دسمبر 16, 2018

يو بل وفادار هم خپله ژمنه رښتيا کړه.!

يو بل وفادار هم خپله ژمنه رښتيا کړه.!

لیکوال:عطاءالله مبارز

قال الله تعالی:
مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّـهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿الأحزاب: ٢٣﴾.
ژباړه: له مؤمنانو څخه ځينې داسې شخصیتونه شته چې له الله سره يې کړی ژمنه رښتیا کړه، له هغوی څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلوته انتظار باسي، هغوی پخپله کړنلاره کې هيڅ تبدیلي را نه وستله.

ډېر خواشينونکی خبر مې واريد، چې د هلمند ولایت لپاره د اسلامي امارت نظامي مسؤل او والي الحاج ملاعبدالمنان اخند د اشغالګرو په یو ناځوانمردانه هوایي برید کې په شهادت رسیدلی، الحاج ملاعبدالمنان اخند چې اصلي نوم یې ملا محمد رحیم و له کلونو راهیسي یي په خورا متانت اوشجاعت سره د اشغالګرو صلیبي عسکرو او د دوی د بي ضمیره غلامانو په ضد د جهاد سنګر ګرم ساتلې و.

نوموړي ته الله جل جلاله ډېر جنګي مهارتونه ورکړي و، چې صلیبي جنرالان یي له ادارک څخه عاجز و او الله عزوجل ددې ملنګ صفته طالب په لاس په سلګونو ځله د صلیبي مغروره جنرالانو پلانونه شنډ کړل.

شهیدملاعبدالمنان اخند یوازې د هلمند په کچه نه، بلکې د ټول جنوب او په ټوله کې د هیواد په کچه پیژندل شوی مجاهد اوقومندان و، په الله جل جلا له توکل، تقوا، صبر او استقامت یي له ځانګړو خويونو څخه وو او همدا وجه وه چې تل یې اشغالګر ځواکونه او د هغوی اوغلامان د جګړې په ډګرکې مات کړي او شرمولي وو.

نوموړي څه وخت مخکي الاماره سټوډیو سره د یوې ځانګړې مرکې په یوه برخه کې داسي ویلي و: ” زه ه غواړم چې په داسي حال کې خپل روح تسلیم کړم چې زما د وینو څاڅکې او د غوښو ټوټې پرځمکه هوارې وي”

رښتیا هم الحاج شهیدملاعبدالمنان اخند له الله جل جلاله سره خپله وعده رښتینې کړه او د شهیدانو له سترکاروان سره ملګری شو تقبله الله!

د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ شوری، د شهيد درنې او شهادت پرورې کورنۍ مجاهدینو او عام اولس ته د الحاج ملاعبدالمنان اخند رحمه الله د شهادت تسلیت وایم.

پالونکيه ربه! شهادت يې په خپل دربار کې قبول کړې او موږ ته يې ښکلې بدله راکړې!

Related posts