دسمبر 16, 2018

شهید مولوي محمد داود خدام، د امتیازي صفاتو څښتن مجاهد

شهید مولوي محمد داود خدام، د امتیازي صفاتو څښتن مجاهد

قاري سعید

د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د محرم په شلمه نیټه د زرمت ولسوالۍ د کوتي خیلو په کلي امریکایانو او د هغوی داخلي ګوډاګیانو نیمه شپه چاپه ووهله، په دې چاپه کې یې ډیر زیان ولسي وګړو ته ورساوه، د ګڼو کورونو دروازې یې په بمونو والوځولې او موټرې یې وسوځلې. په همدې شپه د سیمي یو تن مخکښ مجاهد مولوي محمد داود خدام چې په (مولوي مطیع الله) مشهور و هم د امریکایي هوایي ځواکونو په برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

شهید مولوي مطیع الله خدام هغه مجاهد و چې د خپل ۵۰کلن ژوند نږدې ټوله موده یې د تعلم، تعلیم، جهاد، دعوت او عامه خدمت او رهنمایي په چارو کې لګولې وه. د نوموړي شهادت ځکه د سیمې د مجاهدینو لپاره لویه ضائعه وه چې هغه د جهادي فعالیت ځیني داسې خصوصي امتیازات درلودل چې اکثره خلک ترې غافل وي او یا یې هم په اهمیت نه پوهیږي. په دې کرښو کې به د نوموړي له مختصر ژوند لیک وروسته د هغه د ژوند او  ځانګړوخدماتو لنډه خلاصه درته ذکر کړو هیله ده چې تر پایه یې راسره ولولئ.

شهید مولوي محمد داود خدام

شهید خدام له په ۱۳۴۷ هجري شمسي کال کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ګورجي په سیمه کې د مرحوم حاجي موسی په کور کې دنیا ته راغلی. لا ماشوم و چې د کمونیستانو په ضد د جهاد او ورپسې د هجرت مرحله پیل شوه. د نوموړي کورنۍ او قریبان د جهاد په کلونو کې د ستر جهادي قائد شهید مولوي نصر الله منصور له نږدې متعلقینو څخه وو چې په همدې اساس خدام صاحب هم د ستر جهادي مفکر شهید مولوي نصر الله منصور صاحب د علمي او جهادي فکر په سیوري کې رالوی او وروزل شو.

شهید مولوي محمد داود خدام خپل دیني درسونه د افغانستان او پاکستان په مختلفو دیني مدارسو کې ولوستل. د کمونیزم ضد جهاد په اواخرو کې یې په مسلح جهاد کې شرکت وکړ او د زرمت له استقامته په مرکز ګردیز په ډیرو تعرضونو کې برخوال و.

خدام صاحب وروسته د شهید قومندان سیف الرحمن منصور او د اسلامي امارت د رهبري شوری د غړي ملا عبداللطیف منصور صاحب په ملګرتیا کې پاته شو تر دې چې د اسلامي امارت او بیا امریکایي ضد جهاد په ټوله موده کې یې د منصور صاحب د جبهې د یوه مخکښ او مشر مجاهد په حیث جهادي دنده ترسره کړه.

کله چې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ، اسلامي امارت له سترو ښارونو څخه عقب نشیني وکړه او د افغانستان په ډیرو برخو د ګوډاګیانو سلطه راغله، دغه مهال خدام صاحب د شهید ملا سیف الرحمن منصور تر څنګ د شاهیکوټ د لومړني جهادي مقاومت په ترتیباتو او د مهاجرو مجاهدینو په خوندیتوب کې ستر نقش درلود او په هغه سخته مرحله کې د نوموړي جهادي خدمت له تاریخي کارنامو څخه شمیرل کیږي.

د اوسني جهاد په اوولس کلنه مرحله کې شهید مولوي محمد داود خدام د مجاهدینو په روزلو، د معسکراتو په تنظیم او د تربیوي دورو په په جوړولو، جهاد ته د اولس،محصلینو او متعلمینو په هڅولو او د جهاد په نفع د قومي مشرانو، علماء کرامو، مخورو او پخوانیو مجاهدینو د ملاتړ په جلبولو کې اساسي نقش درلود.

مولوي مطیع الله خدام په دې موده کې د پکتیا ولایت د ولایتي کمیسیون د غړي، د پکتیا ولایت  د زرمت ولسوالۍ د نظامي او بیا ملکي مسؤل او په دې وروستیو کې د دعوت او ارشاد د مسؤل په حیث دندې اجراء کړي دي. خو له دې نه علاوه نوموړي په خپل ابتکار د نویو ځوانانو د سالمې تربیې، د عام اولس د افکارو د تنویر او د سیمه ییزو مسائلو د حل او فصل،  اجتماعي خدمت او خیر رسولو په برخه کې سترې کارنامې ترسره کړي دي. تر دې چې دهمدې جهادي او عامه خیر د خدماتو په لړ کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

د شهید خدام صاحب د شخصیت ځانګړې او څو خاطرې

په ۲۰۰۳ میلادي کال کې چې امریکایي یرغل په اوج کې و، په هیواد دننه دیني مدارس تړل شوي وو او د طالب او او ملا عنوان جرم بلل کیده، زما په شمول ډیری کم عمره او ځوان طالب العلمان د دیني علومو په تلاش پسې قبایلي سیمو ته مسافر شول تر څو هلته دیني علوم ترلاسه کړي. په همدې موده کې موږ څو ملګرو  د قبایلي سیمې په یوه مدرسه کې درسونه ویل، خو یو مولوي صاحب به هره جمعه یا په څو جمعو کې یو ځل مدرسې ته راته، طالبان به یي رایوځای کړل او بیا به یې ورته په ډیر صمیمانه انداز خبرې کولې. کشران طالبان به یې خپلو درسونو ته متوجه کول، له عبث وخت تیرولو، لهو و لعب او بد اخلاقۍ څخه به یي راګرځول او د جهاد او خپل دین او اولس ددفاع لوی مسؤلیتونه به یې ورپه زړه کول. دغه کس چې په یوازې ځان یې خپله دعوتي او تنویري مبارزه جاري ساتله مولوي محمد داود خدام و.  اکثره خلک چې دعمر یا مقام په لحاظ لږ لوړ شي نو بیا د کشرانو مجلس او د هغوی رهنمایي ورته کسر شان ښکاريږي. خو شهید مولوي خدام صاحب په دې پوهیده چې همدغه کشران طالبان د سبا ځوانان دي، دوی به د جهاد او اسلامي مبارزې مسؤلیت په اوږو اخلي نو ضرور ده چې اخلاقي، علمي او مسلکې تربیې ته یې پام وشي او سر له اوسه یې فکري رهنمايي وشي.

وروسته چې جهادي عملیات پراخ او علني شول، مولوي محمد داود خدام د حج د فریضي له اداء کولو او د سعودي عربستان له لنډ سفر وروسته یو ځل بیا جهادي ډګر ته راغی، نوموړي په تیرو لسو کلونو کې زیاتره وخت په خپله جهادي سیمه کې تیراوه او دخپل مؤمن اولس او عامو خلکو سره ناسته ولاړه، د هغوی مرسته او هغوی ته خیر رسول ورته تر ټولو مهمه وظیفه معلومیده.

لکه څنګه چې الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایي: هو الذي ایدک بنصره و بالمؤمنین . . .(سورة الانفال)  الله تعالی هغه ذات دی چې ستا کومک یې په خپل نصرت او د مسلمانانو په ملاتړ سره کړی دی.. . . له دې څخه معلومیږي چې د جهاد او اسلامي مبارزې په لاره کې د عامو مسلمانانو ملاتړ له ځان سره ساتل، د هغوی زړونه خپلول او عامې پرګنې د جهادي صف تر شا دیوه مؤید ځواک په حیث بسیج کول، د مبارزې د بریا او بقاء اساسي رکن بلل کیږي. شهید مولوي خدام همدا ضرورت حس کړی و، نو ځکه یې په جهادي ژوند کې ټوله توجه دې ته وه، چې په اولسي کچه  علماء کرام، دمساجدو امامان، قومي مشران، سپين ږیري، د لیسو او مکاتبو معلمان، د مدرسو مدرسین، دپوهنتون محصلین، پخوني مجاهدین او د ټولنې بیلابیل اقشار په اعتماد کې واخلي، له هغوی سره پرلپسې صمیمانه او له اخلاصه ډک مجالس جوړ کړي. هغوی ته خپله جهادي داعیه په واضح شکل ور رسوي او په نهایت کې د جهاد لپاره د ټول اولس ملاتړ را جلب کړي.

په دې لړ کې د نوموړي په ابتکار په محلي سطحه د قومي مشرانو حلقې او شوراګانې جوړې شوې، چې د لوړ ولور د کنترول تر څنګ یې د بې ځایه رواجونو او مصارفو د له منځه وړلو، د منازعاتو دحل او فصل او د دښمن د اربک سازۍ د د دسیسې په شان د بیلابیلو توطیو د خنثی کولو په کار کې ستر رول ولوباوه.

د سیمي د علماء کرامو مشترکې غونډې او د فقهي مجلس جوړول هم د شهید خدام صاحب د هڅو برکت وو. دغه راز نوموړي د معارف کمیسیون له استازو سره په ګډه د محصلینو، متعلمینو او د لیسو او ښوونځو له استادانو سره پرلپسې مجالس او رابطه درلوده چې په برکت یې ډیر متعلمین او محصلین د جهاد له مقدس صف سره یوځای او خپل استعدادونه یې ددیني خدمت په لارو کې وکارول.

رحمه الله تعالی

 

 

 

 

 

 

Related posts