دسمبر 16, 2018

اشغالګرو ته د نفوذي بریدونو پیغام

اشغالګرو ته د نفوذي بریدونو پیغام

د اونۍ تبصره :
د تیرې شنبې په ورځ د نومبر په دریمه، په پلازمینه کابل کې د اجیري اردو د کمانډو ځواکونو په تعلیمي مرکز کې، یوه افغان عسکر خپل ټوپک په امریکایي روزونکو ور واړاوه او د لوړپوړي سلاکار او روزونکي برینټ ټایلر په وژنه سربیره یې څو تنه نور ټپیان کړل.
ځانګړي ځواکونه د امریکایانو هغه داخلي اجیران دي چې په ډیر دقت او له ژورو پلټنو وروسته ورته کسان انتخابیږي، دا چې د همدې ځواکونو له منځه په لوړپوړو امریکایي روزونکو ډزې کیږي، معنی یې دا ده چې په افغانستان کې د اشغال ضد ذهنیت تر هر ځایه رسیدلی او اوس هیڅ پوځي یا ملکي جوړښت، اداره او محل هم د امریکایانو لپاره امن نه دی.
په کابل کې امریکایي روزونکو ته داسې مهال مرګ ژوبله اوړي چې له دې څو ورځې وړاندې د هرات په شینډنډ کې هم یوه افغان عسکر خارجي اشغالګر وژلي وو او له هغه وړاندې په کندهار کې دعسکرو په منځ کې نفوذي مجاهد د داخلي او خارجي جنرالانو په غونډه ډزې وکړې چې د کندهار د امنیه قومندان په شمول څو لوړپوړي ګوډاګیان په کې مړه او په کندهار کې دامریکايي ځواکونو مشر جنرال جیفري سمایلي په کې ټپي شو.
دا افغان عسکرو له منځه په امریکایي اشغالګرو د وژونکو بریدونو ناتمامه سلسله چې د اشغالګرو او ګوډاګیانو تر منځ پرلپسې بې باوري زیاتوي، روحیه یې له منځه وړي،د خطر او تلفاتو کچه یې لوړوي او د اسلامي امارت د مجاهدینو په ژوره پوځي پلان ګذارۍ او پراخ لاسرسي دلالت کوي. له دې نه علاوه اشغالګرو ځواکونو او د هغوی متبوعو هیوادونو ته یو لړ نور پیغامونه هم له ځان سره لري.
دا بریدونه د تاریخ هغه ثابته خبره یو ځل بیارښتیا کوي چې افغان اولس هیڅوک په پیسو نه شي خپلولی او اخیستلی. له بهرنیو اشغالګرو کرکه او له هغوی سره دښمني د دې اولس د هر وګړي د فطرت برخه ده نو ځکه اشغالګر باید د دې هیواد له هر وګړي د خطر احساس وکړي.
دا وضعیت اشغالګرو ته ورښيي چې دوی که په دې هیوادکې د اوسیدو او د اشغال د دوام فکر لري نو باید تر ابده همدا د ډار او اضطرار حالت وزغمي، همیشه باید د جنرالانو په کچه دخپلو لوړپوړو کسانو د مرګ ژوبلې زغم ولري. او دلته داوسیدو په حال کې باید هر وخت، هر ځای او له هر چا د مرګوني خطر احساس ولري.
دا چې نفوذي بریدونه د مصرف او خوارۍ په لحاظ هوسا، خو دښمن ته د تلفاتو او رواني ــ سیاسي اغیز په لحاظ ډیر مؤثر دي اوس د مجاهدینو او ټولو په دین او وطن مینو افغانانو همدې حربې ته پام اوښتی او هڅه کوي په همدې طریقه په اشغالګرو مرګوني بریدونه ترسره او د اوولس کلنو مظالمو انتقام ترې واخلي.
په همدې اساس تمه کیږي چې په نږدې راتلونکې کې به دا ډول بریدونه نور هم زیات او د مسلح جهاد د یوه مهمې او اساسي برخې په حیث مطرح شي. دې حالت ته په پام سره که اشغالګر ځواکونه د اشغال په دوام ټینګار کوي او یا هم په افغانستان کې خپل پوځیان، روزونکي، سلاکاران او نور کارمندان زیاتوي، معنی یې دا ده چې نفوذي غازیانو ته د برید سهل الحصول اهداف برابروي، چې باید ددرنو تلفاتو زغملو ته هم آمادګي لري.

Related posts