دسمبر 16, 2018

د غور د والي صاحب د شهادت په اړه آوازې حقیقت نه لري

د غور د والي صاحب د شهادت په اړه آوازې حقیقت نه لري

په ځینو رسنیو کې د دښمن په حواله خبرونه خپاره شول چې ګنې د اسلامي امارت لخوا د غور ولایت لپاره والي مولوي عبدالقیوم روحاني صاحب د دښمن لخوا شهید شوی دی.
موږ د دښمن دغه پروپاګند په کلکه ردوو.
داسې کومه پیښه نه ده شوی.
دښمن غواړي چې په داسې آوازو سره خپلو ماتې خوړولو عسکرو ته کاذبه روحیه ورکړي.
والي صاحب جوړ او روغ دی خپل جهادي کارونه پرمخ وړي.
قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۲۶/۳/۱۴۴۰هـ ق
۱۳/۹/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/4م

Related posts