په پلچرخي زندان کي د يوه ناروغ بندي د وفات له امله د بنديانوچارو کمېسيون اعلاميه

په پلچرخي زندان کي د يوه ناروغ بندي د وفات له امله د بنديانوچارو کمېسيون اعلاميه

انالله وانآاليه راجعون.
د پلچرخي زندان څخه مو يو ځل بيا په ډېري خواشنۍ سره خبر تر لاسه کړ، چي يو تن ناروغ بندي په دغه زندان کي خپل ژوند له لاسه ورکړ،

حبیب الرحمن د محمدرسول زوۍ د قندهار ولايت د دامان ولسوالۍ دمرغان کېچې دکلي اوسېدونکی چي د زړه په ناروغۍ اخته وو تيره ورځ په حق ورسېد ، نوموړی له ډېره وخته راهيسې د زړه د ناروغۍ څخه کړېدى، خو د زندان چارواکو يې درملنې ته لازمه او پروخت توجه ونکړه ، مرحوم حبيب الرحمن په روان کال کي لسم ناروغ بندي دی چي په زندان کي د کابل رژيم د ظالمو چارواکو د بې غورۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، د ده مخکي دسرپل ولایت مرکزي زندان کې عبدالبصیر د فيض الله زوى دروانى مياشتې پر14، شاه پسند د محمد هاشم زوی د سپتمبر پر ۹ ، د ننګرهار ولايت اوسېدونکی قلم شاه د برکت شاه زوی د سپتمبر پر ۵ ، د خوست ولايت اوسېدونکی زين الحق د مرجان زوی د جولای پر ۲۸ ، د فارياب ولايت اوسېدونکی سميع الحق د عبيد الله زوی د جون پر ۵ ، د بلخ ولايت اوسېدونکی جمعه خان د کلبای زار زوی د اپريل پر ۲۲ ، د فراه ولايت اوسېدنکی عبدالقيوم د خشکيار زوی د اپريل پر ۵ او د فراه ولايت اوسېدونکی عبدالرؤف د ګلستان زوی د مارچ پر ۳ نېټه د مختلفو ناروغيو له امله په زندانونو کې وفات شوې دې.
په پلچرخي زندان کي دغه ناروغ بندي په داسي حال کي خپل ژوند له لاسه ورکوي چي په بګرام او پلچرخي زندانونو کي زرګونه نور مظلوم بنديان هم په بېلابېلوناروغيو اخته دي او دکابل رژيم د دوی تداوۍ او صحي وضعيت ته د پاملرني لپاره هيڅ ډول توجه او لېوالتيا نلري.
په روان کال کي د بنديانو ورځ تر بلي خرابېدونکي روغتيايې وضعيت د پلچرخي زندان په ګډون د افغانستان په زندانونو کې کړکېچن، او د ژورې انديښنې وړدی، لکه مخکي چي مو يادونه کړې په وفات شويو ناروغو بنديانو کي هيڅ يو هم په داسي ناروغۍ مبتلاء نه وو چي د علاج وړنه وي، بلکې د زندان د مسئولينو نه توجه ، په زندانونو کي د روغتيايې اسانتياوو نه شتون او له محابسو څخه د باندي په روغتونونو کي د ناروغو بنديانو تداوۍ ته اجازه نه ورکول هغه لاملونه دي چي د تداوۍ وړ ناروغ بنديان د مرګ تر پولو رسېږي او بالآخره خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يو ځل بيا پر ټولو اهل خير هيواد والو، روغتيايي بنسټونو او نړيوالو بشري ادارو ږغ کوي چي د انسانيت تر ټولو مظلومو او محتاجو کسانو ته د روغتيايې، اونوروخدماتو په رسولو کي خپل اسلامي او بشري مسئوليت اداء کړي او نوره اجازه ورنه کړي چي مظلوم بنديان، په ځانګړي ډول ناروغ زندانيان له خپلو حقه حقوقو بې برخي، او محروم کړل شي.
والسلام
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون
١٤٤٠/٣/٢٠هـ ق
۱۳۹۷/۹/۷هـ ش
28/11/2018م

Related posts