دسمبر 16, 2018

مُلا، دټولنې د اوږو بار ؟!

مُلا، دټولنې د اوږو بار ؟!

میوند سادات:

ځیني کسان ملایانو ته د پېغور په ډول وایې چې تاسي دولس پر اوږو بار یاست، ډوډۍ او دژوند اړتیاوې د ولس له جیبه پوره کوئ او په هر څه کې مو له ولس سره ځان شریک کړی دی.
رښتیا هم ولس له ملا سره خپل شته شریک کړي دي،خو پوښتنه داده، ایا ملا په زور له خلګو سره ځان شریک کړی، که خلګو په خپله خوښه ملا په خپلو شتو کې ګډ کړی دی؟. ځواب ډير واضح دی: ولس په خپله خوښه، دخپل وس په اندازه د خپل ملا د مصرف بار ته اوږه ورکړې. دملا او ټولنې همدا ډول اشتراک نوې پدیده نه ده، بلکې پراخ دیني او کلتوري ارزښت او تاریخ لري.
ولس ولي دخپلې خولې ګوله له ملا سره شریکوي. ملا دکوم درد دواء دی. ملا له ولس سره څه کړې. ولس ته یې کوم خیر رسیدلی. ملا په کومه بده ورځ ولس ته په ښه ورغلی؟.داهغه پوښتنې دي چې ځواب یې هر افغان په خپل کور،کلي،جومات او تاریخ کې موندلی شي.
خو د مشت نمونه ای خروار په توګه: ملا خلګو ته پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ورکوي. حلال او حرام ورښیې. دښو چارو امر او له بدو یې منعه کوي.دنوي زوکړي ماشوم په غوږ کې اذان کوي. د کوژدې او واده مراسم سمبالوي. دمړي دغسل، کفن، جنازې او فاتحې مراسم ترسره کوي. دکلیوالو ترمنځ شخړې فیصله کوي. ماشومانو ته جومات کې داسلام او ایمان تعلیم ورکوي. لیک او لوست ور زده کوي. دمور، پلار او مشرانو سره د ښه چلند سپارښتنې ورته تکراروي او ډيره دپام وړ داچې ملا تل دخاورې، ولس، ارزښتونو او منافعو څخه د خپل سر په بیه دفاع کړې ده.
که له ولس سره دملا د پورته ذکر شوو ښېګڼو له ډلې یوازي ماشومانو ته د ملا پر تعلیم لږ تم شو،نو یوازي دهمدې چوپړ په عوض کې هم ملا د تنخوا مستحق دی. ځکه دولت له بیت الماله- چې دولس پانګه ده- ودولتي مامورینو ته چې ښوونکي هم پکې شامل دي،دملا دمیاشتنۍ تنخوا څخه څو چنده زیات میاشتنی معاش ورکوي.
څومره لوی تعصب دی، ملا چې جومات کې دولس بچیانو ته لیک او لوست ورښیې، هیڅ باید ورنه کړل شي، خو دولتي مامور چې ښوونځي کې ماشومانو ته لیک او لوست ور زده کوي، له هر څه باید برخمن وي. توپېر په څه کې دی؟، فرق دادی چې ملا دین ته منسوب دی او مسجد داسلام یو لوی شعار دی. نو دیني شعایر چې هر څومره خوار وي، همدامنتقدین هومره چاغ اوخوشحال وي.
دهمدې ښاغلو او اغلو زیاتره یې دولتي مامورین پاته شوي، دولس په جیب ( بیت المال) روزل شوي،ددولتي مامورینو په توګه یې بیت المال کې سوري جوړ کړي، خوبده یې لا دا چې تل یې دخپلو شخصي ګټو او هوس په خاطر ملي منافع او اسلامي ارښتونه تر پښو لاندې کړي . په تېره هغوی چې د ترکي، نجیب،کرزي او غني په بلواکه واکمنیو کې دولتي دندې ترسره کړي، د لا ډیر نفرت وړ دي. ځکه همدوی د افغان ولس پر ضد له یرغلګرو سره لاس یو کړ. پرون یې دوارسا د خونړي اشغال او نن یې دناټو دوحشیانه یرغل دپایښت په موخه له پردیو لښکرو سره اوږه په اوږه دخپل ولس دمرګ، بند او تهدیدلړۍ روانه وساتله او له اشغالګرو سره یې دمور( وطن) دخرڅلاو تړون هم لاسلیک کړ.
دا ده دکمونستانو اوسیکولرانو د انصاف او وطن دوستۍ یوه بېلګه ،دوی تل خپل ټټو دنورو له اس سره برابر کړی،خپله درنه او دبل سپکه یې تکرار کړې او دا لویه ګناه او ملي خیانت یې لا هم کړی چې د پردیو په ټوپک او قلم یې خپل ارزښتونه تر پښو لاندې کړي او دخپل کلتور،تاریخ او هویت دمسخه کولو او بدرنګه کولو هڅې یې کړې دي.
بیت المال دولس حق او شتمني ده.که دولت خپل مامور ته له بیت الماله تنخوا ورکوي، حق یې دی،زحمت یې کښلی او دویاړ خبره ده!!، خو که ولس مستقیماملا ته څه ور کوي،د ملا لپاره سوال او شرم دی او دولس پر اوږو بار؟.دملا او مامور تنخوا دولس له جیبه راوځي، د ملا تنخوا بلا واسطه او دمامور دا ددولت په توسط، نو ولي دملا تنخوا شرم او بار او دمامور معاش حق او ویاړ دی؟؟!!.
ملا دټولنې ناجي او ویاړ دی،ځکه له ولس سره په ټولو مادي او معنوي، انفرادي اوټولنیزو چارو کې همکار پاته شوی. دټولنې د اوږو بار هغه نمک حرامه بچیان دي چې پرون یې د کرملین ډول ته اتڼ کاوه او نن دپنټاګون ناقوس ته ناڅي، دوی نن هم د پرون په شان د ښکېلاکګرو دتسلط او ګټو په پار یې دخپل ولس یو مخیزې ګمراهۍ او یا جنیو سایډ ته ملاتړلې ده.

Related posts