دسمبر 16, 2018

د ملا عبدالمنان آخند ویاړمن شهادت

د ملا عبدالمنان آخند ویاړمن شهادت

د اونۍ تبصره :
د تېرې هفتې په ماښام( د قوس په لسمه نیټه) د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د هلمند والي او د روان جهاد یو باعزمه او باتور قائد ملا عبدالمنان آخند د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د دښمن په هوایي برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید. انا لله و انا الیه راجعون
شهید ملا عبدالمنان آخند هغه شخص و چې خپل ژوند یې في سبیل الله جهاد ته وقف کړی و. په دې لاره کې یې په بیلابیلو ستړیاوو او مشقت ګاللو سربیره د زخمي کیدلو، زندان او هجرت ابتلاوې هم زغملي وې او په پای کې یې په شهادت سره د باافتخاره ژوند څپرکی بشپړ شو.
د هر ایثارګر مجاهد په شان د شهید ملا عبدالمنان آخند سرګذشت موږ ته را په زړه کوي، چې د الله تعالی په ځمکه د الهي قانون د نفاذ مبارزه او د فساد او کفر په وړاندې جهاد یوه داسې لاره ده چې قربانۍ غواړي، د مشقاتو په تحمل ارزي او د دې لارې ایثارګر پیروان د الله تعالی د رضا لپاره هر وړ قربانۍ او فداکارۍ ته امادګي لري.
که د باطل په وړاندې د برحق جهاد تاریخي پس منظر راوګورو، نو د دې لارې لومړني قربانیان او د شهادت ګټونکي د الله تعالی تر ټولو مقرب بندګان( پیغمبران علیهم السلام) دي. چې زخمي کیدل، تعذیب، حبس، هجرت او شهادتونه یې قبول کړي دي. په اسلامي تاریخ کې د دې لارې اساس د بدر غازیانو او د احد شهیدانو ایښی. د حضرت حمزه، مصعب بن عمیر، عمر فاروق، مثنی بن حارثه رضی الله عنهم په شان د اسلام ستر جانبازان د شهادت په وینو رنګین له دنیا څخه تللي او په خپلو شهادتونو یې د اسلامي امت راتلونکو نسلونو ته د دې لارې عزت او عظمت تشخیص کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت دا ویاړ لري چې په معاصر تاریخ کې یې تر هر چا زیات د قیادت او رهبرۍ په کچه قربانۍ ورکړي. کشرانو او مشرانو یې په یو شان خپل مقدس ارمان او عالي داعیه تر خپل ژوند با ارزښته بللې. د خپل ځان، مال، اولاد، کورنۍ، جایداد او ټول مادي هست و بود په قرباني کولو سره یې د کلمة الله العلیا د لوړتیا مبارزه جاري ساتلې او په دې لاره کې یې د هیڅ ملامت کوونکي ملامتۍ او د شک اچوونکي تشکیک، جهادي عزم نه دی لړزولی.
شهید ملا عبدالمنان آخند د ایثار او رشادت د همدې لارې یو مثالي لاروی و، هغه سعادتمند دی چې ژوند یې د اسلام د دښمنانو په وړاندې په جهاد کې تیر شو، د اسلام دښمنانو او د شیطان پیروانو ته یې د مبارزې په ډګر کې عبرتناک درسونه ورکړل، د هلمند جهاد پاله خاوره یې د متجاوزو کفارو په وینه خړوب کړه، د عصر تر ټولو استدراجي تخنیک سره د ایمان په قوت وجنګېد او په پای کې د شهادت په وینو ګلګون د خپل متعال رب تعالی لقاء ته ورغی.
د جهاد، حریت او شرف د لارې دا وړ لارویان لکه څنګه چې د اسلام د تاریخ ویاړونه دي، په خاص ډول د اسلامي هیواد افغانستان د ویاړمن تاریخ هغه ځلانده ستوري دي چې راتلونکو نسلونو ته د عزت او شرف لار ورښيي او هغوی به یې د ویاړمن سرګذشت په رڼا کې د خپل ژوند مسیر تشخیصوي.
د افغانستان اسلامي امارت په هیواد راغلیو اشغالګرو ته په ځغرده وایي چې زموږ هر مجاهد ملا عبدالمنان آخند دی. همداسې میړنی، همداسې ایثار ګر او همداسې نه ماتیدونکی او د عزم او شرف پيکر. که تاسو په تیره اتلس کلنه مرحله کې په دې حقیقت نه یاست پوه شوي، نو زموږ څوارلس سوه کلن تاریخ وګورئ. زموږ په رګونو کې اسلامي روح په غورځنګ دی. د الله تعالی په لاره کې شهادت زموږ د مجاهدینو د ژوند یو ستر ارمان دی. په شهادتونو سره کله هم د مجاهدینو روحیات نه دي مات شوي، بلکې تل یې د قربانۍ جذبه او د انتقام احساس ورسره پياوړی شوی دی.

Related posts