دسمبر 16, 2018

جنګي جنایتونه( نومبر)

جنګي جنایتونه( نومبر)

سید سعید:

د۲۰۱۸ز،کال د نومبر دمیاشتې په ۵ مه د پکتیکا ولایت دګیان ولسوالۍ په بازار او نژدې کلیو باندې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې،د سیمه ییزو خلګو په وینا ګډو ځواکونو په دې چاپه کې یوویشت تنه ولسي هیوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، په مرمیو ویشتلي او ټول شهیدان کړي دي.همدارنګه په دې چاپه کې د ګډو ځواکونو له لوري ګڼ شمېر دوکانونه چور شوي او دخلګو له کورنو هم قیمتي توکي وړل شوي دي.
دنومبر په ۵مه د پروان ولايت د شينوارو ولسوالۍ په هير دره کې د یرغلګرو او داخلي ځواکونو په چاپه کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان او څلور ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۶مه د سرپل ولایت د سنکچارک ولسوالۍ په تغایخواجه سیمه کې دځایې عسکرو دهاوان په برید کې یوه ښځه او سړی شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۶مه یرغلګرو او داخلي ځواکونو دمیدان وردګ ولایت دجغتو ولسوالۍ په اختوم کلي کې پر یوه مدرسه (ضیاؤ العلوم) چاپه وهلې،پنځه تنه حافظان( حامد، ذبيح الله، فضل محمد، مبشر او محمدنسیم ) یې شهیدان کړي، کتابخانه یې سوځولې او مدرسې ته ورڅېرمه کورونه یې دتلاشۍ په پلمه لوټ کړي دي.
د نومبر په ۶مه د میدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ په مدادکلي کې د داخلي ځواکونو په ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۸مه دننګرهار ولایت دخوګیاڼیو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال دوه تنه عام هیوادوال شهیدان کړي دي.
دنومبر په ۱۰مه د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په خوازي خېلو کلي کې اشغالګرو دملکي خلګو دسپرلۍ یو موټر په نښه کړی،په یاد شوي موټرکې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او درې تنه زخمیان شوي دي. په سیمه کې خلګوددې پښې پر ضد احتجاج کړی او ژر تر ژره یې دملکي خلګو پر وړاندې دهوایې بریدونو ددریدو غوښتنه کړې ده.
د نومبر په ۱۵مه د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند تورخیلو کې د فوټبال پرمیدان اشغالګرو ډرون برید کړی،په دې برید کې پنځه تنه ولسي وګړي چې په لوبو بوخت وو شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۱۷مه داخلي عسکرو د میدان وردګ ولایت دجلریز ولسوالۍ په زیولات سیمه کې پر یوکور چې واده پکې و، دهاوان برید کړی،د زوم( صبغت الله ) په ګډون درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او دښځو او ماشومانو په شمول نهه تنه ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۱۸مه یرغلګرو د هلمند ولایت دګریشک ولسوالۍ په قلعه ګز سیمه کې بمبار کړی، په بمبار کې اته تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۱۹مه دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې دځایې عسکرو په ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۲۰مه دغور ولایت دچهار سدې ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې دځایې عسکرو دهاوان په پیر کې اته تنه ماشومان او میرمنې ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۲۰مه یرغلګرو او داخلي عسکرو دکندهار ولایت دشاه ولیکوټ ولسوالۍ په دواو اوکریانو سیمه کې دچاپې په مهال څلور تنه ولسي وکړي شهیدان او دوه زخمیان کړي دي.
د نومبر په ۲۰مه د لغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ په بومبی سیمه کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې درې میرمنې شهیداني شوي دي.
د نومبر په ۲۰مه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په آب بازک کلي کې اشغالګرو او داخلي ځواکونو بمبار کړی، بمبار د ملنګ په نامه یو ملکي سړي پرکور شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون دکورنۍ ۲۰ تنه غړي یې شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۲۱مه د کندزولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په قرلق سیمه کې د یرغلګرو او صفر ۹ قطعې عسکرو په عملیاتو کې پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او خلګو ته پراخ مالي تاوان اوښتی دی.
د نومبر په ۲۱مه د پروان ولايت دجبل سراج ولسوالۍ په بالاساحه کې داشغالګرو او داخلي ځواکونو په بمبار کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان او اته نفره ژوبل شوي دي.
د نومبر په ۲۳مه اشغالګرو او داخلي ځواکونو دکندهار ولایت دشاه ولیکوټ ولسوالۍ په المش سیمه کې پر واده بمبار کړی، د یادشوي بمبار له امله نهه تنه دواده ګډونوال شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۲۳مه د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او څلور تنه بندیان کړي دي.
د نومبر په ۲۴مه دکاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په نوروز خیلو سیمه کې د اشغالګر په ډرون بریدونو کې پنځه تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۲۴مه دهلمند ولایت مرکز( لښکرګاه) دڅلورمې حوزې په شمالانې سیمه کې دطالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ تر نښتې ورسته یرغلګرو بمبار کړی، په دغه بمبار کې څوارلس تنه ملکي هیوادوال شهیدان آو ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۲۴مه د ننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ په ګند مک سیمه کې یرغلګرو او داخلي ځواکونو چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په بمونو ماتې کړې، قیمتي شیان یې وړي او دیو کور پنځه تنه غړي یې شهیدان کړي دي.
د نومبر په ۲۵مه یرغلګرو او حکومتي ځواکونو دارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په میان ابدو سیمه کې چاپه وهلې،وروسته یې پر سیمه بمبار کړی او شل تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي دي.
د نومبر په ۲۵مه د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په پاس بریمو کلي کې د اشغالګرو او داخلي عسکرو په چاپه کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۲۵مه د غزني ولایت د شلګرولسوالۍ په رحیم خیلو، یاروکلا، خاني، دلیل اوکوټه سنګي سیمو کې داشغالګرو په بمبار کې اووه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۲۷مه دهلمند ولایت دګرمسیر ولسوالۍ په ځنځیر ډراب او کوشتې سیمو کې یرغلګرو بمبار کړی،داشغالګرو په دغه بمبار کې دیرش تنه ولسي هیوادوال دښځو او کوچنیانو په ګډون شهیدان شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.یاده شوې پیښه حکومتي چارواکو هم تائید کړې ده.
د نومبر په ۲۹مه دفاریاب ولایت دګرزیوان ولسوالۍ په دونقله سیمه کې اربکیانو یو ملکي وګړی( عبدالله) شهید کړی دی.
د نومبر په ۲۹مه اشغالګرو د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په مستوفي سیمه کې په مشهوره دیني مدرسه نور المدارس او علیزو کلي باندې چاپه وهلې، اشغالګرو د مدرسې کتاب خانه تخریب کړې، د اطاقونو دروازې یې ماتې کړي،د حاجي نصیر په نوم یو کلیوال یې شهید کړی او دوه کلیوال او د مدرسې اداري مدیر او اشپز یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.
د نومبر په ۳۰مه دهلمند ولایت دګریشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]

Related posts