دسمبر 16, 2018

آیا د کابل اداره د یوه حکومت اعتبار لري؟

آیا د کابل اداره د یوه حکومت اعتبار لري؟

د حکومت اصطلاح  له حکم یا فرمان چلولو څخه اخیستل شوې ده. په دې معنی چې د احکامو د تنفیذ استعداد او فرمانروایي د یو حکومت د اعتبار تر ټولو اساسي عنصر بلل کیږي، کومه اداره چې په یوه سیمه د واکمنۍ دعوه لري خو تر لاس لاندې ساحه کې یې فرمان نه چلیږي او نه هم د خپلو احکامو د تطبیق ځواک لري، حکومت ورته نه شي ویل کیدای.
د کابل اداره چې بهرنیو اشغالګرو د خپل اشغال د توجیه او تمدید لپاره د یوې وسیلې په حیث رامنځته کړې، په دې سربیره چې مشروعیت او استقلال نلري، د حکومت چلولو په برخه کې هم دومره ناتوانه ده چې حتی د ادارې د مشر اشرف غني احکام او فرامین یې د عادي مأمورینو لخوا رد کیږي او والیان یې ولسمشر ته ګواښونه کوي.
د دې لپاره چې د افغانستان د اسلامي امارت او کابل ادارې د حکومتي اعتبار او تنفیذي ځواک په موازنه پوهیدلي یو، تر ټولو ښه مثال یې د علي پور په نوم د یوه مجرم جګړه مار موضوع او د هغه د مجازات په برخه کې د کابل ادارې ناتواني او بې وسي ده.
د افغانستان اسلامي امارت دوه لسیزې وړاندې د افغانستان په زرګونو جګړه ماران او ټوپکیان نه یوازې دخلکو له آزار او اذیت څخه را وګرځول، بلکې هغوی یې مجازات کړل، له هیواده یې وشړل، پاټکونه او پوستې یې ورختمې کړې او ټول هیواد یې ترې په امن کړ. د هغو جګړه مارانو هر یو د علي پور په نسبت په مراتبو زیات مضر او ځواکمن و، خو دا د الله تعالی خصوصي نصرت او د اسلامي امارت رښتیني اراده وه چې الله تعالی یې په وړاندې ټول جګړه ماران مغلوب کړل.
نن بیا هم دافغانستان تر نیمایې زیاته خاوره کي چي داسلامي امارت واکمني ده کوم سر زوری سر نشي پورته کولای، الحمدلله ثم الحمدلله.
مګر راشئ د کابل اداره وګورئ، چې ټوله اداره یې، له لکونو مسلحو عسکرو، الوتکو او په اصطلاح بهرني ملاتړ سره،  د یوه عادي جګړه مار د مقابلې او په زندان کې ساتلو توان او همت نلري. دارګ ماڼۍ چې یوه ورځ د دې جګړه مار د نیولو دعوه کوي او هغه خپله لویه بریا بولي، بله ورځ د ارګ مرستیال له عذرونو او زاریو سره نیول شوی جګړه مار خوشی کوي او په دې ډول د خپلي ادارې حیثیت په باد لاهو کوي.
دغه پیښه او د احکامو او پالیسیو په تنفیذ کې د کابل د ادارې ناتواني ثابتوي، چې دغه تش په نامه حکومت په حقیقت کې حکومت نه بلکې یوه خنثی او بې ارادې ډلګۍ ده چې نه کوم مشروعیت لري او نه د خپلو سیاستونو د اعمال جرئت او قدرت ورسره شته.
دغسې بې ارادې، بې عزمه او بې هیبته اداره د دې حق نلري چې په افغانستان غوندې یوه هیواد او ۳۵ میلیوني اولس باندې د واک چلولو دعوه وکړي. ځکه د حکومت وظیفه خلکو ته د حقوقو رسول او د هغوی د سر ، مال، حیثیت او عزت تحفظ دی. کوم نظام چې خپل حیثیت نه شي ساتلی هغه به د بل چا عزت او حیثیت څرنګه خوندي کړي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی چې د اشغال تر سیوري لاندې موږ هیڅکله د یوه واقعي، معتبر او باحیثیته نظام څښتن کیدلای نه شو. کوم نظام چې نامشروع او ګوډاګۍ وي او د خپلو سیاستونو د اعمال توان نلري هغه به ضرور ناتوان او بې اعتباره هم وي او بیا به حتی د یوه عادي مجرم او قاتل په وړاندې په ګونډو او د اولس او نړۍ دخندا وي.

Related posts