دسمبر 16, 2018

د ماسکو کانفرانس، د قضیې د حل په خوا مثبت ګام

د ماسکو کانفرانس، د قضیې د حل په خوا مثبت ګام

د نومبر د میاشتې په نهمه نیټه د روسیې په پلازمینه ماسکو کې د افغانستان د قضیې په اړه نړیوال کانفرانس ترسره شو. دغه کانفرانس چې د (ماسکو فارمیټ)د غونډو په سلسله کې دائره شوی و، د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د دائمي غړو چین، روسیې او امریکا په استازو سربیره د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو او پاکستان، ایران او هند استازو هم په کې ګډون درلود.
غونډې ته د کابل رژیم په استازیتوب یو پنځه کسیز پلاوی هم تللی و، دغه راز د اسلامي امارت لخوا د سیاسي دفتر د مشر ښاغلي شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ پنځه کسیز پلاوي په دې غونډه کې شرکت درلود.
د پخوانیو ورته غونډوپه نسبت د دې کانفرانس امتیاز دا و، چې د سیمې نږدې ټولو هیوادونو او د کانفرانس ډیری ګډونوالو د اسلامي امارت له هغه موقف سره همغږي وښوده چې په دې مجلس کې ارائه او په لیکلي شکل په ټولو ګډونوالو وویشل شو. د کانفرانس ګډونوال چې زیاتره یې زموږ د ګاونډ مهم هیوادونه دي په دې خبره یوه خوله و، چې د افغانستان جګړه د پوځي ستراتيژیو په توسط نه حل کیږي. د امریکایي ځواکونو راتګ په سیمه کې یوازې سوله او استقرار له منځه وړی.د افغانستان خلک حق لري چې خپل نظام په خپله جوړ کړي، افغانستان باید د پردیو مداخلو او اشغال ډګر نه وي، افغانان دې پریښودل شي چې له نړیوالو مداخلو پرته خپل سرنوشت تعین کړي او له اوږدو جګړو ورپیښ زخمونه جبیره کړي.
په کانفرانس کې د اسلامي امارت د منطقي او پاخه موقف څخه د ګډونوالو استقبال دا خبره ثابتوي چې اوس د سیمې اونړۍ ډیری اولسونه او حکومتونه د افغانستان د قضيې له واقعیته خبر دي او په دې پوهیږي چې دلته د جنګ اصلي علت څه دی او سوله څنګه راتلای شي؟؟ دې کانفرانس دا حقیقت هم ثابت کړ چې په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو شتون لکه څنګه چې د افغان اولس په خپلواکۍ او دیني ملي ارزښتونو تیری دی، همدا راز د سیمې له حقائقو سره هم ټکر لري او د بحران او تشنج لامل ثابتیدلای شي.
د افغانستان اسلامي امارت د دغسې غونډو تدویر د قضیې د حل په خوا مثبت ګام بولي او امید لري چې په راتلونکې کې هم دغه لړۍ تعقیب شي.ځکه دجګړې غوټه همیشه د تفاهم او سیاسي تعامل په توسط خلاصیږي.دا چې د امریکا حکومت هم دې کانفرانس ته خپل استازی لیږلی و، ښه اقدام دی. امید شته چې مقابل اړخ به په راتلونکې کې تر دې په لوړه سطحه او اغیزناک ډول په دې تفاهمي پروسه کې ګډون ولري او په نهایت کې به دې پایلې ته ورسیږي تر څو د خپلو متجاوزو عسکرو په خروج سره هغه جګړه پای ته ورسوي چې اوولس کاله پخوا یې د ناموجهو دلائلو او غلطو محاسبو په اساس پیل کړې وه. هغه جګړه چې امریکا ته یې له درنو ځاني او مالي زیانونو پرته بل هیڅ پایله هم په لاس نه ده ورکړې.

Related posts