دسمبر 16, 2018

د ناټو د سر منشي د بې مسئولیته خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ناټو د سر منشي د بې مسئولیته خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

تیره ورځ د ناټو مشر (ینس ستولتنبرګ)د ناټو د و زیرانو د غونډې په جریان کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان څخه د اشغالګرو ځواکونو وتل تر پاته کیدو په لوړ بیه تمامیږي، ګواکي باید ونه وځي
اسلامي امارت د ناټو د مشر د وروستیو څرګندونو په اړه وايي چې له افغانستان څخه د ناټو او امریکا د اشغالګرو ځواکونو وتل او شړل حتمي دي.
زموږ د تیرو اتلسو کلونو جهاد او میړنۍ مبارزې د ناټو او امریکا په شمول ټولې نړۍ ته وښوده چې افغان مسلمان او غیرتي اولس په هيڅ قیمت هم بهرنی اشغال او نظامي حضور نشي منلی.
دا که ناټو او امریکا وغواړي او که ونه غواړي افغانستان د دوی اړوند نه دی او دا خاوره به د دوی له کرغیړن شتون څخه پاکیږي.
له افغانستان څخه د نورو هیوادونو لپاره د تهدید تصور هيڅ واقعیت نه لري، افغانانو نه د چا په ضرر ګام اخیستی، نه يې د نورو هیوادونو په مسائلو کې مداخله کړې او نه يې هم له دې وروسته اراده لري.
له دغې موضوع څخه تبلیغاتي استفادې او د غلطو معلوماتو خپرولو، روانه جګړه تر اتلسو کلونو پورې وغزوله، ناټو او امریکا يې له نړیوالې رسوايۍ او شکست سره مخ کړل، نور باید دغه غلطه فرضیه تغیر وکړي او حقائق ومنل شي.
په افغانستان کې نظام جوړل، امن راوستل او د دې هیواد ودانول د افغانانو کار دی اوهيڅ بهرني اشغالګر قوت ته د دې اجازه نشته چې د افغانستان په مسائلو کې تصمیم ونیسي، مداخله وکړي او په اړه يې متصرفانه څرګندونې وکړي.
د ناټو مشر باید له تیر څخه زده کړه وکړي، دجګړې اورته لمن وهل او داسې بې مسئولیته څرګندونې چې هغه د جګړې د لا اوږدیدو سبب ګرځي د هيڅ جهت په ګټه نه دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۶/۳/۱۴۴۰هـ ق
۱۳/۹/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/4م

Related posts