دسمبر 16, 2018

داسلام غزوات او سرایا(دموته غزا)

داسلام غزوات او سرایا(دموته غزا)

 ابوظهیر

 په(موته) نوم میدان کې دواړه لښکرې یوبل ته  مخامخ شوې، دمسلمانانو لخوا حضرت زیدبن حارثه   داسلام بیرغ په لاس کې نیولی پلی روان او جنګیده،  ددښمن پر لیکو ورننوت ورسره جنګیده، جنګیده،  چې هم هلته شهید شو،دهغه وروسته بیرغ حضرت جعفر  په لاس کې پورته کړ او هغه هم ددښمن پر صفونو ورننوت، کله چې دښمنانو دهرې خوا ونیواو ورته اس یې زخمي کړ نو داس نه ښکته شو ،اس یې په توره وواهه( څو دښمن ته روغ په لاس ورنشي البدایة)) او بیا پلی دهغوی سره په جنګ لګیاشو،ورسره جنګید، جنګیدو کې  مخ په وړاندې روان و  او دایې  ویل:

یَا حَبّذا  الجَنةُ  وأقتُرَابُها         طَیِبةً وَبَارداً  شَرَابُهَا

ژ: جنت او دهغه قرب څومره پاکېزه  او خوږ دی او دهغه اوبه څومره ډیرې یخې دي!

الرُوم  رومٌ قَد دَنَا عَذَابُهَا              کَافِرةٌبَعِیدةٌ   أنسابُها

او درومیانو عذاب نیږدي  دی کافران دي او نسب یې له موږ نه ډیر لري دی یعنې ز موږ اود هغوی  په منځ کې هیڅ قربت نشته

         عَلیّ اِن لَاقَیتُها ضِرَابُها

ژ: مقابلې په وخت کې دهغوی وژل پر ما فرض دي 

په جنګ کې  کله چې یې ښی لاس قطع شو نو داسلام بیرغ یې په بل( چپ) لاس کې ونیو،کله چې هغه( چپ لاس ) هم قطع شو نو په غیږه کې ونیو تردې پورې چې شهید شو،الله تعالی ورته  دوه وزونه ورکړل پر کومو سره چې په جنت کې دفرښتو سره یوځای الوزي را الوزي

په صحیح بخاري  کې دعبد الله بن عمرڅخه روایت دی کله چې دحضرت جعفر  جسد ولیدل شو  شو له نوي(۹۰) نه زیات دغشو او تورو ټپونه ورباندي وو اوټول یې په مخامخ خوا خوړلي وو  په شا کې یې یوز خم هم نه و

دحضرت جعفر دشهادت وروسته داسلام بیرغ حضرت عبد الله بن رواحه  پورته کړ،  هغه مخکې ته، په اس سپورو،دڅو ثانیو دځنډ اومره ورسره لږ تردد پیدا شو  سملاسي ځان تنه مخاطب شو وي فرمایل:

اَقمستُ یَا نفسي لَتَنزِلَنّه           کَارِهةً اَو لَتطَاوِ عَنّه

ژ: اې نفس!تاته سوګند درکوم چې ضرور به داس نه ښکته کېږي او دالله  ددښمنانو سره به جهادوقتال کوي، که ستا خوښه  وې او که نه!

اِن اَجلَبَ النّاسُ وَ شُدّوا الرَّ نّة     مَالِی اَرَاک تَکرِهِینَ الجَنةَ

ژ: که خلک چیغې او کوکارې وهي نو وجه څه ده چې وینم دي جنت نه خوښوي؟ یعنې په تیزۍ سره ولې قدم نه اخلي او په وړاندې تلوکې سستې کول  دجنت نه خوښول دي!

قَد طَالَما قَدکُنتِ مُطمئنّة       هَل اَنتِ اِلّا نُطفةُ فِی شنّه

ته ډیر وخت مطمئن پاته یي! اوس په تاڅه وشول ، ستا حقیقت څه دی ته خو دمور په رحم کې یوه نطفه وي، او دهغه بې حقیقته نطفې پخاطر دخدای په لار کې ځان وروسته وړاندې کوي 

 ویلي:

یانفس اِلَا تُقتَلِی تَمُوتِی     هذا حِمامُ المَوتِ قد صلیتِ

اې نفس! که ته قتل نشي نومري به ضروراو دا دمرګ قضاء ده چې ته به پکې خامخا مبتلی کېږي

وَمَا تَمَنیتِ فَقد أعطیتِ        اِنتَفعلِی فِعلُهَما هُدیتِ

دکوم څه چې  تاارزو کړې وه هغه تاته ورسید یعنې  دفی سبیل الله شهادت موقع ده که تا دزید او جعفر پشان کار وکړ نو هدایت به ومومي

دایې وویل: اس نه ښکته شو دتره ځوی ورته ورسره مخ ته شو ، هغه ورته دغوښې هډوکی ورکړ څو وې شپېلي او په قوت سره وجنګیګي زکه دڅو ورځونه ورباندې فاقه تیره وه هغه یې لږ وشپیله  خو سملاسي یې وغورځاوه ویلي: اې نفس! خلک جهاد کوي او ته په دنیا کې مشغول یي

توره یې واخیسته او مخکي لاړ جنګیده جنګیده چې شهید شو او داسلام بیرغ یې دلاس نه ثابت بن  اقرم واخیسته هغه مسلمانانوته غږکړل چې :اې مسلمانانوپخپل منځ  کې یوتن امیر غوره کړئ خلکو وویل: ته زموږ امیر یي، موږ ستا په امارت راضي یو!ثابت بن اقرم  وویل: زه داکار نشم کولی ، دایې وویل: بیرغ یې  خالد بن ولید ته ورکړ هغه ته یې وویل: ته ښه جنګي تجربه لري! خالدبن ولید دامارت په قبلولو کې لږ تامل وکړخو ټولو مسلمانانو په دهغه د امیر په توګه اتفاق وکړ، خالدبن ولید اسلامي بیرغ واخیسته او مخکي شو اوپه نهایتي زړورتیا، او شجاعت سره یې دالله تعالی ددین ددښمنانو مقابله وکړه

په صحیح بخاري کې دخالدبن ولید  نه روایت دی وايي: په موته غزا کې زه جنګیدم جنګیدم په لاس کې نهه تورې مې  ماتې شوې صرف یوه یمنۍ توره زما په لاس کې پاتې شوه

په دوهمه ورځ خالدبن ولید دلښکر هیئت تغیر کړمقدمة الجیش یې ساقه،او میمنه یې میسره کړه دښمن چې دلښکر بدل هیئت ولید نو مرعوب شو  او وې انګیرل چې نوی کومک مسلمانانو ته رسیدلی دی

ابن سعد ابوعامرنه روایت دی چې کله خالد بن ولید په رومیانو باندې حمله وکړه نو هغوی ته یې داسې شکست ورکړچې ما داسې شکست هیڅکله هم نه ولیدلی مسلمانانو چې هرځای غوښتل هغلته یې توره کاروله 

دزهري، عروة بن زبیر،موسی بن عقبه او عطاف بن خالد او ابن عائذنه هم  دامنقول دي او په صحیح بخاري کې دي :

         حتی فتح الله علیهم

ژ: تردې پورې چې الله مسلمانانوته فتح ورکړه 

دحاکم په روایت غنیمت کې مسلمانانو ته څه توکي په لاس ورغلل درومیانو دشکست وروسته خالد بن ولید دهغوی  په تعقیب تګ مناسب ونه ګاڼه او دخپل لږ جماعت سره  بیرته مدینې منورې ته ستون شو

په دې غزا کې کوم  دولس مسلمانان شهیدان شول دهغوی نومونه په لاندې ډول دي:

۱-زیدبن حارثه         ۲- جعفربن ابی طالب 

۳- عبد الله بن رواحه   ۴- مسعود بن اسود
۵- وهب بن سعد                ۶- عبادة بن قیس
۷- حارث بن نعمان       ۸-سراقه بن عمرو
۹-ابوکلیب بن عمروبن زید  ۱۰- جابر د عمروبن زید زامن

۱۱- عمروبن سعد بن حارث ۱۲- عامر دسعد بن حارث زامن

 په کومه ورځ او کوم وخت چې په موته کې داسلام ددي لویو غازیانو دشهادت واقعه رامنځته کېده، الله  پخپل قدرت سره دشام زمکه درسول الله  په مخکي کیښوده دجنګ میدان درسول الله  په وړاندي و، دشام او رسول الله ترمنځ ټولې پردې پورته شوې رسول الله دصحابه وو د ورغوښتو لپاره دالصلوة جامعة منادي( غږ) وکړ، کله چې صحابه ټول شول رسول الله  منبر ته وخوت او دجنګ میدان ته یې کتل فرمایل یې:

زید پخپل لاس داسلام بیرغ کې ونیو او کافرانو سره یې کلک جنګ وکړ تردې پورې چې شهید شو او جنت ته ننوت، دزید وروسته جعفر داسلام بیرغ پورته کړ، او دالله ددښمنانو سره ښه کلک وجنګیده، تردې پورې چې شهید شواو جنت ته لاړ او دفرښتو سر یوځای په جنت کې په دوه وزرونو سره الوزي را الوزي دهغه وروسته عبد الله بن رواحه داسلام بیرغ پورته کړ…

رسول الله  دا وفرمایل اوبیا چوپ شو ترڅه ځنډه ورباندې دچوپتیا حالت طاري و، انصارو چې کله داحالت ولید ،وډارشول اوپه مخونو کې یې دخفګان نښې ښکاره شوې هغوی  سره دااندیښنه پیداشوه چې شاید دعبد الله بن رواحه نه کوم نامناسب کار څرګند شوی دهغه په وجه رسول الله چوپ شو

دلږځنډ چوپیتا وروسته یې وفرمایل:

عبد الله بن رواحه هم دکافرانوسره ښه کلک جهادو قتال وکړ تردې پورې چې  شهید شواو دریواړه جنت ته پورته کړای شول او دطلا په تختونو باندې متمکن دي لیکن ما دعبد الله بن رواحه تخت لږ لړزاند ولید ،ماته وویل شول چې عبد الله بن رواحه ته دمقابلې په مهال لږ ډیر تردد پیښ شو او دلږ وروسته و وړاندې کیدونه پس مخکي شو او زید او جعفر دکوم تردد او وړاندې وروسته کېدو پرته مخکي شول 

اوس دهغه وروسته سیف من سیوف الله دالله تعالی دتوروڅخه یوې تورې یعنې خالد بن ولید داسلام بیرغ پورته کړتردي پورې چې الله تعالی مسلمانانو ته فتح ورکړه 

په یو روایت کې دي چې:

رسول الله وفرمایل:الّلهمّ اِنّه سیفٌ مِن سُیُوفِکَ فَانتَ  تَنصُرهُ فَمِن یَومَئیذٍ سُمِّی سَیفُ الله

ژ: اې الله! خالد ستا دتوروڅخه یوه توره ده، ته ور سره مرسته وکړي دهمدې ورځې وروسته دسیف الله په لقب باندې مشهور شو

اصل واقعه په صحیح بخاري کې شته او نور تفصیل یې دابن اسحاق ا و بیهقي  دروایت نه اخستل شوی دی 

نوربیا  

Related posts