دسمبر 13, 2018

د اکتوبر په میاشت کې په ټول هیواد کې د ملکي تلفاتو ارقام

د اکتوبر په میاشت کې په ټول هیواد کې د ملکي تلفاتو ارقام

د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې هم لکه د تیرو میاشتو په څير امريکايي اشغالګرو او د کابل ګوډاګۍ ادارې عسکرو د خپل معمول سره سم د مظلومو ملکي افغانانو په وړاندې خپلو جنایاتو ته دوام ورکړ.
د بشري جناياتو په  لړۍ کې د (۲۰۱۸)م کال د اکتوبر مياشت د ملکي تلفاتو په رابطه يوه خونړۍ مياشت وه چې له مخې یې د افغانانو د قصدي عام وژنې پروسه په ډير وحشت اوچټکۍ سره روانه وه.
د امريکايي اشغالګرو عسکرو بې رحمه هوايي بريدونو، شپنيو عملیاتو اوچاپو له کبله د هيواد په ګوټ ګوټ کې ډير مظلوم هیوادوال شهیدان او ټپيان کړل شول، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون (۱۲۹) ملکي کسان شهیدان شوي، ( له دې  جملې څخه (۲۱) یې ميرمنې او(۱۸) ماشومان دي).
همدا ډول (۱۰۱) تنه ملکیان ټپيان شوي ( چې «۱۰» یې ميرمنې او «۲۴» پکې ماشومان دي).
همداراز (۵۷) بابه ملکي کورونه، (۱۰۱) دوکانونه، يو ښوونځی او يو باب مسجد منفجر او تخریب شوي.
په دې برسېره  (۳۵) شخصي موټرسایکلان، (۱۰) عرادې واړه او (۲) عرادې غټ موټران، (۵۱۰) مثمرې ونې اوخورا ډير زراعتي فصلونه او باغونه یې هم قصدا له منځه وړي او ویجاړ کړي دي.
په شپنيو عملیاتو او ظالمانه چاپو کې يې تر (۲۸) کسانو پورې عام وګړي بنديان کړي دي.
د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکايات کميسيون همیشه داسې پیښې او جنایات د بشر د حقوقو ادارو او نورو بشرپاله خیریه ټولنو سره وخت په وخت شریکې کړې دي، ترڅو د داسې جنایاتو په مخنیوي او غندنه کې اقدام وکړي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې چا هیڅ کوم مثبت اقدام ندی کړی.
د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات کمیسیون د اسلامي امارت د مشرتابه د محترم مقام په نمايندګۍ، يادې ټولې پيښې، چې زموږ بې ګناه هيواد وال پکې شهيدان يا متضرر کیږي، په کلکو ټکو غندي او يو لوی بشري جنايت يې بولي. ورسره متضررو کورنیو ته د تسلیت او خوا خوږۍ مراتب وړاندې کوي .والسلام

د ملکی تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات کمیسیون
۴/۳/۱۴۴۰هـ ق
۲۱/۸/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/11/12م

Related posts