دسمبر 16, 2018

خواږه خواږه یاران / خلیل همراز

خواږه خواږه یاران / خلیل همراز

شاعر : خلیل همراز 

دا موږ څومره سره خپل یو، دا موږ څومره سره ګران یو
دا چي نه سره بېلیږو دا خو یو وجود او ځــــــــان یو

بس که غم وي که خوښي وي، هیڅ اثر راباندي نکړي
په ډاډه زړګي یې لمانځو هر یوه درد لره درمان یــــو

شبګیرو سره عادت یو، مینه ښه په نره ساتــــــــــو
د سحر لمن به نیسو، نیمو شپو غیږ کي روان یـــــــــو

په شیرینو اوږو بار وړو، په نازکــــــــــــــو پښو تڼاکي
د حریت ناوي که راوړو، بس پدغه یوه ارمان یــــــــو

ډیري تاندي هیلي مړې شوې ډیر بلا زړونه لوګي شول
زموږ داسي زنده ګي ده، د خوښیو سره وران یـــــــــو

موږ ته هیلي ګل کوي خـــو!! خپله سوځي په لمبو کي
مــــوږ د داسي چا عسکر یو، موږ د دې پیر مریدان یـو

ټول د یوه ارمــــــــــان لپاره، ټول د یوه هدف پر لوري
موږ ورځو خلیل همرازه ټول خواږه، خواږه یاران یــــو

Related posts