دسمبر 16, 2018

د میدان وردګ، جغتو کې د ضیاءالعلوم له غیږې د جلا شوو ګلانو سره څو شیبې

د میدان وردګ، جغتو کې د ضیاءالعلوم له غیږې د جلا شوو ګلانو سره څو شیبې

لیکنه: مولوی ضیاالحق صدیق یار
شهادت د الله تعالی هغه تحفه ده چه خپل محبوب بندګان ورباندې نازوي او دا د هغه لپاره امتیازوي، شهادت د اسلامي امت له غیږې د سرشارو او حماسي ځوانانو انتخاب دی. څوک هم چې له دې ویاړه برخمن شوی تاریخ نه یواځې دا چې په خپله غیږ کې ساتلی ، بلکي همیشه به په دوی ویاړي.
راځئ څوشیبې د ضیاءالعلوم له غیږې د څو جد اشوو تنکو ګلانو سره پاته شو.
لږ باید دا واقعه تفصيلي بیان کړم، هغه داسې چې د چهارشنبې شپه وه د مدرسې طالبانواو حافظانو د معمول په شان د ماښام له لمانځه وروسته خپل درسونه، مطالعه او تکرار کاوه، کله یې چې ماخوستن لمونځ په جماعت اداء كړ ډوډۍ یې وخوړه، نو د ځوانۍ خوب ورباندې غلبه وکړه او ویده شول. ځوانیمرګانو د آرام په غیږ کې شیبې تیرولې زیات اطمینان ورته حاصل ؤ ځکه دوی خو دا ویل چې موږ د پیغمبر دباغ ګلان یو د اسلام د بقاء لپاره شپې سبا کوو، اسلامي امت به زموږ استقبال په ګلونو کوي، خو خبر نه ؤ چې د اسلامي امت کرایه شوي غلامان به یې غوښې په باروتي اورونو کبابوي.
یولس بجې کیدونکې وې چې یو نا څاپه د ډبډبنو قهرجن اواز د مدرسې شیشي ولړزولی، ځوانیمرګان راپورته شول سمدلاسه یې نازنین سپین لاسونه پر سترګو راتېر کړل ترڅو د خوب هغه پرته نشه یې یو څه کمه شي، په سپینو لاسونو یې تور زلفان د غوږونو شاته واړول، خو په حقیقت کې دا هرڅه مهربان رب ته د ورتلو په تکل ؤ، ځکه کله هم چې یو څوک د دوست ملاقات ته ځي ځان ورته یو څه ښکلي کوي، د ځوانیمرګانو سملاسي ښکلا په حقیقت کې مهربان رب جل جلاله ته د ورتلو په تکل وه، کله چې رابهر شول له پاسه پرې وحشیانو بمبار وکړ او ټول یو ځای شهیدان شول (انالله واناالیه راجعون)

په دوی کې لومړی شهید محمدنسیم جان ؤ، د شهادت مین تنکۍ ځوان ؤ، د دیني علومو طالب ؤ، لوی رب په ځانګړي ذکاوت نازولی ؤ، د ادب دشنه اسمان ځلاند ستوری ؤ او تور زلفان یې د غوږونو شاته اړول. خوشبختانه موږ ته لوی رب جل جلاله د دوی د استادۍ ویاړ رابخښلی ؤ، دنګه چناري قواره یې لرله او اوس تازه یې په مخ تور خط ښکاره شوی ؤ، ښایسته اخلاقو یې ښکلا نوره هم زیاته کړې وه.
دوهم شهید قاری حامد جان ؤ، د جنتونو میلمه د نوي ښار په کلي کې سترګی پرانستې وې، د الله د سپڅلي کلام د حفظ د ویاړ ترڅنګ د طالبۍ له ویاړه هم برخمن ؤ، ځوانيمرګ شهید د غیرت د شنه آسمان ځلاند ستوری ؤ، د ادب په نړۍ کې به له ورایه ځلیدو، متوسط قد یې لرلو، تورو ګورګوټو ويښتانو یې ښايست لا نور زیات کړی ؤ.
دریم شهید ذبيح الله جان ؤ، د مرګي میلمه د غوزبی د کلي د ډاکتر امان الله په کور کې دې فانې دنیاګۍ ته سترګې غړولې وې، د اخلاقو د شنه آسمان ځلاند ستوری ؤ، لوی رب په حسینه قواره نازولی ؤ، په حياء او ادب یې د استاذانو په زړو کې ځای نیولی ؤ، غنم رنګ ځوان ؤ او دنګه چناري قواره یې لرله، لا یې د الله د سپڅلي کلام حفظ نه ؤ پوره کړی او په همدې لوی سعادت پسې لالهاند ګرځېدو.
څلورم شهید قاری مبشر جان د خواجه آب د کلي اوسیدونکی ؤ، د منذرین په کورکې یې دې فاني دنیا ته سترګې پرانستې وې، ځوانيمرګ شهید دالله جل جلاله د سپیڅلي کلام د حفظ له ویاړ څخه برخمن ؤ، لوی رب په نرمو ورېښم ډوله اخلاقواو حسینه قواره نازولی ؤ، حياء او ادب یې په څیره کې له ورایه ښکاریدل اوس تازه یې د نكاح سنت هم پر ځای کړي ؤ، خو خبر نه ؤ چې له خپلې جوړې سره لقاء به یې اخرت ته پاته شي.
پنځم شهید فضل محمد جان د کچ قلا او سيدونکی ؤ، د غلام حضرت په کور کې یې د فاني دنیاګۍ سره اشنایي شروع کړه، شهید اشنا متوسطه قد لرلو، نرم اخلاق لوی رب پری لورولی ؤ، د خدمت د شنه آسمان ځلاند ستوری ؤ، تل به د مدرسې پر خدمت مصروف ؤ، دحیاء او ادب سره داسې آشنا و چې کله هم نه سره بیلیدل.
وحشي ځواکونو د دغو پاکو او بې ګناه انسانانو په جابرانه شهادت هم بسنه ونکړه، بلکې سمدلاسه یې مدرسه (د دوی معنوي مور) په داسې حال شهيده کړه چې دالله تعالی سپڅلی کلام هم ورسره شهید شو. اوس د قاري جان ویني او د قران پاڼې یو ځای د مدرسې په انګړ کې له خاورو سره ګډي وې. موږ هم چې کله د دوی شهادتونه لیدل هاغه د یرموک ورځ راته ياديدله.
په پای کې الله جل جلاله ته لاسونه لپه کوو چې دې معصومو وینو ته رنګ ورکړي او نور مو له هیواد څخه د همدوی په برکت د اشغال ناولی څادر ټول شي. د همداسې ورځې په هیله.

Related posts