريد کې ۵ تنه ولسي وګړي په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې شهیدان شول، د نومبر پر ۱۸ د ميدان وردګو ولایت په جلريز ولسوالۍ کې د اجیرو عسکرو د هاوان په بریدونو کې چې د واده په مراسمو ترسره شول د زوم په ګډون ۱۲ تنه شهیدان شول، د نومبر پر ۲۰ رسنیو خبر ورکړ چې د غزني ولایت د جاغورو ولسوالۍ اربکیانو ۱۲۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي، د نومبر په ۲۱ د چهارشنبې په ورځ د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د ګډو عسکرو په وحشي عملیاتو کې ګڼ شمېر ملکیان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو شهیدان شول، تاسو کولای شئ، د دې پېښو تفصيلي راپور په الاماره پاڼه کې د ملکي تلفاتو په ځانګړي راپور کې وګورئ.

الخندق عملیات:

په نومبر مياشت کې د الخندق عملیات د فاریاب ولایت د شرین تګاب او دولت اباد ولسوالیو ترمنځ د نظم عامه په ستره قرارګاه په برید سره پيل شول، د دې عملیاتو په ترڅ کې د دښمن دا مهمه او ستره قرارګاه فتحه او ۱۷ تنه پولیس د مجاهدینو له لورې ژوندي پکې ونیول شول، د يکشنبې په ورځ د نومبر پر ۴ نېټه د اروزګان ولایتي شورا وویل چې مجاهدینو د دې ولایت په دهراود ولسوالۍ کې دوه مهمې قرارګاوې نیولي دي، د نومبر په ۵ مجاهدینو د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ انتقالي مرکز وروسته تر هغه فتحه کړ چې دا مرکز پخوا هم د مجاهدینو له لورې نیول شوی و، دا ولسوالۍ په کامله توګه د مجاهدینو په و لکه کې ده او انتقالي مرکز يې دغزني په ښار کې دی چې په همدې ورځ دا مرکز په ښار کې مجاهدینو فتحه کړ.

د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۶ د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ اربکیان له مجاهدینو سره تر سختو جګړو وروسته د خپلو پراخو سیمو پرېښودو ته اړشول، په همدې ورځ د فراه چارواکو د یوه سرحدي کنډک د سقوط او د ۲۰ عسکرو د وژل کېدو راپور ورکړ، په خبر کې ویل شوي چې ددې کنډک ۲۹ تنه نور عسکر مجاهدینو ژوندي نيولي دي، د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۷ نېټه مجاهدینو د فارياب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د مزدورو عسکرو درې قرارګاوې ونيولې، تر دې یوه ورځ وروسته مجاهدینو د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل، پراخې سیمې يې ونیولې او تر ۲۰ زیات کمانډو عسکر يې ووژل.

د نومبر په ۱۱ د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې مجاهدینو یوه قرارګاه فتحه کړه، ددې پيښي په سبا مجاهدینو د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ ونیوله، په غزني کې د فتحو په لړ کې مجاهدینو د نومبر پر ۱۴ نېټه د غزني ښار د یوې حوزې مرکز فتحه کړ.

له بله پلوه مجاهدینو خبر ورکړ چې د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې يې یوه ستره قرارګاه د۶ تنو نفوذي مجاهدینو په وسیله ونیوله، د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۲۸ مجاهدینو په کابل کې د اشغالګرو پر یوه مهم مرکز” ګورګا” بریدونه وکړل، په دې مرکز کې د دښمن لسګونه تنه ټپیان او ووژل شول.

پر شکست اعترافات:

وروسته تر هغه چې کله امریکايي اشغالګر په دې پوه شول چې د افغانستان بحران پوځي حل نه لري، نو له اسلامي امارت سره د خبرو اترو په لټه کې شول، په سیاسي، نظامي کارپوهانو،امریکايي ليکوالانو او رسنیو برسېره د دې هیواد ځیني چارواکې هم کله – کله حقائقو ته مخه کوي او په غیرمستقیم ډول په افغانستان کې پر خپلې ماتې اعترافات کوي، په همدې لړ کې د نومبر په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو قومندان سکاټ ميلر وویل چې د افغانستان روان بحران پوځي حل نه لري او باید دا ستونزه د خبرو اترو له لارې حل شي، په همدې ورځ د سیګار ادارې هم اعلان وکړ چې د کابل ادارې پر اجیرو عسکرو د امریکا زیاتو مصارفو هیڅ  موثره نتېجه نه ده ورکړې، په دې راپور کې راغلي چې د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه د کابل ادارې په ولکه کې نه ده او طالبان پرې حاکم دي.

تېر میاشت د ناټو عمومي منشي هم په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او  د نومبر پر ۷ نېټه يې کابل کې وویل چې د افغانستان ستونزه دي د خبرو اترو او سولې له لارې حل شي، د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۱۵ نېټه د پنټاګون پخواني مرستيال د امریکا حکومت ته مشوره ورکړه چې وړاندې تر دې چې بیا د ويتنام په ډول د سفارت له بامه د چورلکو په مټ تېښته کوو او زرګونه عسکر مو په جګړو کې وژل کیږي باید له افغانستانه اوس لا د تېښتې لاره ولټول شي، د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۵ د کابل ادارې اړوند د فاریاب والي ومنله چې ددې ولایت تر ۷۰ سلنه ډېره خاوره د طالبانو په لاس کې ده.

له شرمه ډک انتخابات:

په هيواد کې د جعلي انتخاباتي له ترسره کېدلو یوه نیمه میاشت تېریږي خو لا هم د کابل اجیره اداره نه ده توانېدلې چې د انتخاباتو پایلې اعلان کړي، د نومبر په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې وکيلانو وویل چې د انتخاباتو کمېسیون له هر وکیل څخه د بریاليتوب په بدل کې د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو غوښتنه کوي.

 د کابل د اجیري ادارې اختلافات:

د کابل په اجیره اداره کې د اختلافاتو په لړ کې د نومبر په ۸ نېټه د سولې د نومول شوې شورا غړي اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا ورکړه، د دې پر سبا د ميدان وردګو ولایت والي هم له خپلې وظيفې لاس په سر شو، تر دې وروسته د نومبر پر ۱۱ د اجیري ادارې اړوند د هرات والي استعفا ورکړه، د نومبر پر ۲۰ د کابل د انتخاباتو کمېسیون ولايتي رئيس په دې اداره کې د زیات فساد له امله استعفا ورکړه، د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۲۷ نېټه د اجیري ادارې د ملي امنیت رئیس ګواښ وکړ چې که په زورواکو د قانون نه پلي کېدل دوام وکړي، له خپلې دندې به استعفا وکړي.

د ماسکو غونډه:

د نومبر په ۹ نېټه ماسکو کې د افغانستان سولې لپاره یو ستر کانفرانس جوړ شو چې امریکا پکې له ګډون څخه ډډه وکړه او طبعا د کابل اجیري ادارې هم د امریکا تابعداري وکړه، وروسته یې د سولې د نومول شوې شورا څو تنه غړي ور ولېږل، له بله پلوه د طالبانو د سیاسي دفتر یوه لوړ رتبه هيئت په دې غونډه کې ګډون وکړ او نړۍ یې د هیواد له اوسني وضعیت او د اسلامي امارت له غوښتنو خبره کړه، تر دې ناستې وروسته د نړۍ غبرګون خورا مثبت و او د اسلامي امارت له غوښتنو يې هرکلی وکړ، په ټوله نړۍ کې سیاسي کارپوهانو په دې ناسته کې ګډون د اسلامي امارت لپاره ستره بریا وبلله.

Related posts