دسمبر 16, 2018

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/ ۲۳ مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/ ۲۳ مه برخه

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

آیا په افغانستان کې د اشغالګرو سره د همکار مسلمانانو وژل، رښتیا نا روا عمل دی؟

د کابل د علماؤ د فتوا په سریزه کې د سولي پيژنده ، د سولي اړتیا ، په اسلام کې د سولي اهمیت، او د مسلمانانو په منځ کې پر سوله د ټینګار بحث شوی ، خو په دې ټول بحث کې د فتوا علماؤ کوشش کړی ، چې د افغانستان معاصر جهاد ، د مسلمانانو په منځ کې په خپل منځي جګړې سره تعبیر کړي ، او پر دې يې د قرآن او سنت څخه روایات راوړي ، چې د مسلمانانو په منځ کې جګړه یو ستر جرم دی ، ورسره د سولي پر اهمیت يې خبره کړې ، د نصوصو له سرسري الفاظ څخه استدلال کړی او نصوص يې په تحقیقي انداز سره نه دي څیړلي، او بل دا چې په افغانستان کې د محارب امریکایانو شتون ته يې بالکل اشاره هم نه ده کړې ، د امریکایانو د یرغل او اشغال څخه په څنګ تیرشوي ، او دوی وایې : چې په افغانستان کې جهاد شرعي صبغه نلري ، پر دې مو په مخکنیو قسطو کې په تفصیل سره بحث وکړ ، اوس له معتبرو کتابو څخه دا ثابته وو، چې د اشغالګر دښمن سره د همکار مسلمان وژل په شریعت کې څه حکم لري .
داسي همکاري ته په شریعت کې مناصرة الکفارعلی المسلمین یا مظاهرة الكفار ومعاونتهم على المسلمين، او موالاة الكفار ویل کیږي.
د فقهي له نظره موالاة الکفار پر دوه قسمه دی، یو هغه دی چې د ژوند په چارو، مدني زندګي، لکه له هغوی سره معاملات، تجارت، اقتصاد، طب او نورو برخو کې هکماري وي، دا رنګه موالاة ته اسلام ډیر اهمیت ورکوي، په دې کې که کفارو ته فایده رسيږي، نو بالمقابل مسلمانان هم په هغه شان ترینه مستفید کیږي.
د موالاة دوهم قسم دا دی، چې په هغه کې د کفارو استعلا، د هغوی د قدرت مظاهره او پر مسلمانانو يې غلبه راشي، دا رنګه موالاة که په رايې، فکر او یا مشورې سره وي، که ښکاره او یا پټ، مباشر یا غیر مباشر وي، د اسلام له نظره بلکل حرام او نا روا کار دی، د دې لپاره که څومره اعذار او مبررات تراشي وشي بیا هم قابل قبول ندی، تر دې چې دا رنګه موالاة ته ډېرو ارتداد ویلی، ځکه دا شان همکاري تر ټولو خطرناکه، د الله او د الله د رسول او له مسلمانانو سره ستر خیات دی، د دې په اړه الله رب العزت فرمايې:
{یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ} [المائدة: 51]
ژباړه: اې ایماندارو ! یهود او نصارو دوستان مه نيسئ، دوی خپله یو د بله دوستان دي، او له تاسو نه چې څوک دوی دوستان ونيسي، نو بیا هغه له دوی نه دی، یقینا الله ظالمانو ته هدایت نکوي.
په تفسیر طبري کې د دې په تشریح کې لیکي: الله تعالی مؤمنان د مسلمانانو په مقابل کې د یهودو او نصاری له کومک او تحالف نه منع کړي، او اعلان يې ورته کړی، چې که له تاسو نه یو چا د الله او د الله د رسول او د مسلمانانو په مقابل کې یهود او نصارا د ځان دوستان جوړ کړل، نو هغه له دوی (یهود او نصاری) څخه دی. ځکه چې دغو مسلمانانو هم د یهودو او نصاراو په شان د الله او د الله د رسول او د مسلمانانو پر خلاف تړون وکړ، او خبردار! چې الله او رسول يې له داسي خلکو بېزاره دی. تفسير الطبري = جامع البيان ت شاكر (10/ 398)
دې ته ورته نظر د علامه ابن تیمیه رحمه الله هم دی، چې وايې: په یاد آیة سره چې څوک د یهودو او نصارا و د موالاة نه منع شوي، هغه د ردة په آیة سره هم مخاطب دي، د یادو آیتونو دا حکم د امت ټولو پېړیو ته شامل دی، الله رب العزت دا خلک په دې تهدید کړل، چې که داسي وکړئ، نو د دغو کفارو له ټولۍ نه حسابل کیږئ، ابن تیمیه وايې: چې له دېنه دا په ښکاره معلومیږي، چې دا کسان د اسلام له دائرې خارج او مرتد دي، خو دوی به هیڅکله هم اسلام ته ضرر ونه رسوي. مجموع الفتاوى (18/ 300)
د الجزائر ځینو قبایلو د مسلمانانو خلاف له فرانسویانو نه کومک وغوښت، د مغرب مشهور فقیه ابو الحسن التسولي د کفر حکم ورباندي صادر کړ. أجوبة التسولي على مسائل الأمير عبد القادر الجزائري: ص 210
همداسي فرانسویانو او فرنګیانو د مصر پر مسلمانانو حمله وکړه، شیخ احمد شاکر اعلان وکړ، چې له دغو یرغلګرو سره که چا هر رنګه تعاون وکړ، هغه که لږ وي، او که ډیر، دا په ښکاره مرتد او صريحي کفر دی، په دې کې هیڅ عذر هم قابل قبول ندی، په دې باره کې نه جاهلانه قومیت او نه هم شیطاني سیاست معتبر دی، دا تعاون که د افرادو لخوا وي، او که د حکومت یا د قومي مشرانو له لوري؛ ټول په کفر او په ارتداد کې سره یو دي، د ښځو سره يې نکاح ماته ده، لمونځ يې نه دی صحیح، زکات يې نه دی صحیح، تر دې چې یو رنګه عبادت يې هم نه صحیح کیږي، ځکه د عبادت لپاره ایمان شرط، او دوی له ایمانه وتلې او مرتد دي. کلمة الحق: ص: 130.
د سورة المائدة د 15 نمبر آیت په تفسیر کې چې د تفاسیرو مطالعه څوک وکړي ، دا به ورته واضحه شي ، چې ډیری علماؤ هغه مسلمانان له اسلام خارج بللې ، څوک چې د مسلمانانو پر خلاف د کفارو ملاتړ کوي ، هغه که په لاس ، ژبه او قلم او یا هر رنګه معاونت سره وي . د هغو علماؤ له جملې نه : شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله تعالی ، ابن حزم رحمه الله تعالی ، ابن القيم رحمه الله تعالی ، فقيه أبو الحسن علي بن عبد الله الأنصارى رحمه الله تعالی ، العلامة التسولي شيخ الإسلام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله تعالی ، الشيخ سليمان بن عبد الله بن محمد بن عبد الوهاب رحمه الله تعالی ، او داسي نور ډیر چې شمیر يې مشکل دی ، دا ټول وايې : چې یو مسلمان د کفارو سره د نورو مسلمانانو پر خلاف کومک او همکاري کوي ، د کفارو په صف کي د مسلمانانو پر خلاف جنګ کوي ، د مسلمان جاسوسي ورته کوي ، مسلمانانو ته دا شان تعذیب ورکوي ، لکه کفار چې ورکوي ، د دې حکم دا دی چې د اسلام له رائرې څخه خارج دی .
له یادو روایاتو نه او د علماؤ له اقوالو دا خبره واضحه شوه، چې د مسلمانانو پر خلاف له محاربو کفارو سره مرسته کول، هغه که هر رنګه وي، او هر قسمه عذر تراشي ورته وشي؛ د اسلام له نظره څومره ناروا او خطرناکه خبره ده، د الله او د الله له رسول او له ټول امت سره یو عظیم خیات دی، نو ځکه یادو علماو ورباندي د ارتداد حکم کړی دی.
البته زموږ د احنافو مذهب پر داسي کسانو د ارتداد فیصله نه کوي، علامه طحاوي رحمه الله د حاطب بن أبي بلتعة په کيسه سره دلیل نسې، او مرتد يې نه بولي، چې هغه هم د مکې د فتح خبر کفارو ته ورکاوه، خو په لار کې ګرفتار شو، نبي علیه السلام ورباندي د مرتد حکم ونه لګاو.
خو تر ارتداد را لاندي په اوله درجه فسق، ناروا او حرام کار دی، د داسي مسلمانانو حکم د کفارو په شان دی، یعني مجاهد ته يې وژنه روا ده، ځکه کفار چې په ظلم مسلمانان بندیان کړي، او د خپل صف په مخ کې را روان کړي وي، په دې صورت کې د مجبوریت او اضطرار له امله مجاهدینو ته روا ده، چې پر کفارو حمله وکړي، اګر که هغه مظلوم مسلمانان هم ورسره ووژل شي.
نو هغه مسلمانان چې په خپل سر او مال د محاربو کفارو نه په وسلې سره دفاع کوي، د مسلمانانو جاسوسي ورته کوي، د متجاوز دښمن په دفاع کې خپل مسلمان ورور وژني، بندي کوي يې، او هر رنګه تعاون ورسره کوي، نو د دغو مسلمانانو مرګ به بیا په کوم دلیل جائز نه وي؟ او که د یرغلګرو په دفاع کې مړ شي، نو په کوم دلیل به شهید ورته وویل شي؟، او بالمقابل هغه مجاهد چې په ډیر سخت حالت کې د اسلام او وطن له حریم نه په خپل سر دفاع کوي، څرنګه به د اسلام له قاموس سره سم دهشتګر وبلل شي؟
له خپل حریم نه دفاع یو انساني حق دی ، او څوک چې مسلمان وي ، الله او د الله پر رسول يې ایمان پر هغو خو یو ایماني فریضه هم ده ، نو د کابل علماء که په افغانستان کې محارب کفار نه ویني ، ملامتي د دوی ده ، او که سترګي ورباندي پټوي لکه د فتوا په ټوله محتوا کې چې دا کار کړی ، نو خبره يې غیر شرعي او غیر منطقي ده . والله اعلم بالصواب

نور بیا ……..

Related posts