دسمبر 16, 2018

شهید ملا عبدالمنان، یو بل اتل د ابدیت په لور

شهید ملا عبدالمنان، یو بل اتل د ابدیت په لور

قاري سعید

هلمند د امریکا ضد جهاد په سلسله کې یو له مهمو سیمو او کفر ماتوونکو سنګرونو شمیرل کیږي. د افغانستان تر ټولو پراخ او ستر  ولایت هلمند د کفري یرغل په ماتولو کې هم خپل د ستر توب حق اداء کړی دی. د هغو شمیرو له مخې چې یرغلګرو د خپلو تلفاتو په اړه خپرې کړي، په افغانستان کې د وژل شویو بهرنیو اشغالګرو نیمایي یواز ې په هلمند کې وژل شوي دي. هلمند له تیرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د کفري یرغل په وړاندې هغه نه تسخیریدونکی سنګر او نه ماتیدونکی کمر ثابت شوی چې له بوش ونیسه، بیا تر بلیر، براون، اوباما او ټرمپ پورې د اشغالګرو ټولې پوځي ستراتيژۍ یې ناچله او خنثی ثابتې کړې دي.

هلمند د خپل مست رود په شان پرلپسې مست شوی او مغرور اشغالګر یې د خپل ایماني هیبت او افغاني صلابت په سیلاو کې لاهو کړي دي. د اشغال په وړاندې جهاد کې د درست افغانستان په شان دهلمند کارنامې هم نامحدودې او بې شمیره دي چې دا لنډه لیکنه یې شاید احتوا نه کړای شي. په هر حال

تازه خبر دی چې د هلمند لپاره د طالبانو جهادي مسؤل ملا عبدالمنان آخند د نوزاد په ولسوالۍ کې د امریکایانو په هوایي برید کې شهید شوی دی. انا لله و انا الیه راجعون. ملا عبدالمنان آخند چې اصلي نوم یې ملا محمد رحیم و، د امریکا ضد جهاد کې یو له مخکښو څیرو او سترو نظامي مشرانو شمیرل کیده چې بالاخره یې د اوږده جهادي ژوند په پای کې د شهادت ارمان هم ترسره شو.

شهید ملا عبدالمنان آخند نږدې پنځوس کاله وړاندې د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په فرهاد کلي کې په یوه متدینه کورنۍ کې دنیا ته راغلی و، له کوچنیوالي یې مدرسه په مدرسه د دیني علومو تلاش پیل کړی و، تر دې چې کله د فساد او هرج و مرج په وړاندې د افغانستان د مدرسو طالبانو قیام وکړ، ملا عبدالمنان اخند له هماغه پیله د دې تحریک ملګری شو. د کابل له فتحې وروسته څه موده د کابل د خواجه رواش هوایي ډګر د مسؤل په حیث پاته شو، وروسته د هرات د هوایي ډګر مسؤل او بیا یې درې نیم کاله د شینډنډ د هوایي ډګر مسؤلیت وکړ.

ملا عبدالمنان آخند د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال همیشه په نظامي عملیاتو کې برخه اخیسته او ډیر وخت یې په جهادي خطوطو کې تیریده، نوموړی د افغانستان په لویدیځ، مرکزي سیمو او شمال کې په ډيرو جنګونو کې برخوال و، د کندز په ولایت کې د نظامي عملیاتو په مهال سخت ټپي شو او ډیره موده تر معالجه لاندې و.

په افغانستان د امریکا له یرغل وروسته چې کله د اشغالګرو په ضد بیا عملیات پیل شول. په لومړیو څلورو کلونو کې په هلمند کې جهادي بهیر نسبتا خاموش و. تر دې چې په ۲۰۰۵/۷/۱ م نیټه د طالبانو مشرتابه ملا عبدالمنان آخند د هلمند ولایت د نظامي مسؤل په حیث وټاکه. د نوموړي د مبتکرانه کردار او نه ستومانه کیدونکي فعالیت په برکت په ډیره لږ موده کې په هلمند کې جهادي خوځښت د یوه څپاند اتش فشان په هیڅ راپورته شو. له ګرمسیر تر نوزاده، د هلمند په ساره او اوږده کې د اشغالګرو په خلاف جهادي عملیات له مخفي او انفرادي حالت څخه علني بریدونو او سترو تهاجمي حملو ته تغیر وکړ. تر دې چې د یوه کال په جریان کې برتانویانو دا توان بایلود چې هلمند  په یوازې سر کنترول کړي نو ځکه یې له امریکایي ځواکونو مرسته وغوښته او لسګونه زره امریکایي پوځیان هلمند ته راغلل.

ملا عبدالمنان اخند د ۲۰۰۸ م کال تر نیمایي پورې د هلمند ولایت جهادي مسؤل و چې تر سرپرستۍ لاندې یې په هلمند کې جهادي خوځښت پرلپسې د قوت او پراختیا په حال کې و. په همدې کال ملا عبدالمنان آخند پاکستان ته د سفر په مهال پاکستاني چارواکو ونیو او څو کاله په پاکستان کې زنداني وو. له خوشي کیدو وروسته یو ځل بیا د هلمند ولایت د جهادي مسؤل په حیث وټاکل شو. دا هغه وخت و چې د هلمند ولایت نږدې ټولې مهمې سیمې لکه نوزاد، موسی کلا، سنګین، کجکی، ګرشک، مارجه، نادعلي، باباجي، ګرمسیر، خانشین او د مرکز لښکرګاه مربوطات امریکایي ځواکونو اشغال کړي، کلي په کلي یې پاخه بیسونه جوړ و او په ډیرو سیمو کې یې اربکیان راپنځولي او د داخلي عسکرو د پوستو او قرارګاوو جال یې خپور کړی و.

د هلمند ولایت د نظامي مشرپه حیث د ملا عبدالمنان اخند د مسؤلیت دوهم فصل هم د لومړي فصل په شان له کارنامو، حماسو، فتحو او لاسته راوړنو ډک و. د تیرو څو کلونو په جریان کې نه یوازې د هلمند له شمالي، جنوبي او زیاتره مرکزي سیمو څخه د بهرنیو اشغالګرو ټغر ټول شو او سلګونه بیسونه او مراکز یې فتحه او له منځه یووړل شول، بلکې د موسی کلا، نوازد، سنګین او خانشین ولسوالۍ هم مجاهدینو ونیولې او د الله تعالی په نصرت یې له دې ټولو سیمو د اربکیزم فتنه او داخلي ګوډاګیان جارو کړل.

د ولسوالیو د پراخو فتوحاتو تر څنګ په مرکزي سیمو لکه ګرشک، مارجه،نادعلي او د لشګرګاه په مربوطاتو کې هم پراخې سیمې د مجاهدینو لاس ته ولوېدې او یو ځل خو حتی د لښکرګاه ښار هم دې ته نږدې و چې فتحه شي او سپین بیرغ ورباندې ورپیږي.

د تیرو څو کلونو په فاتحانه عملیاتو کې د هلمند ولایت د ګڼو نورو نظامي مسؤلینو تر څنګ ملا عبدالمنان آخند د لومړني مسؤل په حیث مخامخ او مباشر نقش درلود. هغه سره له دې چې دښمن ته سخت مطلوب و، مګر خپله یې په جګړو او تعرضي عملیاتو کې برخه اخیسته، په خپل جسورانه فعالیت، مطبوعاتي مرکو او د ژوندۍ قومندې په توسط یې د مجاهدینو روحیات لوړ ساتل او د یوه ورزیده او زړور قائد نقش یې ترسره کاوه.

ملا عبدالمنان آخند د هغو ایثار ګرو او قربانۍ ته چمتو قائدینو له ډلې و چې ټول کال په سنګرونو کې میشت او له مجاهدینو سره یو ځای یې ژوند کاوه، هغه د ګوډاګي رژیم او یرغلګرو د بزدلو جنرالانو په شان مشر نه و چې له لرې پرتو مأمونو اډو څخه قومنده ورکوي، ملا عبدالمنان اخند د عام مجاهد په شان د سنګر په خاورو خړ ژوند درلود او خپل ټول هست  و بود یې د الله تعالی په لاره کې جهاد ته وقف کړي وو.

ما د دې کرښو لیکوال ملا عبدالمنان آخند یو ځل لیدلی و، هغه یو خوځند، فعال او له جدیت څخه مالامال مجاهد و، په خبرو کې جدیت او عالي روحیه معلومیده. ټول فکر او ذکر یې د في سبیل الله جهاد او د کفري اشغالګرو د محوې او مقابلې په اړه و. په جهادي صفوفو یې خورا دقیق کنترول درلود او د هلمند ولایت غوندې پراخ ولایت او لسګونه زره مجاهدین یې په کماحقه بڼه اداره کول او د جهادي عملیاتو لپاره سوق کول.

ملا عبدالمنان آخند تیره شپه ۹ بجې چې کله د ګرشک له ولسوالۍ څخه د نوزاد ولسوالۍ ته روان و د نوزاد رود په سیمه کې یې په موټر امریکایي بې پيلوټه الوتکې فیر وکړ او دغه د عزم او استقامت سمبول یې په شهادت ورساوه. تقبله الله تعالی.

د نوموړي شهادت په روان جهاد کې لویه غمیزه ده. خو که د تاریخ پاڼې راواړوو، دغسې زړور مجاهدین په پای کې تل د شهادت په ګلګونه غیږ کې دمه شوي دي. او الله تعالی د تلپاتې ژوند او ویاړمن عاقبت په نعمت نازولي دي. شهید ملا عبدالمنان آخند چې درست عمر یې په جهاد کې تېر کړی او دوخت تر ټولو جابر طاغوتي صلیبیان یې په ځان حیران کړي وو، بالاخره یې د شهادت ویاړ هم وګټه. دا ویاړ دې ورته مبارک وي او الله تعالی دې برکات په نورو مجاهدینو کیږدي تر څو یې جهادي قافله د فتحې تر منزله ورسوي.

تقبله الله تعالی في أعلی علیین

Related posts