دسمبر 16, 2018

د رښتیني مجاهد صفات

د رښتیني مجاهد صفات

ليکوال: م. عطاءالله مبارز 

بسم الله الرحمن الرحيم ــ الحمدلله رب العالمين والعاقبة للمتقین والصلاة والسلام علی اشرف الأنبياء والمرسلين و على من تبعم بإحسان إلى يوم الدين. وبعد:

دا خبره سمه ده چې د الله تعالی په لاره کې جنګېدونکی مجاهد په کور کې له ناست سړي څخه غوره دی، الله تعالی د مجاهد د فضيلت باره کې فرمایي:﴿وَفَضَّلَ اللَّهُ المُجاهِدينَ عَلَى الْقاعِدينَ أَجْراً عَظيماً﴾

ژباړه: الله تعالی مجاهدينو ته په ناستو خلکو د ستر اجر په ورکولو سره  فضليت ورکړی دی.

خو مهمه داده چې هغه کوم ډول جهاد دی، چې الله ته دومره خوښ دی او ددومره ستر فضیلت او ډېر اجر لامل ګرځي، په دې لاره کې يوازې دښمن سره جګړه، زړورتيا او وسله چلول بسنه نه کوي، بلکې له دې سره – سره ځينې داسې مسؤلیتونه او مواصفات دي چې عملي کولو سره یې مجاهد کولای شي يادې نېکمرغۍ ترلاسه کړي، موږ به يې د ځینو مهمو یادونه وکړو:

لومړی: اخلاص او للهیت:

:الله تعالی دنیا کې انسانان او پیريان يوازې د خپل عبادت لپاره پيدا کړي دي، او هغوی يې مکلف کړي، چې په عبادت کې به څه نه ورسره شريکوي، همدا لامل دی چې اسلامي ښوونو په هر عمل کې د نيت خلوص مهم ګرځولی دی، حضرت عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې ما له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل، ويل يې:

(إنَّما الأعمالُ بالنيَّاتِ.”الحديث (بخاري: رقم الحديث:۱)

 يعنې د عملونو بنسټ په  نيتونو ولاړ دی، هرچا ته د خپل نيت سره سم بدله ورکول کيږي.

د محدثينو د دې حديث په تشريح کې ليکلي چې نيت له دوو وجو ډېر مهم دی: لومړی دا چې يو عمل له بل څخه د نیت په واسطه جلاکيږي، مثلا: فرضي لمونځ او روژه له نفلي لمانځه او روژې او داسې نور…

او دغه راز د عبادت او عادت ترمنځ توپير هم د نيت په واسطه کيږي.

جهاد که له يوې خوا ستر عبادت دی او شریعت يې کوونکي سره د بېشمېره ثوابونو وعده کړې، له بل لوري د ریا، سمعت او داسې نورو ناوړه ناروغيو د شتون ويره هم پکې د نورو عبادتونو په پرتله زیاته ده، چې له امله يې شريعت په ځانګړي ډول جهاد کې د نيت په خلوص ډېر ټینګار کړی دی.

حضرت ابو موسی اشعري رضي الله عنه فرمایي: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د دريو کسانو په هکله پوښتنه وشوه:- لومړی هغه چې د دې لپاره جګړه کوي چې خلک يې زړور وګڼي، دويم هغه چې د قومي ننګ او غیرت له امله جنګيږي او بل هغه چې د ځان ښودنې په هدف جګړه کوي- چې په دوی کې کوم یو د الله په لاره کې دی؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:”څوک چې په دې نیت جګړه کوي چې د الله د دين کليمه لوړه شي، هغه د الله تعالی په لار کې دی”.

وعن أبي موسى عبد الله بن قيس الأشعري – رضي الله عنه- قال: سُئل رسول الله ﷺ عن الرجل يُقاتل شجاعة، ويقاتل حميَّة، ويقاتل رياءً: أي ذلك في سبيل الله؟ فقال رسول الله ﷺ: ” من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا فهو في سبيل الله”(متفق عليه)

دويم: د امیر اطاعت:

د شرعي امام اطاعت په رعيت باندې واجب دی، او روا نه ده چې د امیر لخوا شوي حکم څخه مخالفت وشي، په خاص ډول مجاهد ته د خپل امير اطاعت خورا مهم دی، ځکه جهاد له اسلامي ارزښتونو څخه د دفاع په لار کې مهم حکم دی او په دې لاره کې لږ بې نظمي او بې، غوري هم کولای شي مسلمانان له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي.

 اسلام په دې هکله څرګند او واضح احکام لري، الله تعالی فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا [النساء:۵۹].

ژباړه: ای مؤمنانو د الله تعالی، د هغه  د رسول او خپلو امیرانو اطاعت وکړئ، او که په کوم شي مې ترمنځ اختلاف راغی، نو الله او د هغه رسول ته يې پیش کړئ، که په الله او د قيامت هه ورځ ايمان لرئ، دا (په الله او رسول محاکمه کول) خیر دی او انجام يې ډېر ښه دی.

مشهور تابعي او مفسر امام مجاهد رحمه الله تعالی ليکي چې الله او رسول ته د فیصلې لپاره د خپلې شخړې وړلو څخه مقصد دا دی، چې قران او حديثو ته يې وړاندې کړئ.

له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت وایي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

” څوک چې زما اطاعت وکړي هغه د الله تعالی اطاعت وکړ، او چاچې زما نافرماني وکړه، د الله تعالی نافرماني وکړه او چا چې د امیر اطاعت وکړ او چاچې د امير نافرماني وکړه، هغه زما نافرماني وکړه”

 عن أبي هريرة رضي الله عنه، قال: قال رسول الله صلي الله عليه وسلم: “من أطاعني فقد أطاع الله ومن عصاني فقد عصى الله، ومن يطع الأمير فقد أطاعني ومن يعص الأمير فقد عصاني”. أخرجه البخاري .

له پورتني حدیث څخه په څرګند ډول د امير د اطاعت ارزښت معلومیږي، داسې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د امیر اطاعت خپل اطاعت او د امیر نافرماني خپله نافرماني ګڼلې ده.

د امیر اطاعت د جګړې په میدان کې لښکر منظم ساتي او د خپل منځي اختلاف او شخړو مخه نیسي، خو بالعکس د امیر نافرماني لښکر بې نظمه کوي او ان کله خو د ماتې سبب هم شي.

د احد غزا چې له بشپړې بریا او سوبې وروسته په يو ډول صوري ماتې بدله شوه او لسګونو صحابه کرام رضي الله تعالی عنهم پکې شهيدان شول، یو لامل یې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لوري په (جبل الرماة) د مؤظف پنځوس کسيز غشي ويشتونکي تولګي نافرماني وه، هغوی ته ويل شوي و، چې د بریا او ماتې دواړو حالتونو کې به خپل ځای څخه نه راکوزيږئ.

کله چې میدان د مسلمانانو په لاس کې ولوېد او کافران له ماتې سره مخ شول، دې غشي ویشونکو ولیدل چې فتح  د مسلمانانو به برخه ده او مسلمانان غنيمتونه راټولوي، د امير له منع سره سره یې سنګر پرېښود او ميدان ته کښته شول، يوازې د دې ډلې مشر او لس کسه پاتې شول، کافرانو دا فرصت غنيمت وګاڼه او د حضرت خالد بن وليد- چې هغه مهال یې  لا اسلام نه و منلی- په مشرۍ د سپرو يوې ګړندۍ ډلې له همدې لارې په اسلامي لښکر سخته حمله وکړه. او ګټلې جګړه د مسلمانانو له لاسه ووتله.

درېیم: له عامو مسلمانانو سره غوره چلند:

اسلام د عامو مسلمانانو د ځانونو، عزتونو او مالونو د ساتنې لپاره د وسلوال جهاد اجازه ورکړې ده، د عامو مسلمانانو سوکاله او خوندي ژوند د جهاد له مهمو اهداف څخه دی،

شريعت چې د يو مسلمان عسکر له لوري يوه ورځ د اسلامي سرحدونو ساتنه، له دنیا او پکې شته شيانو غوره ګڼلې، لامل يې دا دی چې نوموړی د عامو مسلمانانو د ځانونو، مالونو او  عزتونو ساتنه کوي.

له عامو مسلمانانو سره غوره چلند د بريا ضامن دی،  په کمه موده کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د برياليتوب راز همدا و، چې له عامو مسلمانانو سره يې نرم چلند کاوه، د هغوی مشکلات یې رفع کول او په هر تصمیم کې یې له هغوی سره مشوره کوله، قران کریم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې لوړ صفت یادونه داسې کوي:

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ.[ال عمران: ۱۵۹]

ژباړه: ته د الله تعالی په فضل سره دوی ته نرم يې، که چېرته سخت ژبی او سخت زړی وی؛ نو دوی له تا تللي وو، بښنه ورته کوه او له الله تعالی هم بښنه ورته غواړه، مشوره ورسره کوه او کله چې د یو کار تصميم ونيسې په الله توکل کوه، بېشکه الله تعالی له توکل کوونکو سره محبت کوي.

په دې ایت کې الله تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د بريا راز په ګوته کړی، چې له خلکو سره نرم او غوره چلند دی، او دوه ناوړه صفتونه: تېز زباني او سخت زړي یې د ناکامۍ او انزوا لاملونه ګڼلی دي، دغه راز یې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د عامو مسلمانانو د زړونو ګټلو یوه طريقه هم ښودلې ده، چې په کارونو کې دې له هغوی سره مشوره کوي او په پای کې يې په الله تعالی د بروسې او اعتماد لارښوونه کړې ده.

که څه هم په دې اياتونو کې خطاب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دی، خو د نورو احکامو په څير دلته هم حکم عام دی او ټول مسلمانان او په ځانګړي ډول د مجاهدينو مشران بايد له دې ايتونو څخه ډېر څه واخلي او له عامو خلکو سره ډېر نرم او له محبت او خيرخواهۍ ډک چلند او روش اختیار کړي.

په خاص ډول زموږ د ملت وګړي ډېر مخلص، دينداره او خدای پرسته خلک دي، د عالمانو په وينا يې د انګريزانو، روسانو او دا دی نن د امريکانو خلاف هر ډول قربانۍ ورکړې او لا ورکوي یې، د مجاهدينو او مشرانو له لوري نرم چلند او ښه برخورد کولای شي، د ملت له لوري شته همکاري څو برابره کړي.

Related posts